نړۍ

ناټو: راتلونکې نښتې به يې انټرنيټي وي.

Fogh-Rasmussenپه بروکسل کې د ناټو سرمنشي پدې ټينګار کړی چې دناټو راتلونکې جګړه به د انټرنټ په فضاء کې وي. وال سټريټ جورنال ورځپاڼې د ناټو دسرمنشي اندرس فوغ راسموسن څرګندونې رانقل کړي چې پکې يې ويلي وو، هغه امنيتي چيلنجونه چې ناټو ورسره مخامخ ده لاهم په مختلفو شکلونو کې شتون لري لکه (په اصطلاح) تروريزم، کيماوي وسلې، هيکران او انټرنيټي حملې.

راسموسن پدې ټينګار وکړ: چې دناټو وظيفه د عضويت لرونکو هيوادونو داوسيدونکو او ځمکو ساتنه ده، نو ځکه بايد هغه خاليګاوې له منځه يووړل شي چې په ائتلاف کې موجودې دي، نو ځکه بايد دمطلوبو وړتياوو د لاسته راوړنې کيفيت يقيني کړی شي ترڅو دناټو دپيمان برلاسي او بری وساتل شي، او له هغو سختو اقتصادي حالاتو څخه دناټو دغړيو هيوادونو د وتلو لارې چارې ولټول شي چې اوسمهال ورسره لاس او ګريوان دي.

ورځپاڼې د سرمنشي دا خبره هم رانقل کړې چې : ناټو له انټرنيټي حملو څخه د خپلو پاڼو په خوندي کولو کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو بيا هم پدې مجال کې بايد له غفلت څخه کار وانه خيستل شي ځکه انټرنيټي حملې ورځ تر بلې پياوړې کيږي، همدغه راز بايد هغو دولتونو سره هم مرسته وشي چې دخپلو رسمي پاڼو په خوندي ساتلو کې له ناټو مرسته غواړي.

له انټرنيټي بريدونو څخه ددفاع په هکله د ناټو د سرمنشي دا څرګندونې پداسې وخت کې مخې ته راځي چې څه موده وړاندې څلور سوه ۴۰۰ اسرئيلي پاڼې له بريدونه سره مخ شوې وې چې ځينې يې له منځه وړل شوې وې او له ځينو څخه مهم اسناد حذف کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x