نظــر

د امریکائي مشاور سره می ولی شخړه راغله؟

فضل الرحمن

دا چا ویلی قیصی نه دي بلکی د سترګو لیدلی حال دی.

افغانان د کومو چلینجونو سره مخ دی؟

او د حل لاری چاری ئ څه دي؟

په 2008 م کال کې د یوی کمپنی سره چې Lonostare  نومیده او سرحدی پولیسو ته ئې په مختلفو څانګو کې ټریننګ ورکوه کار پیل کړ.

ما چې په کومه څانګه کې کار کوه د قانون څانګه وه او په لاندې برخو کې يې کار کو.

۱ـ د سرحداتو قانون (Borders law)

۲ـ د نشه ئې توکو قانون (Drug law)

۳ـ د جزا قانون (Penal law)

۴ـ مدنی حقوق (Civil rights)

یو خارجی ټرینر په انګلیسی ژبه دغه پورته لیکل شوی قاوانین تدریس کول او  ما د هغه تدریس ژباړه سرحدی پولیسو ته کوله.

د ژباړی پر مهال امریکایی مدریس د تدریس پر مهال داسې وویل:

دغه قانون چې زه ئې تاسې ته تدریس کوم دا ستاسي اساسی قانون دی او له هغو مادو مجموعه ده کومې چې ستاسې په دغه اساسی قانون کې ذکر شوی دی.

که چیری یو شخص د یو فعل مرتکب وګرځی ولوکه هر فعل وی د هغی ذکر ستاسی په دغې قانون کې نه وی شوی او د هغې لپاره کم جرم په دغی قانون کې نوی  وضعه شوی نو دغه رنګ فعل ته مونږ جرم نه شو ویلی او نه ئې مرتکب ته مجرم وایو ځکه ستاسی قانون دغې فعل ته جرم نه دی ویلی.

بیا ئې مثال ذکر کړ او وی ویله.

که چیری یو هلک یوه انجلی وتښتوی که هغه په جبر وی او یا رضا سره دا چې د دغې فعل لپاره ستاسی په اساسی قانون کې کوم جرم نشته نو دغې فعل ته مونږ هم جرم نه شو ویلی او فاعل ته ئې هم مجرم نه شو ویلی.

نو په دغه ځای کې د مشاویر سره لفظی شخړه راغله هغه مشاوير ته مې وویل.

ستاسی خاریجان زمونږه  روغه او جوړه اسلامی  ټولنه د فساد په لوری ټیله کوی دا ځکه  دغه ځوانان چې ستا مخکی ته  ناست دی اکثره تقریباً ٪ 90 ئې سواد نه لری سبا ته هم دوی ټوپک په لاسو کې اخلی او د یو قوت په توګه زمونږ د  ټولنی  خدمت ته وړاندی کېږي هر کله چې هغوی ته مونږ په مغذ کې دا پيچکاریی کړو چې د پردیو تور سری تښتول کم جرم نه دی ځکه قانون د هغې ذکر نه دی کړی نو د دي پر ځای چې دغه خلک زمونږ د ټولنی درد ته دارو شی زمونږ د ټولني په فاسیدیدو کې به غټ لاس ولری او باعث به ئې هم دا تاسی یاست.

سرحدی پولیس زما په جدی خبرو او وضعیت پوهه شول او له ما څخه يې وپوښتل چې څه خبره ده د امریکائې مشاویر ټول مطلب مې ورته ترجمه نه کړ ځکه زه په دې پوهیدم چې د دغه خارجی مطلب هم دادی تر څو افغان اسلامی ټولنه فاسده کړی او که ما هغه ژباړی وی نو د امریکایی مشاویر شیطانی مقصد پوره کیده مګر ما په یو بل طرز سره سرحدی پولیس پوهه کړل ورته مې وویل.

زه به دلته یم او یا به نه یم او یا په تاسی په بل ځای کې ټریننګ کوی خو یوه  خبره یاده لری هغه دا چې مونږ د افغانستان خلک  الحمد الله مسلمانان یو که چیری مونږ ته  زمونږ ريښتونی اساسی قانون ، هغه اساسی قانون چې هغې ته الله ج او د هغې خوږ نبی ص اساسی  قانون ویلی دی یعنی قران او سنت پر مونږ یو عمل حرام کړی وی د دنیا هیڅ وضعی قانون هغه حلالوی نه شی او که یو شی ئې حلال کړی وی نو هیڅ وضعی قانون هغه حرامولی نه شی.

ځکه د یو عمل د حرام او حلال حکم یوازی او یوازی د الله ج کار دی او هغه رب هر څه مونږ ته په قران کریم کې ذکر کړی دی او د رسول الله ص احادیثو هغه په مکمل ډول سره تشریح کړی  دی مونږ بل هیڅ وضعی قانون ته هیڅ ارزښت نه ورکو چې د خپل ځان څخه حلال او حرام جوړ او د الله ج  د اساسی قانون قران او سنت سره په ټکر کې واقع شی که چیری دغه کار مو وکړ چې د الله ج د قانون په مقابل کې مو د انسان پر لاس جوړ وضعی قانون خپل اساسی قانون وګرځوه نو بیا خو د اسلام له دائری څخه خارج شولو ځکه الله ج  فرمایی: وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ[المائدة:44]،

ژباړه : او که چیری څوک  د الله ج په هغې نازل شوی قانون (قران او سنت) حکم ونه کړی نو هم دوی کافر دی.

