افغانستان

پاکستان ته د چورلکو د پرزو او پوځي توکو د قاچاق مخه ونيول شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): پاکستان ته د پوځي توکو او د چورلکو د پرزو د قاچاق مخه ونيول شوه.

پژواک خبري اژانس د ننګرهار چارواکو له قوله د نوم نه ښودلو په شرط ليکلي، چې امنيتي ځواکونو څو ورځې وړاندې مومندرې ولسوالۍ کې هغه کانټينرونه نيولي، چې پاکستان ته يې پوځي توکي په غلا لېږدول.

سرچينه زياتوي، چې په دغو کانټينرونو کې ګڼ پوځي توکي او د هند لوري افغانستان ته د ورکړل شوو چورلکو پرزې وې، چې د امنيتي ځواکونو له لوري يې د قاچاق مخه ونيول شوه.

راپورونه وايي، چې نيول شوي پوځي توکي د ننګرهار ګمرک رياست چارواکو له نيولو ورووسته ملي امنيت ته سپارلي او له هغه ځايه کابل ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو سره په خپلو خبرو کې منلې، چې امنيتي ځواکونو يو شمېر نيول شوي توکي کابل ته لېږدولي، مګر په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x