
د امریکا له ټاکنو وروسته په ملي یوالي حکومت کې بنسټیز بدلونونه
ذبیح الله خورشیدی
واشکنټن ته د ولسمشر غني او عبدالله سفر پرمهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري چې دملي یوالي حکومت بې منزله ډبره یې ایښې، ولسمشر غني سره ګډ خبري کنفرانس کې چې عبداله هم حاضر و، وویل غني اړ نه و څو حکومت وویشي، خو د دې لپاره چې د هېواد وضیعت یې بحراني نه شي دې کار ته یې زړه ښه کړ.
د دې خبرو په اورېدو عبدالله کابل ته په رارسېدو سره سم په یوه غونډه کې وویل چې اجرایه پوسټ خیراتي نه ده او دا یې د هوکړې پربنسټ له غني اخیستی او هېڅوک نه شي کولای چې په دې تړاو دی له دې دندې ګوښه کړي.
له دې سره په دې ورستیو کې د امریکا ولسمشر اوباما د ویډویي کنفرانس له لارې عبدالله عبدالله ته ځینې سپارښتنې کړې چې پژواک خبري اژانس خپرې کړي.
په سپارښتونو کې اوباما عبدالله ته ویلي، چې د ولسمشر په کارونو کې لاس وهنې بندې کړي او له داسې څرګندونو لاس پرسر شي چې هغه د سولې بهیر ته زیان اړوي.
دغه راز اوباما ورته ویلي، چې غني د افغانستان قانوني ولسمشر دی او ځانه ته صلاحیتونه او واکونه لري.
اوس د عبدالله عبدالله له تازه خبرو چې په دې ورستیو کې یې په غونډو کې کړي د پخوا په پرتله څو برابره راټیټ شوی او ډېر ځله د غني په څرګندونو تکیه کوي.
د عبدالله عبدالله او غني ترمنځ هوکړه لیک چې پر اساس یې دوی حکومت جوړ کړی یوازې څو میاشتتې پاتې دي چې وخت یې پای ته ورسیږي.
حکومت په دې بریالی نه شو د اساسي قانون لویه جرګه را وغواړي څو د اجرایه ریاست برخلیک معلوم کړي د دې هوکړې غځول هم سیاست والو ته د منلو وړ نه ده حراست او ثبات شورا یې ممانعت کړی او د حکومت اپوزیسون خو لا د سره حکومت مني نه.
امریکایان چې اوس مهال په خپلو ولسمشریزو ټاکنو بوخت دي، خو حالات په افغانستان کې له نږدې څاري او په دې پوه دي چې د افغانستان خلک د امریکا نا خوښ دي او نور دا نه شي زغملای چې دوه سری حکومت ومني.
په ارګ او اجرایه ریاست کې ګونګوسې شته چې عبدالله عبدالله به د ولسمشر غني لومړی مرستیال او جنرال دوستم به د دفاع وزیر ترڅنګ د مارشالۍ رتبې ته ترفیع کوي او په ځینو ولایتونو به یې قانع کړي.
د ولسمشر ځانګړی سلاکار احمدضیاء مسعود به هم په دې بدلونو کې بدلون کوي ویل کېږي د ولسمشر غني سره یې اړیکې ښې نه دي او ان د ګوښه کېدو پرېکړه یې شوې نو ځکه په دې اخرو کې مسعود شمال ته سفرونه وکړل او خلکو ته یې د وسلو د پورته کېدو غږ وکړ څو په غني فشار راشي او دی له دندې ګوښه نه کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو وروستی اعلان هم بې څه نه وه او د دې بدلونو په تړاو ښکاره ثبوت دی چې د ملي یوالي حکومت به بدلون کوي.
مونږ په حکومت کې د مثبتو بدلونو خلاف نه یو خو که دا بدلونونه شکلي وي بیا به هم په سیاسي بحران کې ښکیل پاتې شوو.
ولسمشر غني باید نور مونږ سیاسي انزوا کې ورګډ نه کړي هرکار او هره پرېکړه چې کېږي باید قوانین او د خلکو حقوق په نظر کې ونیول شي.