دفاع وزارت د شپنیو عملیاتو پر زیاتېدو ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت د ناستو په تالار کې د امنیتي ځواکونو د کمزورویو او د طالبانو د پرلپسې جګړو او پرمختګونو اړوند سیمنار کې د دې وزارت مسوولینو د شپنیو عملیاتو پر ډېرښت ټینګار کړی دی.

په داسي حال کې چې لا له وړاندي افغانان د امریکايي ځواکونو د شپنیو عملیاتو او چاپو څخه په تنګ راغلي او د زیاتو ولسي وګړو د مرګ ژوبلي او بې حرمتۍ سبب ګرځېدلي، د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري وویل چې په دې سیمینار کې پرېکړه وشوه چې د طالبانو په خلاف په هر حال او هر چیري عملیات وشی.
د یادوني وړ ده چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په وخت کې د بهرنیو او افغان ځواکونو له لوري پر شپنیو عملیاتو بندیز لګېدلی وو، خو د اشرف غني د راتګ سره سم دا لړۍ یو ځل بیا پیل شوه.

د دفاع وزارت په سیمینار کې د هلمند په شمول ځینو نورو ولایتونو او سیمو کې د طالبانو اوږدې جګړې خطرناکې بللې او علت يې د ا ښودلی چې د اردو عسکر يې پر وړاندې کمزوري دي.

د دفاع وزارت سرپرست وزیر معصوم ستانکزي ټينګار وکړ چې امنیتي ځواکونه د هېواد، خلکو او د پولو د ساتنې مسوولیت لري، هغه وويل چې په هره برخه کې مهمه نه ده چې تاسې ته له لوړو مقاماتو امر در کړل شي، چېرته مو چې د قانون پر وړاندې مخالفت لیده مبارزه يې وکړئ.

معصوم ستانکزي ونه ویل چې د پکتکا په برمل، ننګرهار په ګواشته، کندهار په معروف او د پکتیا په ځینو سیمو کې د پاکستاني پوځیانو د مخته راتګ په اړه باید پوځ څه وکړي، خو ویې ويل چې د مخالفینو د ځپلو لپاره باید پر شپنیو عملیاتو ټینګار وشي.

ستانکزی په داسې حال کې د طالبانو پر پرمختګ او د امنیتي ځواکونو پر بې وسۍ اعتراف کوي، چې څو ورځې وړاندې د ناټو عمومي قومندان او د افغان عسکر روزونکي جان کمپل هم د دوی له مرستې پرته افغان امنیتي ځواکونه بې وسه وبلل.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا غلامان باداران لری څه چه ورته غلامان وایی هغه به وایی او هغه به کوی او هغه اردو هم ورته هماغو بادارانو زمونږ د مظلوم اولس د وژلو د باره جوړه کړی ، پاکستان د اشغلګرو ( انګریزانو او امریکایانو ) پرونی غلام یعنی لوی سپی ته جوړ شوی او دغه غلامان لا اوس هم کوکریان دی ، کوکریان د لویو سپو سره کله چنګ کولای شی ددوی جنګ نه یواځی غپی زده کړی او چیغی وهی ، بله خبره دا چه باداران نه غواړی چه خپل غلامان کوکریان د خپلو غلامانو سپو سره په جنګ واچوی اول دغه… نور لوستل »

SHAAN
میلمه
SHAAN

بیانزیه ډیر ####### انسان یی
لکه #### غوندی ###### وایی
تاسی د پاکستان ###### یاست یعنی د مینزی مینزه یاست
تاسی دلته عام خلک قتلوی او په ############## لعنت دی پر تاسو شی او ستاسو په بادارانو

SHAAN
میلمه
SHAAN

د نن ټکی آسیا محترم چلوونکو څخه ګیله د بیانزی په نو م یو شخص چی همیش ټول ملت ته توهین اوبی ادبی کوی د هغه لیکنه چی ټوله د مزخرفاتو څخه ډکه وی بیدون د کوم سانسور څخه نشروی مګر دهغه د بی ادبی په ځواب کی زما لیکنه بیا سانسوره وی اول دا حق نلری چی د چا لیکنه سانسور کړی بیا که کوی یی نو باید ټولو سره یو شان چلند وشی کنه اعتبار به مو خراب شی ——— که تاسو د ادب په چوکاټ کې تبصره وکړئ او د اشخاصو له توهین او کنځلو ډډه وکړئ… نور لوستل »

SHAAN
میلمه
SHAAN

دادب خبره چی وی نو د بیانزی تبصره خو ټوله د بی ادبی او توهین نه ډکه وه نو ولی مو بی له سانسوره هغه نشر کړه

احمد شاه
میلمه
احمد شاه

اسلام عليكم اول خو بيانزي صاحب نه گيله نشته د هغه خو ياداشت كار نكوي پرون يي چي سه گلان كرلي نن ورته بيا اوبه نه وركوي او شانداره ته هم لگ پام كوه كله كله د دا يو تير خامي كي وي او سه اتي پوتي مو راخيستي سم دليل ورسره وه وايه چي مونگ وه وايو چي شاندار يا بيانزي په حقه ول نادان چي زان عاقل كري نادانان بيا عاقيلان كري بيانزيان چي زان دانا كري شانان به نادانا كري نه پوهيگي په سه يو هم داوي دواره د دانا كري