نړۍ

افریقا: پر سیاحتي مرکز د القاعدې برید درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د افریقا په غربي هیواد «عاج ساحل» کې پر یوه ساحتي مرکز باندي د وسلوالو کسانو په ناتارو ډزو لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.sahil-attack

دغه سیاحتي سیمه په ګرانډ بسام نامه یادیږي، په اړه یې ویل کیږي چې زیات شمېر غربي او اوروپائي سیاحان په روانو میاشتو کې ورته راځي، خو تر اوسه د فرانسې نه علاوه بل کوم هیواد د خپل اتباعو د وژل کېدو خبر نه دی ورکړی.

په فرانسه کې ددغه هیواد ولسمشر فرانسو هولاند ویلي چې د تیري ورځي په پيښه کې یوه فرانسوی میرمن وژل شوې خو د ټپيانو په اړه یې څه نه دي ویلي.

بل لوري ته د عاج ساحل چارواکي وايي چې ددوه امنیتي کسانو په شمول ټول ۱۴ تنه وژل شوي، تر اوسه یې د ورستیو شمېرو په اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي د بریدګرو شمېر زیات ښيي او ادعا کوي چې تر اوسه یې ۶ تنه وسلوال وژلي دي، د شاوخوا هوټلونو د استوګنو په وینا یو شمېر وسلوال په تیښته هم بریالي شوي دي.

د برید مسؤولیت په المغرب اسلامي کې د القاعده ډلي اخیستی، دغه ډلي مخکې هم د ورته بریدونو ګواښونه کړې وه. پر ټویټر باندي خپور شوی ددغه ډلي پيغام کې راغلي چې ددوی یوازي ۳ تنه سرتیرو بریدګرو په دغه برید کې برخه اخیستې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x