د دغی مشاویر دغه یوازینی خبره نه وه چې زه پری اعتراض وکړم له هغې مخکې ئې ورته د (Drug law)  یعنی د نشه ئې توکو په قانون کې ټولی هغه لاری ښودلی چې څرنګه نشه یی توکی استعمالوی او څرنګه ځان ته پيچکاری کیږی همدارنګه په یوه ويډیو کې ورته  د ځان ویشتلو لاری چاری ښودل کیدی داچې اعتراض پری ونه شی نو رنګ ئ ورکړی وه چې تالاشی د نه کولو له وجی دغه شانتي کیږی .

که یو ځوان  پوره سالم عقل ونه لری نو ٪100 په دغه نشه ئې توکو او د ټولنی په فساد اخته کیږی چې وجه  به ئې دغه خارجی مشاویرین وی.

د دغی سره سره هم دغه مشاویر څه موده د بحث څخه مخکې یو بل لالچ راکړ هغه دا چې هغوی  غواړی ما او زما ځینی نور ملګری په داخله وزارت کې په دندو وګماری تر څو د هغوی د نمائنده ګانو په صفت دنده اجراء کړو ، مګر اوس زما امتحان اخلی هغه داسې چې ،  نوموړی مشاویر وویل.:

مونږ( خاریجیانو) د داخله وزارت لپاره کتابونه چاپ کړی د کتابونو د چاپولو لپاره مو په لکاوه ډالرو مصرف کړی دا چې په دغو کتابونو کې د افغانستان د تاریخ پر ځای عیسایی تاریخ وه نو د داخله وزارت هغه ټول کتابونه رد کړل او زمونږ مصارف ئې هیڅ په نظر کې ونه نیول.

زه پوهیدم چې دغه امریکائې مشاویر زما نظر ګوری چې څه وائې ما ورته وویل.

ستاسی هم دغه عمل چې تاسی کړی دی د هغه وضعی قانون خلاف دی کم چې ته ئې  د تدریس وظیفه په غاړه لری هغه دا چې د افغانستان وضعی قانون اتلسمه ماده داسې وائې . “د هیواد د تقوویم مبداء د پيغمبر اکرم (ص) پر هجرت ولاړه ده د دولتی ادارو د کار بنسټ هجری لمریز کال دی”
او تاسی د دغی کار خلاف عمل کړی دی نه یوازی  دا چې دغه چاپ شوی کتابونه باید وسوزولی شی باید . هغه چاچې دغه عمل تر سره کړی دی جزاء هم ووینی.

دا چې د خاریجیانو په ټولو شیطانی اعمالو پوهیدم او پوره مې په ذهن کې نوټ کړی وی نو ډېر زیات مې د خفګان سبب شوی وی چې د دغې ټولو ذکر شو د خارجیانو فاسیدونکی هڅو څخه مخکې د یوی بلی واقعی سره مخامخ شوم او دا ټولی د الله ج امتحانات وه چې مونږ پری امتحانوی.

واقعه داسې وه.  د باګرام څخه  د عیسائې تبلیغ  والاو یو ګروپ راغی چې هغوی په زنانه او نارینه شامل وه .

زنانه ئې د (Nun)  په نوم یادیږی یعنی عبارت له هغې راهبۍ څخه دی چې د عیسائې دین د خدمت لپاره ئې ټول عمر کلیسا ته ورکړی وی.

نارینه ئې د میشنری (Missionary) په نوم یادیږی چې د عیسایت دین ته تبلیغ کوی.

مونږ ته ئې خبر راکړ چې څه خارجی میلمانه راغلی دی او تاسی سره کتل غواړی.

مونږ چې ورغلو نو ګورو چې اش ئې برابر کړی دی او ټولو کسانو ته اشی په پلیټونو کې واچول قرار قرار ئې خپل مقصد څرګند وه.

زنانو ئې خبری شروع کړی چې د خبرو  شروع ئې داسې وه لکه څرنګه چې ستاسی تبلیغی ګروپونه د خپل دین تبلیغ کوی هم دا رنګه مونږ هم د خپل دین تبلیغ کو، نو په دغي ځای کې ئې ما  خبره قطعه کړه او د Nun  یا عیسایی راهبی ته می وویل که خفه نه شی نو زه ستا خبری قطعه کوم یوه لحظه وخت دی نیسم د هغې وروسته به تاته وخت درکړم ته به خپله خبری وکړی په هغې زما دغه کار ډير سخت  تمام شو خو بیا هم ما  مجبوره  کړه تر څو ماته غوږ ونیسی.

