
يمن: د متحده عربي اماراتو جنګي الوتکه ورکه شوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت اعلان کړی، چې په يمن کې د دوی يوه جنګي الوتکه ورکه شوې او تر اوسه يې درک نه دی لګېدلی.
د الوتکې د ورکېدو خبر د دوبۍ رسمي تلويزون خپور کړی، مګر په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.
متحده عربي امارات د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف کې د ۲۰۱۵م راهيسې په يمن کې د حوثي ياغيانو پر ضد بمبارۍ کوي. او دا لومړی ځل دی، چې دداسي یو پيښي سره مخ کیږي.
تېر کال په ډيسمبر کې هم د يمن جګړې کې شريکه د بحرين جنګي الوتکه د تخنيکي ستونزې له کبله د سعودي عربستان په خاوره کې نسکوره شوې وه.
۲۰۱۵م راهيسې، چې د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د حوثي ملیشو پر خلاف بمبارۍ او ځمکنۍ جګړه پيل شوې، د ځینو شمېرنو له مخي تر اوسه په کې له شپږ زرو زيات کسان وژل شوي دي.