نړۍ

ترکي الفيصل: نه؛ ښاغلی اوباما موږ داسې نه يو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر ترکي الفيصل الشرق الاوسط ورځپاڼې ته په خپله ليکل شوې مقاله کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما پر هغو څرګندونو نيوکې کړي، چې سعودي عربستان يې سيمه کې د شخړو او لانجو لامل بللی و.

اوباما ويلي، سره له دې، چې سعودي عربستان موږ سره په نړيوال ايتلاف کې شامل دی، مګر منځني ختيځ کې شخړو او لانجو ته لمن وهي.

امريکا او سعودي عربستان له تېرو څو لسيزو ايتلافي هېوادونه دي، مګر د ايران او امريکا ترمنځ له اتومي تړون وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري زياته شوې ده.

فیصل الشرق الاوسط کې لیکي: «تاسې په سوريې، عراق او يمن کې پر موږ د فرقه‌ييزو شخړو د زياتولو تور لګوئ او تاسې زموږ د اندېښنو سربېره ايران سره اتومي تړون لاسليک کړ، زموږ په زخمونو مو مالګې په داسې حال کې وشيندلې، چې تاسې په خپله ايران د ترهګرۍ ملاتړ هېواد باله.»

ترکي الفيصل په ليکل شوې مقاله کې اوباما ته ويلي، چې د ايران او سعودي عربستان پخواني وختونه بايد په نظر کې ونيسي. «ايا امريکا د سعودي عربستان او متحده ايالاتو اتيا کلنه دوستي د هغه ايران لپاره پرېږدي، چې تر پرونه يې امريکا ستر شيطان باله او همدغه ايران اسلامي او عربي نړۍ کې د سخت دريځو او ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د خپل نفوذ او مالي مرستو په واسطه اسلامي نړۍ کې تاوتريخوالي ته لمن وهي».

وړمه ورځ بارک اوباما اټلانټيک مجلې سره په خپله مرکه کې د اروپايي چارواکو ترڅنګ پر سعودي عربستان هم نيوکې کړې وې، چې تل يې د امريکا بهرنۍ پاليسي څخه په وړيا توګه ګټه پورته کړې او پر سعودي عربستان يې تور لګولی، چې مذهبي همغږۍ ته ژمن نه دی.

امريکايي ولسمشر پر سعودي چارواکو دا نيوکه هم کړې، چې ايران سره په اړيکو جوړولو کې ناغېړي کوي.

د اوباما همدې څرګندونو په غبرګون کې ترکي الفيصل الشرق الاوسط ته په خپلې ليکل شوې مقاله کې بارک اوباما مخاطب کړی، چې «نه، ښاغلی اوباما، موږ داسې نه يو، چې له چا دې وړيا ګټې پورته کړو».

دغه سعودي پېژندل شوي سیاستوال د خپلې مقالې په پای کې ليکلي، موږ هېڅلکه هغه خلک نه يو، چې بل څوک دې د خپلو ګټو لپاره وکاروو، بلکې د سوريې منځلارو پاڅونوالو مرسته کوو، چې خپل ولس د بشارالاسد په څېر «ترهګر» څخه وژغوري، همدا رنګه د يمن په اړه يې ويلي، چې دوی هلته د ولسي مقاومت مرسته او همکاري کوي، پرته له دې، چې له امريکا څه ډول مرسته وغواړي.

د ترکي الفيصل په وينا د امريکا او سعودي عربستان اوږدمهالې دوستي ده او دوی تل دغو اړيکو ته په درنه سترګه کتلي او وخت پر وخت خپلې تېروتنې سموي او دغه اړيکې بايد  د نورو په خوله خړې او يا کمزورې نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

حالات داسی خیی چی ددی منطقی سقوط کیدای شی شروع شی والله اعلم

محمد عبدالله

حالات داسی خیی چی ددی منطقی (اوسنی نظام) سقوط کیدای شی شروع شی والله اعلم

الحاج استاذ بیانزی

د سعودی سلطنتی کورنۍ د کابل او بغداد د اوسنیو غلامو ادارو په شان انګریزانو په پښو درولی یعنی له نیست ( له کمزوریو ) یی شته ( سلطنت ) ته رسولی ، که د نوری اسلامی نړی په مقابل کی بریتونه تاووی ځانو ته میړونه وایی مګر د انګریزانو د پاره تر ذلیلو میرمنو هم ذلیله دی ، دوی چه اوس خپلو روپو او مړښت ته ګوری او بیا د امریکایانو ( انګریزانو استعماری دوستۍ ته ګوری چه تر پرونه یی ورته دایران په مقابل کی ټټر وهلو غم مه کوی مونږ مو د ایران له شیعه ګانو ساتو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x