افغانستان

حکومت د قاري صلاح الدین «ایوبي» تبادلې ته چمتوالی ښودلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل): افغان حکومت له طالبانو سره د لوړ پوړو چارواکو او قومندانانو تبادلې ته چمتوالی ښودلی او ویلي یې دي چې د غوښتني په صورت کې د بندیانو تبادله ورسره کوي.

د فاریاب والي سید انور «سادات» رسنیو ته ویلي که چېري طالبان د زنداني سرتیرو په بدل کې د دوی د فاریاب د والي او جګپوړي قومندان قاري صلاح الدین «ایوبي» غوښتنه وکړي نو دوی به په ګډه له مرکزي حکومت سره پر دې مساله غور وکړي او چمتو دي چې تبادله وکړي.

سادات وویل چې تر اوسه د دوی څخه طالبانو رسماً د تبادلې غوښتنه نه ده کړي.

قاري صلاح الدین اوس د فاریاب ولایت څخه پلازمینې کابل ته لېږدول شوی، نوموړی څو میاشتي وړاندي په هرات ولایت کې د ملي امنیت له لوري ونیول شو.

سادات رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل: «دا زموږ د ۱۳ سرتیرو د ژوند مساله ده کوم چې په فاریاب ولایت کې د الوتکې د نسکوریدو وروسته طالبانو ژوندي ونیول او اوس له دوی سره زندانیان دي».

له طالبانو سره د اسیرو سرتېرو کورنۍ او دوستان له نېږدې ۱۸ورځو راهیسې د کابل په شهرنو پارک کې په یوه خېمه کې د احتجاج په دود ناست دي او د خپلو خپلوانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د فاریاب والي د قومي مشرانو او سپین ږیرو څخه د سرتیرو په خوشي کولو کې مرسته غوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x