نظــر

د نظام د بدلون اړتیا

عبدالواسع (قانع)

سره ددې چې ځینې مبصرین او سیاستوال پدې باوري دي چې د افغانستان اوسنی د ملي وحدت حکومت د افغانستان ستونزې ورځ تربلې ډیروي او دا یو ناکام او نا مشروع حکومت دی، خو په لویه کې د نظام پایښت غواړي. برعکس ځینې بیا پدې باور دي چې ترڅو دا نظام په بشپړ ډول بدلون ونه مومي، د افغانستان ستونزه نه حل کیږي. ددوی په باور اوسنی نظام باید د لاندې دلایلو له امله په بشپړ ډول بدلون ومومي:

لومړی: دا نظام چې په ډسمبر ۲۰۰۱ کال د جرمني د بن په ښار کې یې بنسټ کیښودل شو دا هغسې مهال وو چې امریکایانو د طالبانو د نظام په له منځه وړلو سره افغانستان  عملا اشغال کړی وو. نو دا نظام د اشغال په سیوري کې د اشغالګرانو ترمستقیم نظارت لاندې او دهغوی په فرمایش جوړ شوی نظام دی. پدې نظام کې یوه شپږ میاشتنۍ موقته، یوه اتلس میاشتنۍ انتقالي او دوې بشپړې په نامه انتخابي خو په حقیقت کې د امریکایانو لخوا طراحي شوې انتصابي دورې شاملې دي. دا اوسنۍ دوره بیا ترټولو زیاته له رسوايیو ډکه وه چې حکومت پکې د جان کری لخوا جوړ شو.

دویم: ددې نظام د بنسټ ډبرې کږې ایښودل شویدي. حکومت تقریبا ټول د نظار شورا ته ورکړل شو، طالبانوته چې تقریبا په ټول هیواد یې پنځه کاله حکومت کړی وو، او حزب اسلامي ته چې د جهاد ددورې ترټولو لوی نظامي ځواک وو، د نظام په جوړولو کې هیڅ برخه ورنکړل شوه. اساسي قانون بیا هم پداسې شرایطو کې رامنځ ته شو چې هیواد عملا اشغال او جګړه روانه وه او داسې خلکو ولیکا چې د اشغالګرانو لخوا ګمارل شوی وو.

دریم: نظام په قومونو او هغه هم په ډیره غیرعادلانه توګه وویشل شو. پښتنو ته چې د افغانستان د ملت د ملاتیر جوړوي، مناسبه برخه ورنکړل شوه، بلکې یوازې په سمبولیک ډول یو جمهوررییس پښتون وټاکل شو او نور د نظام په ټولو سطحو کې (اجراییه، مقننه او قضاییه قوه کې) یا په نشت حساب وو یا ډیر لږ وو او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

څلورم: نظام د افغانستان د خلکو د اسلامي روحیې او جهادي قربانیو د اهدافو پرخلاف جوړ شو. له هغې ورځې چې دا نظام رامنځ ته شویدی، په افغانستان کې شرعي حدود تعلیق شویدي. هغه نظام چې د اسلامي شریعت مطابق حدود جاري نکړي، امر بالمعرف او نهی عن المنکر ونکړي، هغه نظام سل په سله اسلامي نشي بلل کیدای.

پنځم: ددې نظام ستنې په جبراو زور ایښودل شویدي او لا هم د بهرنیانو په زور باندې ساتل کیږي. هرهغه نظام چې د بهرنیانو په زور باندې رامنځ ته او بهرنیان یې د ساتلو مسولیت ولري، هغه نظام د ملت د یووالي چانس له منځه وړي، دا ځکه چې یو نظام چې ولسي ملاتړ ولري هغه په بهرنیانو ځان نه ساتي، او بهرنيان خو د الله د رضا لپاره دا نظام نه ساتي، بلکې خپل اغراض لري او واضحه ده چې ددوی اغراض د افغانستان د مسلمان ولس له ارزښتونو او خصوصا د ملي وحدت او شرعي نظام د نافذیدو له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. بهرنیان خپل خاص جواسیس او یو شمیر اقلیتونه حمایه کوي، ترڅو هغوی متقابلا د بهرنیانو د پاتې کیدلو او نورو ګټو لپاره کار وکړي. پداسې حال کې چې په تیرو ۱۵ کلونو کې یوازې هغه کسان په واک کې دي چې له بهرنیو استخباراتي کړیو سره اړیکې لري او بهرنیان زیات پرجواسیسو او اقلیتونو اعتماد کوي او پښتانه چې ددې ملت د ملاتیر دي، تر ډولو ډولو ټاپو او ضربو لاندې دي او د ژوند په ټولو ساحو کې محروم او منزوي ساتل شویدي.

نو، نتیجه داده چې څو دلته بهرنیان وي، نو ظلم او بې عدالتي به روانه، اسلامي او افغاني ارزښتونه به پایمال او ملي ګټې به زیانمنې وي او څو چې بهرنیان وي دا دظلم او فساد نظام به حاکم وي. بهرنیان به د خلکو د تیرایستلو لپاره یوڅو مهرې اخوا – دیخوا کوي، خوسیستم او د سیستم محصول به هماغسې وي لکه په دا تیرو ۱۵ کلونو کې چې وو. له همدې امله اوسنی نظام باید ټول او له بیخه بدلون ومومي او ددې هدف په وړاندې ترټولو لوی خنډ د بهرنیو ځواکونو شتون دی. کله چې بهرني ځواکونه ووزي، نو د جګړې یوه غاړه چې طالبان دي، هغوی به د جګړې عمده توجیه کوونکی دلیل له لاسه ورکړي او د جګړې دا بله غاړه چې توره ورته امریکا وهي او غوړې مړۍ دوی وهي، دوی به هم پدې پوه شي چې نور د حساب او کتاب وخت رارسیدلی دی او نورنشي کولای دخلکو په حقونو خېټه واچوي او د خپلې خوښې نظام وچلوي. دا وخت به د ټولنیز عدالت د پلي کیدو لپاره یو ملي ارزښتونو ته وفاداره او په ټولو قومونو او کتګوریو مشتمل یو پراخ بنسټه نظام رامنځ ته شي چې دا به د یوه سوله یییز، آباد، هوسا او پرځان بسیا افغانستان بنسټ کیږدي.

که څوک رښتینی ولسپال او اسلامپال وي، دا یې د ستونزې حل دی او الله پاک د زړونو په حال خبر او د ذرې، ذرې حساب اخیستونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x