ما ورته وویل: ستاسی د اول جمهوری رئيس نوم څه دی هغه وویل جورج واشنګټن (George Washingtan) ؟
ما تری بیا وپوښتل. آیا هغې د خپل حکومت پر مهال کم قانون درلود؟

جواب راکړ هو ځکه بیدون د یو معلوم قانون څخه هیڅ حکومت ته مونږ حکومت نه شو ویلی.

ما تری بیا وپوښتل ستاسی داولی جمهور رئیس او اوسنې رئيس جمهور د اساسی قانونو تر منځ توپیر شته، او که وی نو ولی؟

هغې وویل هو فرق باید موجود وی دا ځکه.

دوخت په تیریدو سره نوی ضروریات منځ ته راغلل هغه قانون چې د جورج واشینګټن په وخت کې وه د دغی عصر سره باید بدلون ومومی او تغیرات په کې راشی.

ما تری بیا تپوس وکړ.

که چیری په امریکا کې یوه ډله خلک یا یو تنظیم راپاڅېږي. او اعلان وکړی چې مونږ د موجوده حکومت قانون نه منو او مونږ ته د جورج واشنګټن قانون راوړی. نو ته څه فکر کوی چې دغه به څرنګه خلک وی؟

هغې جواب راکړ. چې د دغه تنظم خلک او یا د دغې مفکوری خلک به لیونیان او بی عقله وی.

ما ورته وویل چې اوس ماته غوږ شه.

تاسې او مونږ ټول په دې خبره ایمان لرو چې الله ج شته او دغه زمکه او اسمانونه الله ج پيدا کړی دی دغه انسانان او دغه ټول کائنات الله ج پیدا کړی دی.

دا چې الله ج په هره زمانه کې انسانان پيدا کړی دی او د هغو انسانانو د هدایت لپاره ئې انبیاء رالېږلی دی. او خپل دغو پيغمبرانو ته ئې د عصر مطابق خپل اساسی قانون ورکړی دی چې سم په هغې باندې د خپل ژوند ټول کړه وړه برابر کړی.

چې هغه  اساسی قانونو ته د خپل عصر مطابق عبارت دی زبور ، تورات، انجیل او قران کریم . چې د هر اسمانی قانون په راتګ سره هغه بل پخوانی اساسی قانون منسوخ او له منځه ځی.

دا چې اخیری پيغمبر جناب محمد (ص) دی او له هغې وروسته بل نبی نه راځی نو ځکه د هغې سره چې کم قانون د الله د لوری د انسانانو د هدایت لپاره راغلی دی هغه قران کریم دی چې  د دغې اساسی قانون په  نزول سره د پخوانی اساسی قانون (انجیل) حکم منسوخ شو نو باید ټول انسانان او پریان د هم دغې اخیری قانون متابعت وکړی تر څو ريښتونی حقیقی مقصد د ژوند ته ورکيږي.

نو له هغې وروسته زه د هغوی په منځ کې په وهابی مشهور شوم.

همدارنګه دغه دوه نور حالاتو سره چې مخ شوی یم د هغی ذکر به وکړم او بیا به مقصد د خبری ته راشم

همدارنګه د Dyncorpes International دفتر کم چې د ننګرهار امنی قومندانی ته مخامخ وه او د ملی پولیسو د ریفورم(reform) دنده ئ ترسره کوله، زمونږ پر مخ د مسجد دروازه بنده او د شپی له طرفه ئ په کې د باډیبولډینګ سامان الات( د باډیبولډینګ بینچونه، وزنونه، ډمبلی، څیخونه او نور ماشینونه) د اوبو بوتلی ایښودی وی چې د الله ج په فضل سره مو هغوی مجبور کړه تر څو دغه سامان الات په خپلو لاسونو لری او د مسلمانانو څخه د خپل دغه اسلام دښمنه عمل بخښنه وغواړی، چې هلته هم ئ زه زما یو بل ملګری او یو برقی چې د برق کار کوه د وهابی په نوموو مسماء کړو، مونږ وظیفه ترک کړه مګر د برقی څخه به ئ بار بار تپوسونه کول چې ایا ته وهابی ئ؟ هغه بیچاره ورته وویل تاسی زما په وهابینت او یا غیروهابیت کې څه کار دی، ایا کم مزی یا لائین می غلط تړلی دی، چې په هم دغو خبرو ئ دهغی ژوند هم تریخ کړی وه.

