شعـــــرونه

غزل: محمد صادق صديقي

محمد صادق صديقي

دتاریخ دننګ صفحه یې خراسانه
دغیرت هسکه شمله یې خراسانه

دامام قتیبه صاحب په قول
دخدای غشی اولېنده یې خراسانه

دهرعصر فرعونیان دی لاهوکړی
دقلزوم تونده څپه یې خراسانه

کوم غاصب چی ستاحریم کې قدم ایښی
ورته اور ورته لمبه یې خراسانه

هرمیوند دې دفرنګ په وینو رنګ ده
دسرو وینوفواره یې خراسانه

ته مقتل دهر سر زوری اوجابر یې
هرظالم ته هدیره یې خراسانه

تا رودلی له سیدو سره ایمان ده
مسلمانه پرګنه یې خراسانه

ته ټاټوبی دغویوروشازلمویې
دویاړونوفلسفه ېې خراسانه

شكرشکر زه صادق په همدې ویاړم
چی مې ته کور اوحجره یې خراسانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x