نړۍ

انقره: چاودني ۲۷ کسان مړه او ۷۵ نور ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د ترکیه په پلازمینه انقره کې د یوې چاودني له امله ۲۷ کسان مړه او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه تېر ماښام ناوخته را منځته شوه او په اړه یې ویل کیږي چې د یوه داسي موټر په واسطه تر سره شوې چې د منفجره موادو ډک وو، او د مسافر وړونکو بسونو څنګ ته چاودنه ورکړی شوې ده.

پولیسو او ځایی چارواکو پر رسنیو بندیز لګولی چې ددې پيښي په اړه به اوس مهال خبرونه نه ورکوي، او همداسي سیمي ته ورغلي ټولي لاري تړل شوي دي، ټپيان په انقره کې لسو روغتونونو ته لیږدل شوي، د احتیاط لپاره امنیت ټینګ شوي تر څو د بلي چاودني مخه ونیول شي.

چاودنه د انقره ښار مرکزي څلور لاري «کیزیلای» ته نیژدې شوې، چې له امله یې د انقره ښار په مرکزي سیمه کې ترافیکي نظام ګډوډ سوی، او پولیسو هم دغه څلور لاري ته ورغلي ټول سړکونه بند کړي.

ویل کیږي د چاودني ځای ته نیژدې د تربیې وزارت او استئناف محکمه هم نیژدې پرته ده.

د چاودني له امله شاوخوا دوکانونو ته د نور اقتصادي تاوان تر څنګ پر سړک ۳ بسونه د یو شمېر نورو شخصي موټرو په ګډون سوځېدلي دي.

د مړو شمېر هم کیدای شي وروسته تر اعلان شوي شمېر زیات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x