
تږی يم اوبه اوبه! جواد
عبدالمجيد جواد
تږی یم ! اوبه اوبه
راکړه لږ د غره اوبه
ستا خواږه مې ولیده
ځکه مې شوه خوله اوبه
زهر په خنجر پورې
ونیوه باڼه اوبه
بیا ې پر مخ خط راغئ
بیا ې شو رانجه اوبه
موم وم زه له مخکې نه
تا کړم پسې ښه اوبه
غرق دې عشق کې تل پورې
زه کاڼی او ته اوبه
ته ې څه پروا لرې
زما دې کړی زړه اوبه
خاورې جواد تا پسې
ویلي شو اوبه اوبه