په یو بل ځای کې هم دغه خاریجیان د یو ملک تپوس ته تللی ول چې هغه ملک د نامعلومو کسانو له لوری وژل شوی وی، کله چې د کلی څخه راګرځی نو خاریجیان واې چې مونږ تخ کمین نیول شوی دی او کیدای شی چې د دغی کلی خلکو په کې لاس وی، فیصله ئ دا وکړه چې د ځان د دفاع د پاره باید د دغی کلی ماشومان  موټرو ته پورته کړو ترڅو د کمین څخه پر مونږ ډزی ونه شی، ما ورته وویل چې د ماشومانو څه ګناه ده چې تاسی هغوی د ځان په دفاع کې د ځان د پاره ډال ګرځوی، زما خبری ته ئ هیڅ اهمیت ورنه کړ او په زور ئ ماشومان د کلی څخه د موټرموټر شاته وخیجول او خپله د زغره لرونکو موټرو په داخل کې په داسی حال کې کیښناستل چې په سر ئ هم د مرمی ضد خولی په سر او د بدن څخه ې هم د مرمی ضد زغره تړلی ده. په لاره راروان یو دا غم راسره دی چې ماشومان د موټر څخه و نه غورځیږی او دوړی هم دی داسی نه چې د یو موټر څخه وغورځیږی او دبل موټر د ټیرلاندی رانه شی، په هم دغه سوچ کې ناڅاپی د کمین سره مخامخ شو، ماشومان مې راټول کړه او دیوی غټی تیږی شاته می کیښنول چې مخی ته ئ تیږه او شاته ې غر دی چې د مرمو څخه ښه محفوظ ول، په دغه وخت کې یو ماشوم راته وویل چې زمونږ یو ملګری په هغی موټر کې پاتی دی، هلته چې مې منډه کړه، ګورم ماشوم په موټر کې پروت دی خوله ته ئ زګونه راغلی دی او بدن ئ لړزیږی، غیږ کې مې راواخیسته او د نورو ماشومانو څنګه ته مې راوړه، خوله مې ورله د زګونو پاکړه، مصتوعی تنفس مې ورکړ، بدن مې ورله وکته چې هیڅ ځای ئ زخمی نه دی، ښه وه څه شیبه وروسته په هوش راغی ما ئ د نورو ماشومانو ملګرو نه وپوښتل چې داولی؟ هغوی جواب راکړ چې دا میرګی لری او کله چې خفه شی او یا پری وویریږی نو دغه حالت پری راځی.

د کمین د ختم وروسته حازړنه راغله زخمیان ئ پورته کړل.

یو افغاندهم زخمی شوی وه، داچې افغان وه او د هغی وینی او ژوند هیڅ ارزښت دوی ته نه درلود نو د هغی د پاره په هلیکوپتر کې ځای نه وه، چې یو څو ساعته وروسته ئ روح ورکړ او په لږ وخت کې ئ رنګ ډیر تغیر وکړ چې یوه ویرونکی او د حشتناکه څهره غوره کړه.

ایا دغه بشری حقوق دی؟

ایا دغه جنګی تکتیک دی؟

ایا دوی ته زمونږ وینه او زمونږ وړی اهمیت لری؟

ایا دوی  زمونږ اسلامی شعایرو او ارزښتونو ته احترام لری؟

ایا د دوی په حضور کی منوږ د ازادی احساس حیس کوی شو؟

ایا دوی د کم معلوم قانون تابع دی او احترام ورته لری؟

او ایا؟ ایا؟ او داسی نور.

د امریکایی مشاویر دغه بد نیت، د عیسایی تبلیغیانو خپل منسوخ دین ته تبلیغ او د وخت هغه ناخوالی چې په هغه  وخت کې د امریکایانو له خوا په  افغانستان  او  د نړی په ګوډ ګوډ کې پر مسلمانانو تر سره کيدی ډېر زورو لم لکه .

د ایتلافی ځواکونو د بمبار له وجې په شینوارو او بعضی ولایتونو کې او قندوز کې ودونه، جنازه او نور ملکی ځایونه بمبار کړل، بی ګناه ملکی خلک يې په شهادت ورسول او دعوی ئې هم کوله چې مونږ ډېر کوچنی   هدفونه لیدلی او  ویشتلی شو .

د بل لوری به عراق کې د صدام حسین حکومت ویجاوړل، د  شیعه اقلیتونو حاکم کول د صدام حسین شهادت  د مسلمانانو د لوی اختر په لمړی ورځ، سومالیا اسلامی حکومت ړنګول، د سوډان  دولت په دوه برخو شمال او جنوب تقسیمول د الجزائر ، لبنان، سوریه کې د مسلمانانو وژنه، د فلسطین مظلومیت.  د اسیرائیلو بی حده ظلمونه.

نو د دغو ټولو ناخوالو په دې سوچ او فکر کې واچولم چې څرنګه خپل هیواد وال په دې خبره قانع کړم چې د دغو کفارو په  ملګرتیا د الله ج د ښمنان جوړ نه شو او د دنیا او اخیرت د ناکامی او عذاب مستحق ونه ګرځو.

د شپی ناوخته وخت وه ټول ملګری مې ویده شول ، د سرحدی پولیسو فراغت ته لږی ورځي پاتی شوی په دی سوچ کې  شوم چې د خپل ضمیر اواز څرنګه څرګند کړم او خپل مظلوم او بیچاره ولس څرنګه راويښ کړم.

هغه وو چې ذهن ته یو څو جملی د اسې راغلی چې قافیه ئې سره برابره وه  او د غزل  وزن یې لره.

له هغې مخکې د شعر او شاعری سره هیڅ علاقه نه وه .

قرار د کټ څخه ښکته شوم تر څو نور ملګری مې د خوب څخه خراب نه شی، زمونږ کټونه دری منزله ول که یو ملګری لږ بی احتیاطی کوله نو دوه نور ملګری به ورسره سم تکلیف کیدل.

