طالبانو ولي څلور اړخیزه مذاکرات تحریم کړل؟!

عبدالرحيم (ثاقب) څېړونکي او د سیاسي چارو شناند

لیکوال

عبدالرحیم (ثاقب)

لیکوال او سیاسي شنونکی

د مارچ د میاشتې په پنځمې نیټې طالبانو د یوې رسمې اعلامیې په صادرولو سره د امریکا په دستور دائریدونکو څلور اړخیزه غونډوکې له خپل ګډون څخه انکار وکړ.
د طالبانو دغه اقدام چې په واقعیت کې د هغوی د قوي او خپلواک موقف ښکارندويه دی د امریکا سخته غوصه را وپاروله او سمدستي یې د هغې په غبرګون کې د بهرنیو چارو له وزارت نه اعلامیه خبره کړه او په هغه کې یې طالبانو ته خبر داری ورکړ چې هغوی دي یا د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي او یادي د امریکايي او افغان ځواکونو مقابلې ته ځان چمتو کړي.

ولي څلور اړخیزه مذاکرت؟

امریکایان او د دوی تر جنګي ایتلاف لاندې راغلي د ۴۸ هیوادونو پوځیان له ۱۴ کلنې ناکامې زور آزمويي وروسته بالآخره دې قناعت ته ورسیدل چې نور یې په افغانستان کې پوځي شتون بي نتیجې دى ، هماغه و چې د دې قناعت په اساس یې له افغانستان څخه د پرشاتګ استراتیژي غوره او تیرکال د امریکایانو په شمول بهرنیو ځواکونو په رسمي ډول خپل پوځي فعالیت متوقف او ډیری پوځیان يې له افغانستانه بیرته وایستل.

خو د ۲۰۱۵ په مُني کې چې کله د هیواد په شمال او جنوب لویدیځ کې د دولتي ځواکونو پرخلاف د طالبانو عملیاتو زور واخیست او د کندوز ولایت په شمول يي مهمې سیمې ونیولې ، امریکایانو او ځیني ایتلافیانو یې د خپل رسمي اعلان کړي دریځ برخلاف بیرته پوځي عملیاتو ته مخه او له طالبانو څخه یې د کندوز د بیرته نیولو لپاره عملا پوځي عملیات پیل کړل چې په یاد ښار کې د بي سرحده ډاکترانو د روغتون بمبارول او په هغه کې د لسګونو طبي پرسونلو او ناروغانو وژل یې یوه بیلګه ده.

د دې ترڅنګ امریکایانو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ګډوډلو لپاره یو لړ تخریبي حرکات پیل کړل ، او هغه په دې ډول چې جنرال دوستم یې د ولسمشر د لومړي مرستیال په حیث وهڅاوه چې په فاریاب او ځینو نورو شمالي ولایتونو کې د طالبانو د ځپلو په پلمه د هغه ځاي محلي پښتنو پرخلاف پوځي عملیات پیل کړي ،امریکایان پوهیږي چې په افغانستان په تیره شمالي سیموکې د پښتنو او د هغه ځای د نورو اوسیدونکو ترمنځ قومي حساسیت خپل اوج ته رسیدلی او د هریوه په عادي اقدام سره د بل پر خلاف ډیر ژر د جګړې او فتنې اور شعله ورکیدای شي ، هماغه و چې جنرال دوستم د یوه عادي قومي جګړه مار په حیث نه ؛ بلکې د ولسمشر د لومړي مرستیال په حیث د فاریاب د پښتنو پرخلاف د دفاع وزارت د جنګي تجهیزاتو او وسائلو په مټ د الماس په نوم عملیات پیل کړل چې له امله يي ۳۰۰۰ پښتنې کورنۍ د فاریاب ولایت د قیصار، المار او پښتون کوټ ولسوالیو څخه کډه کولو ته اړیستل شولې، چې دا ټول جریان هماغه مهال په ولسي جرګه کې ځینو پښتنو استازیو تائید کړي او له رسنیو سره یې په خپل غږ کې ورباندې مرکې هم کړې.

