افغانستان

امريکا د افغان ښځو د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره د موبایل سافټویر جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د متحده ایالاتو د بین مللي پرمختيايي ادارې مسوولین وايي چې له دې وروسته به افغان مېرمنې په لارو ـ کوڅو، دولتي او ښوونیزو ادارو کې له جنسي ځورونې سره نه مخ کېږي.

دې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی ګڼې افغان مېرمنې د « پروموټ » په نوم په یوه پروګرام کې روزلې، خو دریو تنو يې د داسې سافټوير طرحه وړاندې کړې چې افغان ښځې به له جنسي ځورونې ساتي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا سافټویر چې په موبایلونو کې به ترې ګټه اخیستل کېږي، د دې وړتیا به ولري چې د جنسي ځورونې پر مهال نېغ د ښځې اړوند خپلوانو ته خبر ورکړي.

د « پروموټ » په نوم په جوړ شوي سیمنار کې فاطمې شفايي او الینا نیکو د « حریم » په نوم او فرښتې حبیبزۍ د « امن ټولنه» په نوم سافټویرونو جوړ کړي، چې د امریکایی پرمختيايي ادارې په مرسته همدا درې مېرمنې یو بل سافټویر جوړوي.

ویل کېږی چې پر دې سافټویر به ټول ټال ۴۴۰۰ امریکايي ډالره لګښت راشي، چې د « پروموټ» د مسوول جمشید هاشمي په وینا د ښځو د خونديتوب په لاره کې به بې ساری ګام وي.

د مېرمنو د جنسي ځورونې لپاره امريکايي پرمختيايي اداره په داسې حال کې د دې سافټویر د طرحې خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم اعتراف وکړ، چې په دولتي او ښوونیزو ادارو کې جنسي ځورونه یوه عادي چاره بلل کېږي.

ياده دې وي د امریکا له یرغل سره هم مهاله پر بېلابېلو بهانو او شعارونو د افغان مېرمنو د باندې راویستلو لپاره هڅې وشوې، خو د عزت د خوندیتوب لپاره يې د اخلاقي او اسلامي اصولو پر ځای د موبایل سافټویر ته پناه ور وړل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ویره ده چې داسې سافت ویر نه وي چې د هغوی خونديتوب او مصوونیت له منځه یوسي او ټول پټ او کورني معلومات یې له دې شیطاني او استخباراتي کړیو سره شریک نه کړي.

مومنې خویندې دې ډیرې محتاطې اوسي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x