امریکايي قومندان د جګړې د پای په دود د ایساف بیرغ رانغاړي

ملي شورا: امريکا غواړي په افغانستان کې خپله ناکامي پټه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د امريکايي سیاسیونو او پوځي مشرانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ملي شورا ويلي چې د ګډ حکومت په کمزوري ښودلو سره امریکایان د خپلې ماتې د پټولو هڅه کوي.

څو ورځې وړاندې د بهرنیانو پخواني عمومي قومندان جان کمپل ويلي و، چې د افغان عسکرو روحيه خورا ضعیفه شوې ده.

هغه ويلي و چې که حالات همداسې دوام وکړي نو روان میلادي کال به د دوی لپاره خونړی او د طالبانو په ګټه وي.

تر هغه وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو هم افغان حکومت سقوط ته نږدې بللی و.

ملي شورا وايي چې امریکايي پوځي مشران په دې توګه غواړي په افغانستان کې خپله ناکامي پټه او د دوی په لاس جوړه شوې افغان اداره ناکامه معرفي کړي.

په شورا کې پر دې اندېښنه وښودل شوه چې امریکا یو ځل بیا د هغو سیاسي طرحو د پلي کېدو فکر لري، چې پخواني حکومت کې يې پلي نه کړای شوې.

دوی وايي چې اوسنی نظام هم د امریکا د غلطو پالیسیو زوکړه ده، خو امریکا غواړي لا هم خپله ناکامي پټه کړي.

ياده دې وي موجوده حکومت چې امريکايي مشران يې پر ناکامۍ یوه خوله دي، د امریکا په سفارت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له لوري رامنځته شوی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د