همداراز امریکایانو د مخالفینو په لیکو کې هم یولړ داسې تحرکات پیل کړل چې د افغانستان د امنیتي بحران په زیاتیدو کې له دوئ سره مرسته وکړي ، امريكايانو په غیر مستقیم ډول د ننګرهار په سرحدي سیمو او جنوب لویدیځ فراه ولایت کې د داعش په نوم یو شمیر وسله وال را پیداکړل چې له طالبانو سره ښکیل او له دې لارې د طالبانو پوځي ځواک کمزوری كړي ، هماغه و چې د فراه او ننګرهار په سرحدي سیموکې عملا دا نو پیدا ځواکونه له طالبانو سره درګیر شول چې له امله یې دواړو لوریو ته د سراو مال درانه تلفات وواښتل ، په فراه کې طالبان ژر وتوانیدل پرهغوی غالب اما د ننګرهارولایت په سرحدي ولسوالۍ (اچین) کې لا تراوسه هم د جانبینو ترمنځ نښتې کیږي.

پر دې علاوه د طالبانو له مرکزي بدنې څخه د یو شمیر طالبانو د جلا کولو او بیا د هغوي په مقابل کې د جنګولو هڅې هم د امریکایانو او په هغوی پوري تړلیو استخباراتي حلقاتو په مټ ترسره چې دا ټول په مجموع کې د افغانستان د دائیمي بي ثباتي او جګړې اوږد ولو لپاره اساسي اقدامات دي.
خو کله چې طالبانو د امریکایانو د دغو ټولو پوځي او استخباراتي هڅو او فعالیتونو په مقابل کې مقاومت وکړ او سره له دې چې هغوی په څو جبهوکې په پوځي لحاظ ښکیل ول مګر بیايي هم په پوځي ډګر کې د امریکایانو او د هغوی د تحت الحمايه حکومت پرخلاف خپل پوځي عملیات په موفقانه ډول جاري وساتل او په دې برخه کې یې ډیرې پوځي بریاوې هم تر لاسه کړي.

امریکایان چې کله په دې برخه کې له خپلو هلو ځلو مایوسه شول نو یې د سولې په نوم پخواني پیل کړې لوبه په بل نامه ګرمه او دا ځل یې په دې لوبه کې چین، پاکستان او کابل هم پر ځینو نورو مصلحتونو سر بیره د دې لپاره له ځان سره ملګري کړل چې که سبا هغه ناکامه کیږي د فضیحت مسؤلیت به يي یواځي امریکایانو ته نه ؛ بلکې نورو شریکانو ته هم متوجه وي.

د دې سازشي سناریو لومړني صحنه یې د ۲۰۱۶ کال د جنوري د میاشتې په ۱۱ په اسلام اباد کې جوړه کړه ، او نورې دری صحنې یې یو په بل پسي په کابل او اسلام اباد کې په ډیر لنډ زماني واټن کې تر سره کړې چې وروستۍ یې د طالبانو لخوا د رسمي اعلامیې په صادرولوسره ځواب کړای شوه.

طالبانو ولي څلور اړخیزه مذاکرات تحریم کړل؟!

طالبانو ځکه یاد مذاکرات تحریم کړل چې هغوی پوهیدل چې امريكايانو دا مذاکرات په هیواد کې د سولې د تحکیم په نیت نه ؛ بلکې د یوې ابزاري وسیلې په توګه د مقاومت (طالبانو) د کمزوري کولو په غرض پیل کړي.

