Georgianـsoldiers

د نوزاد په پروني سرښندونکي برید کي 16 ګرجستاني عسکرو ته مرګ ژوبله رسیدلې

نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د پروني مازیګر سرښندونکي برید اوه تنه ګرجستاني عسکر وژلي دي، او نهه تنه یی نور ټپيان کړي دي.

دا سرښندونکی برید تیره ورځ په یادي ولسوالۍ کي د ایساف پر یوې فوځي قرارګاه د موټر بم په واسطه د طالبانو له خوا تر سره شو.

تیره ورځ طالبانو د برید وروسته خبر ورکړ چي د قرارګاه اکثره حصه په چاودنه کي تخریب شوې، چي له کبله یې شل تنه بهرني عسکر مړه او زیات شمېر نور ټپيان شوي، او هم د قرارګاه زیاته حصه تخریب شوې، چي له کبله یې زیات مالي زیان هم رسیدلی.

بل خوا نن ورځ د ایساف ویاند هم د پيښي پخلی وکړ، او وویل چي په چاودنه کي اوه تنه ګرجستاني (جورجي) عسکر وژل شوي، او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چي ګرجستان په افغانستان کي 1570 تنه عسکر لري، چي ټول یی د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کي میشت دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د