قلم او کتابچه مې راواخیسته او په شعر(غزل) لیکنه  مې شروع وکړه . چې لاندې شعر مې ولیکه .

زه چې ګــــورم یـــــو پاڅون ته ضرورت دی

دې لــپــــاره یـــو تــــــړون ته ضرورت دی

مسلــمــان په اورکې سوزی کور يې وران شو

په دې حـــال زمـــونـــږ ژړون ته ضرورت دی

زمــــونـږ مرــګ لــره کفار دی یو ځای شوی

شیطـــانـــی لښکــر زبوان تــه ضـرورت دی

مــــسلــــم ویــنـــه ورتـه پاپ ده روا کـړی

دې فــــرعـــون نــــه رغــون ته ضرورت دی

د امـــو وژنـي او مـونږ لاس په خوله ايښودی

د مســـلم مــلــت خــلاصــون ته ضرورت دی

په هــر ځــای کې په اســلام باندی تیری کړی

د ویـــده ضــمیر  لـمســون تــه ضرورت دی .

انـــقلاب خـو څه په سوال جــوړیــدای نه شی

هــوش دې شــاتــه کـړه جنون ته ضروری وی

ستـــا قیبــله ئې فــلسطین کې قبــضــه کړی

په یـــهــــودو چـــپــاون تــــــه ضرورت دی

اسلامـــی مـلکو نه ئې ټول راله تسنس کــړل

غــټ کــافر له یو طـــاغـــون تــه ضرورت دی

جـــمـــهوریت کـــې دې خوند نشته غلامی ده

خــــلافت هغـــې قــــانــــون ته ضرورت دی

دا ژونــــدی هسې په نـــوم مسلمــانـــان دی

ایـــوبــی بــیـا ځــل زیږون تـــه ضـرورت دی

صـــلیـــبان دا یـــوبـــی پـــه  قبر پښی ږدی

تـــوره راکـــړه دوی وژون تــــــه ضرورت دی

دا فـــــاسده مــقـــاصـــد به ئې ښکـاره کړم

دنــیــاوالــــو نـــنـــدارتـــون تـه ضرورت دی

یا مــلـــګـــری د صــــادق د حـقـــی لار شی

یا بنګړی مو په لاسو کړی څملاستون ته ضرورت دی

په سبا ورځ مې دغه لاندې شعر ولیکه

کــه دښمن مې جــوړوی نو مــلـک مې وران کړه

کـــه دې ځـــان خپل ورکوی نو مــړمې ځوان کړه

زه د صــبـــر پـــر ټال ځـــانګم خوله مې  بـنده

که مــــی صــبر ختـــموی وارمې پـــر ځان کـړه

زه پــــوهـــیږمـــه د دین مې کـــلـک دښمن ئې

پټ ئې مـــه ســـاته ښکــاره د جـــنګ اعـلان کړه

پـــــر اســــلام بانــدې  یـرغل  دې هر ځای کـړی

دې بــد کــــار تـــه دې ښکــاره راتــه برهان کړه

ســـتــا ارضـــو د ابـــرهه په شـــانـتــه ښکاری

ربــــه پـــاتــ ی تـــریــنـه دغـه شـوم ارمان کړه

د فیــــــلانــــو قـــافــــلی  کـعبــی ته درومی

ربــــه بــــرنه د تیـــږو پــــری بــــاران کــــړه

د دنــــیــا پــــه هــر یـو کــونج کې مـسلم وژنې

ربــــه تـــه خـــو ئې پـــه خپـــل بچـو حیران کړه

لــــوی قــــوت د مسلمـــان لاسو کـــې ورکــړی

کـــــامــــیـــــاب مـــونږه په دغــه امــتحان کړه

شیـــــطــــــانی قوت ئې زمونږ په لاشږس تبا کړی

را عـــطـــا مــــونـــږ لــــره دغـــه ارمغــان کړه

د اســــــلام پـــــر خــــاوره کـــفـــر قبـضه کړی

دغــــه بــــد بوټی مـــــو لـــری له بو ستــان کړه

د دښمن ســـــرونه زمــــونـــږ په تـــوره غوڅ کړه

زمــــونږ لـــه اهه نه پــرې جوړ د مـرګ  طوفان کړه

شیــــطــانی جیـــلو نه ئې هــر ځای کې تسنس کړی

تـرې راخــلاص د اســــــلامی بـــڼ بـــلبـــلان کـړه

مــطــــبوعـــات ئې د درواغــــو تــــاسیس کـــړی

دیـــــنــا والـــو تــه ئې ښکاره دغـــه بــهــتان کړه

د جــــالــــی جـــنـــت ئـــې خـــلکــو ته جوړ کړی

ورلــــه ټـــول لـــه دې دنــــیـا نه دستـرخـوان کړه

صــــــادق لاس ربــــه دا ستـــــا په لــو نـیـــولی

نــــور مـــو خــلاص ربه د دغــه ستر بــحـــران کړه

هر کله چې د سرحدی پولیسو د فراغت وخت راورسید نو ما هم د اناونسر څخه دغو شعرونو د ویلو وخت واخیسته