امریکایان په داسې حال کې چې یوه لورته یې سیاسي استازي په څلور اړخیزه غونډو کې په سیاسي خبرو لګیاول په عین وخت كې پوځي جنرالانو د جګړې لپاره جنګي احضارات نیول ، هغوی د جګړې د تقویې لپاره عملا د کابل حکومت ته نور جنګي وسائل او تجهیزات ورکول ، پر دې سربیره طالبان پوهیدل چې امریکایان غواړي طالبان هم په یو ډول نه یو ډول د افغانستان په بي ثباتي کې ښکیل کړي او هغه په دې ډول چې له یوې خوا هغوی د سولې په نوم مذاکراتو کې ورګډ کړي او له بلې خوا د خپلو نویو راپیدا کړیو جنګي ډلې (داعش) په وسیله په هیواد کې د جګړې اوربل وساتي ، او هغه باور چې ولس یې په طالبانو باندې د سولې د ټینګښت په لاره کې لري له منځه یوسي .

هماغه و چې طالبان هم له پیله لا د امریکایانو پر دغه شوم نیت پوه او هغوي ته یې خپل رسمي موقف د یوې اعلامیې په ترڅ کې داسې اعلان کړ:

((اسلامي امارت لکه څرنګه چي یې د پګواش په کانفرانس کې وضاحت کړی اوس یو ځل بیا هم هغه دریځ تکراروي، او وایې چې تر څو د افغانستان اشغال پای ته نه وي رسیدلی، تور لستونه نه وي ختم شوي او مظلوم بندیان نه وي ازاد شوي، بي مفهومه او تیر ایستونکي مذا کرات به هیڅ نتیجه هم ور نه کړي.))

پر دې سربیره امریکایانو غوښتل له څلور اړخیزه مذاکراتو څخه لاندې اهداف تر لاسه کړي:

الف: د طالبانو د ویشلو په غرض په هغوي کې د نویو ډلو راپیداکول او بیا د همدې مذاکراتو له لارې هغوي ته رسمیت ورکول؛ ځکه په یادو غونډو کې به په لومړي قدم کې د طالبانو له مرکزي هستې او وروسته له نورو انشعابي ډلو سره خبرې تر سره کیدلې

ب: افغانانو او نړۍ ته دا ذهنیت ورکول چې طالبان یو ملي افغاني ځواک نه بلکي د پاکستاني استخباراتو په لاس راپیداشوي اجنټان دی چې جګړه اوسوله يي د هغوی په واک کې دی.

ج: دا تبلیغاتول چې په افغانستان کې د امریکایانو په مقابل کې روان مقاومت ولسي مقاومت نه ؛ بلکي د منطقوي استخباراتو په لمسون پیل شوی اغتشاش دی چې د هغه ګرمول او سړول ټول د هغوي په واک کې دي .

د: د امریکایانو په شتون کې په طالبانو باندې د کابل رژیم په رسمیت پیژندل او له هغوی سره مخامخ خبرې کول.

له څلور اړخیزه مذاكراتو څخه د پاکستان موخې

په اسلام اباد کې د څلور اړخیزو ناستو تر څلورمې غونډې وروسته د پاکستان امنیتي سلاکار ښاغلی سرتاج عزیز د واشنګټن د بهرنیو اړیکو شوری په څېړنیز انستیتیوت کې د مارچ په لومړۍ نېټه وویل چې مونږ کولای شوای د خپل غیر مستقیم اثر له لاري طالبان له کابل حکومت سره خبرو کولو ته اماده کړو .
ښاغلي عزیز دا څرګندونې په څلور اړخیزه مذاکراتو کې د خپل رول د مهم ښودلو او امریکایانو د تیر ایستلو په خاطر وکړې ، هغه پوهیده چې امریکایان تر بل هروخت زیات اوس په مشکل کې راګیر او له هغه څخه د وتو لاره لټوي.

پاکستان چې په ۱۹۸۸ کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو پرمهال د افغانستان د جهاد امتیاز تر لاسه کړی اوس بیا غواړي له فرصت نه په استفادې سره عين امتیاز تر لاسه کړي.

