
د ايرلنډي پوځيانو وروستۍ ډله هم له افغانستانه ووتله
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا په مشرۍ ناټو ايتلاف کې د پنځلس کلن ماموريت ترسره کولو وروسته د ايرلنډي پوځيانو وروستۍ ډله هم له اافغانستانه ووتله.
ايرلنډي رسنيو ليکلي، چې ۲۲۶ ايرلنډي پوځيانو د تېرو پنځلسو کالو په ترڅ کې د ناټو چتر لاندې افغانستان پوځي ماموريت ترسره کړی، تېره ورځ کابل کې د دغو پوځيانو د ماموريت وروستۍ ورځې په مناسبت يوه غونډه جوړه شوې وه او له هغې ورسته د ايرلنډي پوځيانو وروستۍ ډله خپل هېواد ته ستنه شوه.
د ناټو مرستيال قوماندان ټامودي راډفورډ د ايرلنډي ځواکونو د رخصتۍ په اړه جوړې شوې غونډې ته افغانستان کې د دغو پوځيانو خدمتونه وستايل او له دوی يې مننه وکړه.
هېواد کې د ايرلنډي پوځيانو قوماندان ډګروال روسا مولکاهي د خپل هېواد بېرغ راټول کړ او اعلان يې وکړ، چې افغانستان کې د ناټو چتر لاندې د ايرلنډي پوځيانو ماموريت پای ته ورسېد.
ايرلنډي پوځيان په داسې حال کې له هېواده ځي، چې افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو پخواني قوماندان جنرال جان ايف کمبل د افغانستان په اړه په خپله وروستۍ تبصره کې ويلي، چې د طالبانو پر ضد بايد بريدونه او بمبارۍ زياتې شي او د جګړې په ډګر کې بايد د افغان امنيتي ځواکونو هر ډول مرسته وشي.
د جنرال کمبل په وينا طالبان يوازې د زور او جګړو له لارې خبرو مېز کينولای شو.
د سياسي چارو شننوني وايي، چې د جنرال کمبل څرګندونې د جګړې اوږدولو په معنا دي او له دې ښکاري، چې امريکا افغانستان کې سوله نه غواړي.
د سياسي چارو شنونکی انجينر نظر محمد مطمين وايي، چې جنرال کمبل دا څرګندونې د خپلو هغو افغان پلويانو له خولې کړي، چې دا څو کاله يې د امريکايي پوځيانو په شتون کې پر ګڼو څوکيو کار کړی او پرېمانه پيسې يې موندلي او دغه خلک نه غواړي، چې افغانستان کې سوله راشي.
د انجينر مطمين په وينا امريکا بايد د تېرو پنځلسو کالو له ستونزو او کړاوونو عبرت واخلي، چې د دوی لسګونه زره عسکر په افغانستان کې وو، او بې شمېر بمبارۍ او جګړې يې وکړې، مګر بيا يې هم خپل مخالفين نه يوازې له منځه يو نه وړل، بلکې د امريکا بمبارۍ او جګړو له امله د امريکا ضد مقاومت نور هم قوي شو او بالاخره امريکا هم اړ شوه، چې طالبانو سره د سولې بهير پيل کړي او د همدې موخې لپاره يې ورته قطر کې دفتر هم پرانيست.