د فراغت پر مهال

تقریباً 40 – 35 امریکایی جنرالان  کرینلان او نور لوړ رتبه او ټيټ رتبه افسران حاضرول، د سرحدی پولیسو جنرالان او نوره صاحب منصبان راغلی وه

پنځه سوه سرحدی پولیس هغه چې نوی فارغیدل او تقریباً د 100 په حدودو کې نور پر سونل حاضر وه

دا چې زړه مې له درد څخه ډک وه احساسات مې دومره راپاریدلی ول چې ځمکی ځای نه راکوه دا سی یو ناشنا حالت  کې وم چې د دغی حالت د څرګندولو لپاره مناسب الفاظ په ذهن کې نه لرم تر څو د خپل حال بیان پری وکړم ، هر خارجی چې مخکې راځی نو داسې احساس کوم چې هم دغی زما د هیواد په بی ګناه  خلکو او  په جنازو بمبار کړی دی . د همدوی په امر زمونږ د مسلمانانو خویندو او ورونو عزت لوټ شوی دی، هم دوی زمونږ دغه پاکه او مقدسه خاوره اشغال کړی ده .

همدوی زمونږ په کور کې زمونږ باداران جوړ شوی دی، هم دوی مونږ ته د اسلام خلاف  مفکری راکوی ، هم دوی ورور د ورور دښمن جوړ کړی او ورور په ورور وژني.

همدوی ته زمونږ وینه هیڅ اهمیت نه لری او خپله مرداره ، نا پاکه او د ایډز د وایرثونو ډکه وینه زمونږ پر پاکه وینه غوره بولی.

هغه وه چې  سټیج ته  د تللو نوبت راورسید او سټیج مخکې ودریدم .

د الله ج نوم مې یاد کړ ، د الله ج حمد او په رسول الله ص باندې د درود ویلو څخه وروسته مې د لمړی شعر په ویلو شروع وکړه .

د شعر په هر بیت ویلو سره د سرحدی پولیسو د تکبیر او الله اکبر پر اوازونو بدرګه کولم.

د شعر ویلو وروسته هر سر باز په غیږ کې کلک نیولم او د خپل محبت  او مینی اظهار ئې کوه . په دې پوهه شوم چې د هیواد بچی پر اسلام پوره مین او د سره پرې تیر دی خو یوه سالمه او اسلامی لارښوني ته ضرورت لری.  الله ج مه کړه د  داسی چا پر لاس تربیه نه شی چې بیا بیرته په خپل ځان خوله لګوی خپلی غوښی خوری او د خپل ملت او دین مقابله وکړی او د دنیاء او اخیرت د زیان سره مخامخ نه شی.

لکه په مصر کې مصری  فوج چې د امریکا پر لاس  تربیه او د امریکا پر بودیجه ولاړ فوج دی هر کله چې محمد مرسی پر لاس داسې یو حکومت جوړ شوی چا چې  په ټاکنو کې په  یو لوی او غوڅ اکثریت سره کامیابی تر لاسه کړه دا چې ښاغلی محمد مرسی حکومتی نظام لپاره مخکې تر مخکې پر اسلامی سیاسیت ولاړه اداره او نظام جوړ کړی وه او خارجی لاس وهنی ته په کې کوم ځای او چانس نه وه پاتی نو امریکا ته بله هیڅ موقع نه وه چې د خپلو شو مو اهدافو او د اسرائیلو د دفاع د پاره ترینه کار واخلی  او خپلی ناحقه  ګټی  له تاوانه څخه وژغوری نو هغه وه چې د امریکا معاش خور مصری فوج ئې پر دی مجبوره کړه چې خپل مشروع ريښتونی پر ملت مین پر اسلام مین پر قانون او حکومت پوهه رئيس له قدرته ورغوځوی او خپل باداره امریکا خوشحاله کړی .

چې د دغه رنګ نظام بیلګه  د افغانستان په تاریخ کې د کمونزم په عقیده رنګ شوی کمونستانو په لاس هم منځ ته راغلی وه او عینی کار ئې د روسی د ګټو د پاره وکړو چې د روسی په اشاره ئې خپل اسلام پاله ملت پاله ، پر هیواد مین ريښتونی ازاد او خپلواک جمهور رئيس   سردار محمد داود خان په شهادت ورسو او حکومت ئ د  روسی پر لاس تربیه شوی د کمونزم د مدرسی  وفادار او د اسلام څخه مونکرو کمونستانو لاس ته ورغی او هغه وه  چې خپل بادار ته ئې د یر غل دعوت ورکړ او هغو چې د کمونزم تجاوز ته  ئې د خپلۍ مور (هیواد) پر نفس ته هر کلی وه ویله خپل بادارته  ئې د صداقت اظهاروکړ او د ګران هیواد همیشن بدبختی ئې له  دغه تاریخ څخه پیل کړه.

او  هم هسی په نوم حکومت د خپلی فکری غلام بی واکه بی دینه او جاهل چارواکی حکومت په ګدی د یو سمبول په شکل  کيښنول چاچې د خپل بادار   په غوښتنه په مظلومو افغانانو هر رنګه ظلمونه او نا خوالی تر سره کړی.