حقیقت خبره دا ده هغه مهال هم پاکستان ته د افغانستان د جهاد امتیاز د امریکایانو په موافقه ورکړل شو او اوس هم ، ځکه هغه وخت هم د ژنیوا د پریکړې څلور اړخونه (مسكو، واشنګټن ، کابل ، اسلام اباد) په دې نه ول معترف چې شورویانو په افغانستان کې د ولسي مقاومت او جهاد له برکته ماتې خوړلې ، اوس هم امریکایان دا کوښښ کوي چې دا ذهنیت نړيوالو ته ورکړي چې په افغانستان کې روان مقاومت افغاني ولسي مقاومت نه ؛ بلکي د پاکستان او نورو ګاونډیانو په تحریک پیل شوی اغتشاش دی چې د څلور اړخیزه مذاکراتو د خبرو له لارې به د پاکستان په وساطت سره هغه ته د پای ټکی کیښودل شي.

په څلور اړخیزه مذاکراتو کې د چین رول

په څلور اړخیزه مذاکراتو کې د چین رول تر ډیره د پاکستاني موقف د تقویې په خاطر و، خپله چینايي چارواکو نه ورسره ډیره دلچسپې لرله او نه يي هم په موثریت قائل ول.

همدا لامل و چې د هرې غونډې تر پایته رسیدو وروسته به د هغې په اړه د نورو دریو اړخونو رسمي دریځ ښکاره خو د چین هغه به ګونګ پاتي و.

امریکایانو هم د دې مذاکراتو د مهم ښودلو په غرض د پاکستان د رضایت لپاره د چین موجودیت منلی و ؛ کنه په دا ډول مذاکراتو کې تر چین د افغانستان د نورو ګاونډیانو رول ډیر مهم و چې باید هغوی ورکې دخیل وای، خو دا چې اصلا یاد مذاکرات د امریکايي مصالحو د تحقق په اساس ایجاد شوی ول نو فقط هغو لوریو ته ګډون ورکړل شوی و چې امریکایانو یې شتون ضروري ګاڼه.

ایا پاکستان ریښتیا هم پر طالبانو اثر لري؟

لکه د پاکستان د امنیتي چارو سلاکار چې ویلي چې هغوی په غیر مستقیم ډول پر طالبانو اثر لري ریښتیاهم چې هغوی پر طالبانو دا غیر مستقیم اثر لري او هغه په دې ډول چې تر اوسه پوري په میلینونو افغانان په پاکستان کې د مهاجرینو په توګه میشت او د دغو افغانانو د میشتیدنې موده خپله د ملي یووالي حکومت په موافقه تمدید شوې، د ځیني طالبانو کورنۍ او د هغوي بعضي مشران هم د دغو افغانانو له جملې هالته میشت دي ، د هغوی فامیلونه د خپل ژوند په ورځنیو اړتیاوو کې له هغو سهولیتونو څخه استفاده کوي چې نورعادي افغانان او د پاکستان ولس تري استفاده كوي.

د هغوی اولادونه لکه د نورو مهاجرو افغانانو اولادونه په پاکستاني تعلیمي ادارو او مدارسو کې تعلیم کوي ، ناروغان يي لکه د نورو مهاجرو افغانانو په څیر په پاکستاني روغتونونو کې معالجه کیږي او …. دا یو ښکاره واقعیت دی چې هیڅ انکار نشي تري کیدلای.

او دا خبره د نن خبره نه ؛ بلکې له کله چې پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل شوي او پاکستان ته د افغانانو د مهاجرت لړۍ پیل شوې دا وضعیت دوام لري، او په پاکستان کې د افغان مهاجرینو بي شمیره کیمپونه د دې خبرې ښکاره ثبوت دی .

خو داسې اثر چې پاکستان دي د افغانستان په داخل کې د طالبانو د مقاومت پرجبهه او د هغوی پرسیاسي مواقفو اغیز ولري هیڅ کله نشته ، او د طالبانو وروستۍ اعلامیې دا حقیقت هرچاته په ډاګه کړ.

