ورزش

بنګلادیش هم د نړيوالو٢٠ اوريزو سياليو دوهم پړاو ته ورسېد

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۴ل): د بنګلادیش کرکيټ لوبډلې عمان ته په ۵۴ منډو ستره ماتې ورکړه او د نړیوال جام دوهم پړاو ته یې لاره وموندله.

نړیوال جام د غوره لسو لوبډلو کې د ځای کېدلو لپاره ۸ لوبډلو د تېرې یوې اونۍ راهیسې لوبې کولې. د باء ګروپ څخه پرون افغانستان ووتلو او د الف ګروپ څخه نن بنګلادیش ووتلو.

بنګلادیش به له پاکستان، هند، نیوزیلینډ او استرالیا سره په ګروپ کې وي.

نننۍ سیالۍ کې عمان پچه وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه یې وکړله. د عمان پریکړه هغه مهال ناسمه ثابته شوه چې تمیم اقبال او صابررحمن نېږدې ۱۰۰ ګډې منډې جوړې کړې. تمیم اقبال ۱۰۳ منډې او صابر رحمن ۴۴ منډې جوړې کړې.

بنګلادیش په ټاکل شوو ۲۰ اورنو کې د دوه ویکټو په غورځېدو ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

د عمان پیل خراب و. په لومړنیو اوه اورونو کې يې ۳ ویکټې او وروسته په ۱۲ اورونو کې ۹ ویکټې د لاسه ورکړې. د جتیندر سنګ پرته هېڅ یوه لوبغاړي ډيرې منډې ونه کړلې. د عمان ډیری لوبغاړي، په ۱،۳، ۴ او صفر منډو وسوځېدل

نننۍ لوبه کې بنګلادیش پوره ۲۰ اورونو ولوبول خو د باران له کبله عمان لوبه ۱۲ اورونو او ګټلو لپاره ۱۲۰ منډو ته راښکته شوله. عمان په ۱۲ اورنو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو. ۶۵ منډې جوړې کړې .

عمان تر دې وړاندې یوه سیالي له آيرلینډ څخه ګټلې وه او له هالینډ سره یې د باران له کبله لوبه برابره شوې وه.

نننۍ لوبه د دواړو هېوادونو لپاره فیصله کوونکي لوبه وه چې د بنګلادیش په ګټه پای ته ورسېدله.

د نړیوال جام دوهم پړاو د مارچ په پنځلسمه پیلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x