افغانستان

طالبان: پر قرارګاه باندي برید کي ۲۰ تنه بهرنیان وژل شوي، او اکمالاتي چورلکه مو رانسکوره کړې

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي تیره ورځ ماښام د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي د امریکایانو یوه څرخکه الوتکه د طالبانو په ډزو ولګېده، او په هوا کې اور واخست، او راوغورځېده.

نومړي ویلي چي پيښه په دقیقه د سنګین ولسوالۍ اړوند د چرخکیانو مانده د تعمیراتو په سیمه کي را منځته شوه، چي له کبله یې ټول سپاره کسان وژل شوي.

باید وویل شي چي په یاده ولسوالۍ کې بهرنیانو او افغان ځواکونو د تیري یوې اونۍ راهیسي د طالبانو په ضد د (عقاد سي وهشت) په نامه پراخ عملیات پيل کړي.

بل خوا نن ورځ د ماپښين په ۴ بجو د همدې ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د بهرنیانو پر یوه قرارګاه باندي د موټربم په واسطه لوی برید تر سره شوی چي له کبله یې د طالبانو د خبر پر اساس ۲۰ تنه یرغلګر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

خبر زیاتوي چي د چاودني له کبله د د قرار ګاه ډیره حصه تخریب شوې، او بهرنیانو ته زیات مالي زیانونه اوښتي.

همداراز طالبانو د سنګین په ولسوالۍ کی نن ورځ یوه پوسته فتحه کړې، او په پوسته کې دننه درې تنه پولیس مړه او یو شمېر یی نور ټپيان کړي دي.
طالبان ادعا کوي چي په دغه پوسته کي یی یو شمېر وسله هم غنیمت کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x