د تیر ۲۰۱۵ کال د جولای په ۷ چې ځیني طالبان د پاکستان په منځګړیتوب د مري په غونډه کې د کابل حکومت له استازیو سره کینول شول ، هغه هم د طالبانو د قیادت په خوښه او دستور نه بلکې د پاکستانیانو د ترهیب او ترغیب په نتیجه کې کینول شول چې په یاده ناسته کې د هغوی نظرونه او پریکړې هم یواځې په هماغه کسانو پوري تړلې شخصي پریکړې وي نه د طالبانو د قیادت له ادرسه صادرې کړای شوې فیصلې.

ځکه خو د یادې غونډې نه راتلونکې مرحلې ترسره شوې او نه هم په هغې کې د ګډونکوونکو لوریو کړي پریکړې عملي شوې.

ښايي پاکستان داځل هم د امریکایانو د فشار له وجې د طالبانو په خلاف د تهدید او ترغیب سیاست وکاروي خو بیا به یې هم پایله هغه وي کومه چې د مري له غونډې وروسته ټولو ولیدله.

پاکستان د تیرو ۱۵ کلونو په جریان کې په طالبانو باندې د تهدید او ترهیب سیاست کارولی چې په پاکستاني جیلونو کې د مرحوم ملاعبیدالله اخوند وفات او د ملا عبدالغني برادر اسارت يي ژوندۍ بیلګې دي ، خو له دې سره سره نه د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې د طالبانو په مقاومت کې کمزوري راغلې او نه یې هم د قیادت په مواقفو کې بدلون .

نتیجه:

د امریکا په دستور څلور اړخیزه مذاکرات په داسې حال کې تر سره کیږي چې په افغانستان کې د هغوی په خلاف د مقاومت جبهه (طالبان) تر بل هروخت ځواکمن شوی.

په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان د کابل حکومت څلورلکه کسیز اردو ، په هغوی پوري تړلی اربکیان اونور پوځي تشکیلات ټول د امریکايي ولسمشر بارک اوباما په اعتراف د طالبانو له منځه وړلو څخه ناتوانه دي.

طالبان سره له دې چې د خپل تأسیسي مشر تر وفات وروسته د یولړ داخلي اختلافاتو ښکار شوي ، بیاهم په موفقانه توګه هم د بهرنیو ځواکونو ، هم د هغوی د تحت الحمایه رژیم او هم په ختیځ کې د داعش په نوم د راپیداکړل شویو وسله والو په خلاف خپل مقاومت ته دوام ورکوي او په دې مقاومت کې ملموسې لاسته راوړنې لري.

امریکایان چې په پوځي لحاظ یې د مقاومت په ځپلو کې ټول تاکتیکونه ناکاره او استراتیژۍ ناکامه شوې غواړي په سیاسي او دیپلوماتیک لحاظ طالبان د سولې او مذاکراتو په پلمه راګیر او کمزوري کړي.

خو طالبان چې اوس د پوځي مقاومت ترڅنګ د سیاسي مقاومت په هنر او فن کې هم ښه ماهر شوي امریکایانو ته یې په سیاسي ډګر کې هم داسې ګوزار ورکړ چې دوئ یې هیڅ توقع نه لرله .

وبه لیدل شي چې امریکایان د افغانستان په قضیه کې د طالبانو له دغه سیاسي ګوزار څخه د خپل تر پښولاندې شوي حیثیت د اعادې او د خپل ځان د ژغورنې لپاره څومره عبرت اخلي؟

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته در جنگ صلیبی اسلام آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین/طالبان که شاگردان حقیقی محمد صلی الله علیه وسلم هستند پیروز شدند و هم مقاله بسیار عالمانه نوشته شده تنها بجای (د کابل حکومت) ؟ باید اداره دست نشانده غلام بچه هاي اجیر (ع، غ) صلیبی نوشته شود حکومت یعنی کسی که حکم کند آیا اشرف غنی (غبی یعنی بی عقل)که غلام بچه صلیبی می باشد حکم نموده می تواند!؟ الله سبحانه تعالی بما مسلمان های با ایمان وعده پیروزی را در قران کریم داده و در سورة النور میقرمائید ( وَعَدَ اللَّـهُ الَّذِينَ آمَنُوا… نور لوستل »