افغانستان

نعمت الله غفاري د ولسي جرګې دویم مرستیال شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې د « امتیازي » کال له پیل سره سم د اداري هيئت لپاره پنځه ورځې پرلپسې ټاکنې وشوې، چې په پایله کې يې ظاهر قدیر لومړی مرستیال او نعمت الله غفاري دویم مرستیال وټاکل شو.

نعمت الله غفاري چې د هلمند د خلکو استازی دی، نن د ولسي جرګې له لوري د دې جرګې د دویم مرستیال په توګه وټاکل شو.

د ولسي جرګې په پنځو ورځنیو ټاکنو کې د دې جرګې منشي عبدالروف انعامي او د منشي مرستیال عرفان الله عرفان وټاکل شو.

ياده دې وي ولسي جرګې ته سږنی کال له امریکا سره د امنیتی تړون په بدل کې په «امتیازي» شکل ورکړل شوی دی.

د دې تړون د لاسلیکېدو پر مهال د تړون مخالفو وکیلانو ښکاره وویل چې امریکا ژمنه کړې چې که تړون ورسره تایید کړي د دوی کاري دوره به یو کال نوره هم وغځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x