افغانستان

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۸ پولیس وژل سوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل): تېره شپه ناوخته طالبانو د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی او ۸ تنه پولیس یې وژلي دي.

برید د شاولیکوټ ولسوالۍ د سرخ بېګ پر پوسته سوی، امنیتي سرچینې وایې چې جګړې نیم ساعت دوام کړی او په پایله کې یې طالبان توانیدلی چې د پوستې ټول پولیس ووژني.

تر برید وروسته طالبانو د پولیسو وسلې او نور مهمات هم د ځانه سره وړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د پېښي پخلی کړی او زیاتوي چې د پولیسو پوسته یې نیولي او پکې مېشت اته تنه پولیس یې وژلي دي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ د کندهار د نا امنه ولسوالیو څخه شمېرل کیږي، هلته کله ناکله امنیتي پېښي رامنځته کیږي او په پایله کې یې امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x