د نن سرلیکنه

د حوت څلور ویشتمه زمونږ د جهادي تاریخ یوه تلپاتې ورځ!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د ۱۳۵۸هجري لمریزکال د حوت څلورویشتمه زمونږ د هیواد په جهادي تاریخ کې یوه تلپاتي او نه هیریدونکې ورځ ده .

په همدې ورځ د هرات ولایت لسګونو زره په دین مین اوسیدونکي د وخت د واکمن کمونیستي حکومت پرخلاف د الله اکبر په ویلو سره لارو او کوڅو ته راووتل.
دغه متدین او شهادت خوښوونکي مظاهره چیان چې زړونه یې د جهاد او شهادت له جذبو ډک ول په خالي لاسونو یې د وخت د ملحدو واکمنانو پرخلاف د جهاد غږ اوچت کړ.

د وخت ملحدو او د کرملین په مادي مرستو مغرورو واکمنانو چې دا تاریخي پاڅون یې د خپل الحادي حکومت پرخلاف یو بغاوت ګاڼه د هغه د ځپلو لپاره یې خپل ټول وحشت وکاراوه.

ملحدو واکمنانو د خالي لاسو لاریون کوونکو پرخلاف درنې وسلې او مجهز جنګی وسائل استخدام کړل چې په نتیجه کې یې تر څلورویشت زره زیات مومن هراتیان شهیدان اوژوبل کړل.

هو ! وحشي کمونیستانو ځکه د تش لاسو پاڅون کوونکو په وړاندې دا جنایت تر سره کړ چې هغوی پوهیدل دا پاڅون به په ټول افغانستان کې د دوی د طاغوتي رژیم پرخلاف په سرتاسري جهادي مقاومت بدلیږي او د دوئ ناولي واکمنۍ به له منځه وړي .

هماغسي وشول د هراتي غیرتمنو پاڅون کوونکو پاڅون په ټول هیواد کې د بي مروته کمونیستانو او د هغوي د کفري بادارانو پرخلاف د جهادي مقاومت پیلامه او په تدریجي توګه یې د هیواد له لراوبره د کمونیستۍ کرغیړنې واکمنۍ توره کمبله ټوله کړه .

بلي! افغان جهادي مقاومت یواځې له افغانستانه، نه ؛ بلکې له ټولې نړۍ څخه د سرې امپراتورۍ کمبله ور ونغاړله او نړیوال یې د هغوی له شرارته بیغمه کړل.

نن د نړۍ د مستکبرینو دا راپرځوونکی مجاهد ولس د نړۍ د یوه بل زیر ځواک تر یرغل لاندې دی ، هغه ځواک چې ټوله زبرځواکي یې د افغان میړني ولس د سرښندونو محصول دی .

هغوي نن د یرغلګرو پخوانیو شورویانو په څیر د دې غیرتي ولس پرخلاف تر هغه بتر وحشت کاروي کوم چې وحشي روسانو او د هغوی ملحدو مزدورانو کاراوه .

خو د الهي تقدیر او افغاني جهادي ګوزار له برکته نن د عصر همدا مغرور طاغوتیان یرغلګر امریکایان هم د مجاهدینو په ټاټوبي کې په هغه بد برخلیک اخته دي په کوم چې وحشي روسان اخته شوي ول.

هغوی هم نن کټ مټ د څلور اړخیزو مذاکراتو په پلمه کولو سره ځانته داسې د اوړو پوزه جوړوي لکه روسانو چې د خپل شکست په مهال د ژنیوا پریکړه د ځان لپاره پلمه کړه .

مونږ باوري چې د افغان د مظلوم مجاهد ملت د سر ښندنو په توفان کې به د ننیو مغرورو امریکایانو غرورهم داسې تر پښو لاندې کیږي لکه چې تر دوئ له مخه د وحشي روسانو او تر هغو له مخې د یرغلګرو انګریزانو غرور تر پښو لاندې شوی و. ان شاء الله وما ذالک علی الله بعزیز

د حوت د څلور ویشتمې یاد دې تل وي !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x