شعـــــرونه

غزل: محمود شهيم

محمود شهيم

د خلقت په کرشمو کې رانه ورکه
د ښکلا په منظرو کې رانه ورکه

ورکه، ورکه آیېنو کې رانه ورکه
یه د زړه په پرهرو کې رانه ورکه

څنګه ښه دې راته ووی چې ستا درد یم
څنګه ښه شوې په دردو کې رانه ورکه

دا دی ماهم څنګل ماته کړه ویده شوم
ته به هم راشې خوبو کې؟ رانه ورکه!

میکده کې مې پیدا نه کړې غمیه
لټوم دې په تسپو کې رانه ورکه

د یو چا په یاد پرېوتې مې له سترګو
یوه اوښکه په لېمو کې رانه ورکه

د رنځور، رنځور شهیم رنځوره مینه
د غزل په قافیو کې رانه ورکه

محمود. شهیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x