نظــر

په کونړ او وردګو کي ملکي وژني

دکونړولایت دماڼوګي ولسوالۍ څخه په تازه ترلاسه شووراپورونوکي ویل شوي چي : یوځل بیادیرغلګروځواکونودبې پیلوټه الوتکي په  حمله کي درې تنه  ولسي وګړي شهیدان شوي اوشپږتنه  چي دوې پکي میرمني دي ژوبل شوي دي  .دکونړوالي فضل الله وحیدي  وایې چي بریدپریوکورشوی او قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي ،نوموړي داهم وایې چي دبرید په  سیمه کي مخالفین نه وو  .

دکونړدیادي شوي پیښي څخه دوې ورځي مخکي (دجون پر۴مه )دمیدان وردګ ولایت کي په سلهاووولسي وګړودامریکایې یرغلګروپرضد لاریون کي دکاب ل- کندهارلاردترافیکوپرمخ وتړله ،خلګووورسته له هغه په مظاهره لاس پوري کړچي په نرخ ولسوالۍ کي یې دیرغلګروداډې څخه ۸۰۰متره لیري  دهغواووه لسوتنوملکي هیوادوالوله جملې چي دغوځواکونونیولي ووددروژوندي پاته  کسانومړي هم وموندل   .

لاریون کونکودولسي وګړودوژنکوامریکایې عسکرودورسپارلویامحاکمې غوښتنه کوله ،خلګوخپلي سوله ییزي غوښتني تکرارولې چي ناڅاپه دافغان  اردوپه ډزوکي  دوه تنه مظاهره کونکي شهیدان اودرې ژوبل شول چي له امله  یې مظاهره په تاوتریخوالي واوښته .

دمیدان وردګودوالي ویاندعطاءالله خوږیاڼي ددغودروکسانودوژني دتائیدترڅنګ ویلي  چي خلګوپه دې وروستیوکي دلته دشپږونوروولسي کسانومړي چي نیوواکګرومخکي بندیان کړي ووهم  پیداکړي دي .

ویل کیږي چي دنرخ په ځینوسیموکي خلګو په هغوځایونوکي چي یرغلګرڅه وخت پکي  میشت شوي اوسیدلي ، دخپلوورکوشوواوزنداني شووعزیزانو دجسدونودموندني په موخه کیندني پیل کړي دي ،ددې اوه لسوکسانودجسدونودموندني څخه وروسته هغه کورنۍچي  غړي اوخپل خپلوان یې یرغلګرونیولي ډیرناقراره شوي دي ځکه  دوی هم فکرکوي چي خدای مکړه  دکورنۍ زنداني شوي غړي به یې  دلته یاهلته وژل شوي وي .

په دې وروستیوکي دهیوادپه ګڼوسیموکي یرغلګروورته وحشیانه کړني ترسره کړي دي ،مخکي به ددوی له لوري یوازي په بمبارکي ملکي خلګوته دسراومال زیان اوښت  ،وروسته بیادهیوادله ډیروسیموداسي راپورونه خپریدل  چي یرغلګرځواکونه دشپنیوعملیاتوپه چاپوکي خلګ له خپلوکورونوڅخه راباسي اوبیایې دکورومخ ته یالږلیري په شهادت رسوي .

په ډیرتاسف سره اوس بیادادی  همدې ځواکونویوبل ډول وحشت اوجنایت ته لاس اچولی دی  ،دمیدان وردګ د نرخ ،چک ،سیداباداو…..څخه علاوه د لوګر،پکتیا،غزني ،کندهار،هلمند،کونړ،ارزګان  ،فراه ،بادغیس ،کندوزاو….ولایتونوپه مختلفوسیموکي لیدل شوي  چي یرغلګروولسي خلګ نیولي  اوبیایې په انفرادي اوډله ییزه توګه په ډیروحشت شهیدان کړي  دي ،حتی په ځینوسیموکي خویې ملکي نیول شوي کسان په چړواوبرچوپه وهلووهلوکي شهیدان کړي   اودبدن غړي یې ځني  پرې کړي  وي .

چیري دي هغه په سلهاوودبشردحقونومدافع!! ټولني اودښځو،وړواوزړودحقونوساتندویان !! چي په افغانستان کي یې دډیموکراسۍ دعملبردارانوپربربریت اوجنایت سترګي پټي کړي دي او یوازي پرهغه څه شخوندوهي چي همدامتمدن وحشیان یې ورته په ګوته کوي .

خدای بخښلي علامه رشادپه (دتودووینوحمام افغانستان شو)کي لسیزه وړاندي  دامریکایې نیواکګرودمکر،تزویر،اووحشتونوهمداډول وړاندوینه کړې وه لکه اوس چي یې موږعیني شاهدان یو:

داعجبه دبشربشردوستي ده

دادوستي دبشرنه ده، شردوستي ده

ازادي دبیان فکر،عقیدې

دي پرمخ دسیاسي ګټوپردې

سیاسي ډیموکراسۍ ترهغوښې دي

چي دڅوامپریالیستوښې پکښې دي

مریتوب دامپریالیزم لیبرالیزم دی

خپلواکي کې ځیني غوښته تروریزم دی

اوروي بشردوستان پرافغان ټکي

زموږمېرې په شهیدانوسولې ډکي

دلته حق دهرضعیف غریب پایمال دی

دلته نن دهرکمزوري بدحال دی

داچي وایې زورورترهرڅه حق دی

زوروروایې :داڅه مهمل سبق دی

رښتیاداده زوردی حق پوه سئ ښاغلو

پس له دې مستې پوکئ شیدوداغلو

دلته هرچیري دغم کیسې خپرې دي

په ښیراوودمظلوموستړي خولې دي

کونډي ژاړي ،بوري ژاړي ،وراري ژاړي

داناورین پرامریکاله خدایه غواړي

راسئ وګورئ بدحال دافغانانو

داهجوم دافتواوبلاګانو

دبشردکرامت حامیان څه سول ؟

دوړو،زړودحق حافظان څه سول ؟

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x