افغانستان

بسم الله افغانمل د زابل والي وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): پخوانی سناتور بسم الله افغانمل د زابل والي وټاکل شو.

د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، چې مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو پخوانی استازی بسم الله افغانمل يې د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې د زابل والي ټاکلی دی.

د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی افغانمل يې د ولسمشر ۲۶۴۵ فرمان پر بنسټ د زابل نوی والي وټاکه او هيله يې کړې، چې نوموړی به د زابل خلکو لپاره ښه خدمتونه وکړي.

له تېرو څو ورځو راهيسې ټولنيزو رسينو کې دا اوازې خپرې شوې وې، چې ښاغلی افغانمل د ولسمشر له لوري د زابل والي ټاکل شوی، مګر چا د دې خبرې پخلی نه و کړی او تېره شپه ناوخته د سيمه‌يزو ارګانونو ادارې د خبرپاڼې په خپرولو نوموړی د زابل نوی والي اعلان کړ.

سناتور بسم الله افغانمل د کندهار اوسېدونکی دی، له دې وړاندې د مشرانو جرګې غړی و او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ملاتړو له ډلې و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x