
ډاکټر عبدالله د دوستم پر ځای د ولسمشر لومړی مرستيال ټاکل کيږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): امريکايي سناتورانو ولسمشرۍ ماڼۍ سره په ګډه په نوې طرحه کار پيل کړی، چې له مخې به يې اجراييه رييس ډاکټر عبدالله د ولسمشر لومړی مرستيال وټاکل شي او اجراييه رياست به لغوه شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايي، چې د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم به د درې ګونو امنيتي قواوو «ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت» د اعلی قوماندان په توګه وټاکل شي او تر څنګ به يې د مارشالي رتبه هم ورکړل شي.
سرچينه زياتوي، چې د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځګړيتوب د ګډ حکومت د توافق وخت پوره کېدونکی دی، امريکا د افغانستان له اوسني ترنيګلي حالته اندېښمنه ده او غواړي، چې د هېواد اداري چارو کې بدلون راشي.
د سرچينې په وينا که جنرال دوستم د امريکا او حکومت جوړه شوې طرحه ونه مني، نو دوی په پام کې لري، چې د ولسمشر مرستيالان د دوو پر ځای درې کړي.
ويل کيږي، چې جنرال دوستم ته دغه طرحه وړاندې شوې، مګر تر اوسه پرې نهايي پرېکړه نه ده شوې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينه وايي، چې د دوستم پلويان له دې پرېکړې خوښ نه دي او دا ګام د ولسمشر لومړي مرستيال پر خلاف «دسيسه» بولي.
امريکايي سناتوران اندېښمن دي، چې د اجراييه رياست په اړه له راتلونکې لويې جرګې وروسته به د افغانستان حالات نور هم ترينګلي شي، ډاکټر عبدالله به له سختو ننګونو سره مخ شي او د هېواد امنيتي وضعيت به نور هم خراب شي.
ويل کيږي، چې د لويې جرګې د جوړېدو پر مهال به د حکومتي اپوزيسيون ډلې د حکومت ړنګولو هڅه وکړي او د لنډمهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه به وکړي.
د اجراييه رياست پوست له منځه وړو او پر ځای يې ډاکتر عبدالله د ولسمشر لومړي مرستيال د ټاکل کېدو خبر په داسې حال کې راځي، چې تېره اوونۍ د امريکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله سره په ګډ ويډيو کنفرانس کې پر اجراييه رييس غږ کړی و، چې اشرف غني د هېواد ټاکل شوی ولسمشر دی او بايد د کارونو پر وړاندې يې خنډ نه شي او د خپل کار حد وپېژني.
تېره ورځ هندي رسنيو هم د خپل ډيپلوماتانو له قوله ليکلي و، چې د افغانستان اداري او امنيتي حالات بې باوري دي او کېدای شي په لنډ وخت کې د عبدالله او غني ترمنځ شخړې زياتې شي.
د سياسي چارو شنونکي وايي، که امريکا او حکومت دا پرېکړه وکړي، نو دا به د اساسي قانون بل نقض وي او د دې ګام د بريا چانس هم نه ويني.
د امریکایانو دغه د اقدام که چیری عملی شی، تر یو حده د هیواد د بی ثباتی مخه نیولی شی،
دا خبر دی او که د سیاسی حالاتو څیړنه او ارزونه ؟ که خبر وی یعنی همدا د امریکایانو پلان او تصمیم وی ، زه ورته ډیر خوشاله یم ، همدا د اوسنی غلامی فاسدی او ناوړه اداری کشت او مات دی کشکی همداسی وشی ، د غریب سړی کور همداسی نیمګړتیاوی لری کله یی کټ او کله یی پزی نه وی ، کله یی کور او کله یی کورودانه نه وی . دوی مجبور دی څه بدلون رامنځته کړی اوسنی حالت داسی جوړ شوی لکه عبدالله جه غنی او غنی عبدالله له مرۍ نیولی د دوی دواړه د هر… نور لوستل »