دا چې الله ج ظالم ته صبر نه کوی او ډېر ژر ورته په دنیا کې غذاب ورکوی نو هغه وه چې دغه  په ظلم او سیستم ولاړ د کمونزم نظام ئې چپه او د دغې پوچې او بی معنی مفکری لرونکی ظالمان ئې د خپل ظلم په انجام ورسول چې يو په بل ئ داسی شروع وکړه لکه ماران چې بیرته ماران خوری او د ډاکتر نجیب د ژوند پایله خو د چا د سترګو لری نه ده چې دا هر څه د هغوی د ظلم انجام وه.

نو الله ج مه کړه زمونږ هیواد ولا هم د داسې چاپر لاسونو تر بیه او ټرینینګ نه شی چې هم ئې صحت هم ئې ټولنه، هم ئې دین، او هم ئې دینا او اخیرت ورته له منځه یوسی او ده خپل ملت او الله ج سره ئې په دښمني مبتلا کړی او  دنیا او اخیرت ورته له منځه يوسی او  بیا تر ینه سرټکوی او د خپلو ګټو پر ځای به د بل چا د ګټو دفاع کوی، د خپل دین پر ځای  به د بل دین ته کار کوی.

د خپل اسلامی قانون د قران  او سنت پر ځای به  غربی او طاغوتی قانون ( ډیمکراسی او سیکولرزم) څخه دفاع کوی.

. د حل لار ئ څه ده باید افغانان څه وکړی تر څو یو ثابت خپلواک، او اسلامی افغانستان منځ ته راوړی؟

۱: د وضعی قانون ټولی هغه مادي چې په مستقیم او یا غیرمستقم ډول د اسلام سره په ټکر کې دی او د غربی ډیمکراسی ترجمانی کوی لری کړی شی.

۲: که د افغان بچو ټریننګ او تربیه یا د امریکایانو په لاس وشی او یا بیا د هغو کمونستانو په لاس وشی څوک چې مخکی د روسی د کمونزم په مفکوره خړوبیدلی وه او اوس ئ په څنګ کې د امریکا د سیکولریزم(ډیمکراسی) عقیده هم خپله کړی وی نو افغانان دې پوهه شی چې د افغانانو خپل بچي به بیا د اسلام او هیواد دښمنان جوړیږی او افغانان به یوزل بیا د خپلو بچو څخه پریاد او سروټکوی، او د هغی کړی جهاد او قربانیانو ثمره به نه یوازی په صفر کې ضرب شی بلکی د منفی لایتناهی لوری او سمت به خپل کړی.

نو غوره به داوی چې په تعلمی مراکزو او اکیډمیانو کې د تدریس او ټریننګ دپاره هغه شخصیتونه وړاندی شی چې د هیواد د مینی او محبت ترڅنګ په اسلامی اخلاقو سمبال او د اسلام څخه پوره واقف او اسلامی ارزښتونه خپلی جامعی ته انعکاس کړی.

۳؛ افغانان باید د هغه چا په لاس کې خپله رهبری ورنه کړی څوک چې د هیواد څخه بیرون په یو غیری اسلامی هیواد کې اوسیږی او د هغی هیواد غیری سلامی مفکورو او آئیډیالوجی ښکار شوی وی.

۴: څرنګه چې په افغانستان کې غیری اسلامی حوکمتی نظام او یا نیمه اسلامی حکومتی نظام او سیسټم هیڅ بقاء نه لری بلکی یو غیری ثابت، ناقرار،  درواغجن، او د همیش د پاره پر نورورو متکی حکومتتونه او رژیمونه رامنځ ته کوی چې د دغه رنګ حکومتونو څخه دفاع او ثابت ساتنه هیڅ امکان نه لری، افغانان څه چې د نړۍ هیڅ قوت ئ دفاع نه شی کوی ځکه دغه رنګه حکومتو نو څخه دفاع د الله ج په مقابل کې د جنګ اعلان دی او د الله ج په مقابل کې هیڅ طاغوت د ټینګی نه دی، نو ځکه د دغه رنګ حکومتو نو څخه دفاع د دنیاء او اخیرت د تاوان، نقص، زیان او شرم څخه بغیر نور هیڅ لاس ته راوړنه او فائیده نه لری.

نو باید  داسی یو حکومتی سیسټم او نظام برابر شی چې هم ئ په وصولو او پالیسی او هم ئ په عمل کې اسلامی وی او د اسلامی وصولو او مقرراتو او حدودو سره باید په هیڅ نقطه کې نه مستقیم او نه غیرمستقیم ټکر و نه لری.

۵؛ افغانان باید د ازادی ورځ تر هغی و نه لمانځی تر څو چې یو خارجی عسکر هم په افغانستان کې موجود او حضور ولری، څوک چې د ازادی په مقصد او معنی پو هیږی، او زمونږ په هیواد کې د خارجیانو د واک، دبدبی، غرور، او احساسات پرتله کړی نو بیا پوهیږی چې تش په نوم د ازادی پر ورځ د ازادی لمانځل څورمره بی وزنه، څومره بی معنی، او څومره غلونکی، او څومره د حقارت عمل دی چې زمونږ افغانان ئ ترسره کوی.

