طالبان: هرات کې له اربکیانو سره یوازې یوه ورځ جګړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): له څو ورځو راهیسې داسې راپورونه ورکول کېږي چې په هرات کې د طالبانو پخپل منځي شخړو کې ګڼو کسانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې د هرات په شینډنډ کې يې خپل منځي نښته نه دې کړې؛ بلکې له اربکیانو سره يې یوازې یوه ورځ جګړه ترسره کړې ده.

«په شینډنډ کي دسیمې له اربکیانو او اختطافګرو سره یواځې یوه ورځ جګړه وشوه او په هغه لومړۍ ورځ پای ته ورسیده. »

دوی په دې جګړه کې د خپلو دریو ملګرو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپی کېدو منلي او ويلي يې دي چې مقابل لوري ته يې هم درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

«په جګړه کې دښمن ته تلفات واوښتل، ډیری موټر او مهمات ورڅخه ونیول شول او اختطافګر چي دکابل ادارې عسکر او الوتکو یې په جګړه کې ملاتړ کاوه، دکابل ګوډاګی ادارې له چار واکو سره یو ځای شول او دهغوی غیږې ته یې پناه یوړه.»

دوی وايي چې سیمه همدا شېبه د دوی په واک کې ده، خو پر رسنیو يې غږ کړی چې د معلوماتو په خپرولو کې دقت ته پام وکړي.

ياده دې وي دولتي سرچينو خبر ورکړی و، چې د هرات په شینډنډ کې طالبانو پخپل منځي نښته کې درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده، خو د سیمې اوسېدونکي هم وايي چې په جګړه کې هوايي ځواک هم کارېدلی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د