ډاکټر انوارالحق احدي

احدي: دې نامشروع حکومت ته باید د پای ټکی کېښودل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي وايي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله رامنځته کړی حکومت نامشروع دی او په وینا يې باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.

احدي پر افغان حکومت توندي نیوکې په هغو مراسمو کې وکړي چې د دوی له جبهې سره د « حرکت اسلامي ملت افغانستان » ګوند د یو ځای کېدو په مناسبت جوړ شوي و.

د افغانستان نوې ملي جبهه چې د حکومت پر وړاندې د اپوزیسیون په شکل فعالیت کوي، خپل شعار يې سمون او عدالت غوښتل ګرځولي دي.

د دې جبهې مشر یو ځل بیا ټينګار وکړ چې دا دولت هیڅ مشروعیت نه لري، د هغه په خبره هېواد په اقتصادي، امنیتي او سیاسي برخه کې له ناورین سره مخ دی.

نوموړي د دې حالاتو د سمون او حل لارې په توګه په ټينګه وویل چې د دې حکومت لپاره باید د پای ټکې کېښودل شي.

احدي ټينګار وکړ چې له بحرانه د خلاصون یوازینۍ لاره داده چې باید ژر تر ژره ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي.

نوموړي د ټاکنیزو سمونونو پر جریان هم نیوکه وکړه او په وینا يې د ګډ حکومت مشرانو په ټاکنیزو برخو کې داسې اصلاحات نه دي رامنځته کړي چې د درغلیو مخه دې ونیول شي؛ بلکې د خپلو نږدې کسانو او استازیو د بريا لپاره يې لار هواره کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د