۶؛ د ریښتونی خپلواکی، او ازادی د روح اخیستنی او احساس پربناء باید ټول راغلی، خارجی اشغالګر عساکیر او مشاویرین له افغانستان څخه ووزی.

۷؛ اسلامی ممالک باید د افغانستان سره د سپورټ او تقوی ژمنی وکړی او خپلو ژمنو او وعدو ته د عمل جامه ورواغوندی.

۸: د اسلامی ورورګلوی د پیاوړتیا او د اسلامی خواخوږی پر بناء باید د اسلامی ممالکو ترمنځ د ریښتونی یوالی مفکری ریښی خپری او خپلو وګړو ته انعکاس کړی.

۹؛ په افغانستان کې د داخلی مشکیل حل له پاره باید اسلامی ممالک  منځګړتوب وکړی او د افغانانو ترمنځ د روغی جوړی د پاره په قران او سنت فیصله وکړی نه چې د جانکیری په شانت دوه مخی شیطانان د مسلمانانو ترمنځ د فیصلو قاضیان او مفتیان جوړ شی د چاچې وظیفه د مسلمانانو ترمنځ نفاق اچول او د اور لمبوته ټیله کول دی، د دغه رنګ منافق صفته خلکو لاسونه باید لنډ او هیڅ ارزښت باید ور نه کړی شی الله ج په قرانکریم کی مسلمانانو ته امر کوی سورت الحجرات، ایاة شمیره ۱۰   ؛  “إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ “﴿۱۰﴾

ژباړه؛ بیشکه موءمنان خلق (دیوبل) ورونه دی، پس صلح کوی د خپلو دوه ورونو ترمنځ او وویریږی دالله نه چې پرتاسی رحم وکړی شی.

دلته الله ج مومنانو ته امرکوی چې د مسلمانانو ترمنځ فیصله کونکی جوړشی نه چې یهود او نصاری خپل قاضیان جوړ کړو.

او که مو دغه بحران ته د حل لار او د پای ټکی نه کیښوده، نو بیا دغه لاندی ساده فرمول او قاعده په یاد ولری چې جنت او جهنم په کې واضحه معلومیږی هغه داچې څوک چې په دغی دنیاء کې د چا په صفونو کې ولاړوی انشاالله د قیامت په ورځ به هم د هغوی په صفونو کې اوسی، او  دغه  جنګ به تر هغی اوږد او وغزیږی ترڅو مهدی علیه السلام راښکارشی تر او  حقیقی مسلمانان یو طرف ته او د هغوی په مقابل کې دجال او دجالی لښکر بل لوری ته ولاړ وی.

مونږ نه د روسی غلامان یو او نه د امریکا غلامان یو بلکه مونږ د الله ج  پر ځمکه د الله ج غلامان یو ، نه د روسی کمونزم منو او نه د امریکا سیکولرزم او ډیمکراسی منو، مونږ د الله ج پر ځمکه د الله قانون چې عبارت د قران او سنت څخه دی غواړو او تر هغه به د دغې له پاره مبارزه کو تر څو خپل هدف ته ورسېږو چې دغه هدف یا د قران او سنت شرعی نظام راوستل دی او یا د الله ج په لار کې د قران او سنت د نفاذ لپاره شهادت دی

ما د رسول الله ص په دغه حدیث شریف عمل وکړ، نور نو د ټولو مسلمانانو دغه وظیفه او دنده ده چې د مسلمانانو د نجات او د اسلام د غلبی او کامیابی لاري ولټوی

عن أبي سعيد الخدري قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : من رأى منكم منكرا فليغيره بيده ، فإن لم يستطع فبلسانه ، فإن لم يستطع فبقلبه ، وذلك أضعف الإيمان . رواه مسلم

وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

مهم معلومات وو خو ډير ناوخته ، پر باندې واجب وو چې حس او پوهيدو وروسته مسلمانان ورباندې خبر کړی وای

Habib

خیر يوسې فضل الرحمن وروره. مونږږږ ته? دې امید راکړ چې افغانان که په هر ځای کې وی د خپل دین او وطن سره مينه لري.

عبدالرافع مېلمه

نو فضل رحمن! ته اوس هم د یهودو لاس او سترګي يي، که دي اوس توبه ایستلي. ته اوس هم د کفارو ځین کړی آس يي که یا… که موږ افغانان له دي امریکایانو سره ملګری نه واي نو دوي به ډیر خوار ذلیل او شرمنده وو خو افسوس….. د مدیني منافقینو تر اوسنو منافقینو یوڅه شرف درلود،، هغو که د رسول الله ص غیبت کاوو، خلګ یی له جنګ څخه منع کول خپله خو يي د کفارو په صفونو کي سلاح نه وه اخیستې، خپله خو يي کفارو ته لارښوونه نه کوله،، لاکن افسوس اوس همداسي نه ده منافقین… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x