نظــر

د امریکا متحدین باید دنوزاد له پیښې عبرت واخلي

پرون دپنجشنبې په ماسپښین دهلمند ولایت دنوزاد په ولسوالۍ کې مجاهدینو دبهرنیو عسکرو په یوه لویه قرارګاه باندې دموټر بم په واسطه استشهادي برید ترسره کړ .

په کابل کې دبهرنیو ځواکونو ویاند ومنله چې په دې برید کې ۷ تنه ګرجستاني عسکر وژل شوي او  ۹ تنه نور ټپیان دي ، خو عیني شاهدان چې دخپلو سترګولیدلی حال بیانوي وایي چې دبهرنیو عسکرو تلفات به له دې څو برابره زیات وي .

ځکه په دې ستر برید کې دګرجستاني عسکرو قرارګاه په بشپړډول نړیدلې او له منځه تللې ، دجمعې په ورځ  له سیمې خلکو ویل چې په قرارګاه کې له تیرې ورځې راهیسې  لوډر او نور پلټونکي وسایط لګیا دي ،

دړنګو شویو ودانیو له  منځه  مړه او ټپیان راباسي ، دطالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دبرید کې  ۲۰ تنه بهرني عسکر وژل شوي ،او ګڼ ټانګونه او وسایط یې سوزیدلي  خو دعیني شهیدانو په باور څرنګه چې قرارګاه بشپړه له خاورو سره  برابره شوې ، او تراوسه  پکې پلټونکي عملیات پای ته نه دي رسیدلي نوځکه امکان لري ، چې دمړو شمیر څو برابره زیات شي .

دنوزاد  برید په نږدې ورځو کې په هلمند کې په خارجیانو ترټولو کاري برید بلل شوی ، تردې وړاندې دتیرې میلادي میاشتې په ۱۳ نیټه په څنګلوري موسی کلا کې څو تنو فدایي مجاهدینو دګرجستاني عسکرو په قرارګاه فدایي عملیات ترسره کړې وو چې  بهرنیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې وه .

د نوزاد برید له دې امله مهم او معنی دار دی ، چې  دامریکا یا دناټو اتحاددکوم شامل هیواد عسکرو ته نه ، بلکې دامریکایي یرغل دیوه غولیدلي متحد ( ګرجستان ) عسکرو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوړي .

ګرجستان  دپولینډ ، چک او دبالتیک جمهوریتونو غوندې  هغه هیواد دی ، چې له امریکا اوناټو سره دملګرتیا کومه سابقه نلري  ، بلکې که ووایو دا هیواد له امریکا او ناټو سره هیڅ مشترکات نلري ، ځکه تر دوو لسیزو پخوا پورې  ګرجستان دناټو دمخالف  وارسا تړون  غړیتوب  درلود ، مګر کله  چې دوارسا تړون له منځه لاړ په ۲۰۰۳ م کال کې دغرب پلوه انقلاب نه وروسته ددې هیواد واکمنو هڅې پیل کړې  ترڅو امریکا او ناټو ته ځان ورنږدې کړي ، دوی فکر کاوو چې  له دې لارې به سیاسي او اقتصادي لاسته راوړنې ولري اومنطقوي دریځ به یې پیاوړی شي .

امریکا او نور لویدیځوال چې دنړۍ له بل هیڅ اولس او هیواد سره  رښتیني ګډون او ملګرتیا نه کوي ، بلکې غواړې هرڅوک یوازې دخپلو ګټو لپاره استعمال کړي ، له ګرجستان سره یې هم همدا لوبه پیل کړه ، دغرب پلوه میخایل ساکاشویلي په واک ته رسیدو امریکا له دې هیواد څخه ټینګ ملاتړ اعلان کړ ، دغه راز داروپایي ټولنې نورو هیوادونو هم دا هیواد خپل ستراتیژیک متحد وباله ، دغه مهال ګرجي غرب زده واکمنو دامریکا په ټونګ  او اعتماد له روسیې سره  ددوو لانجمنو ایالتونو  جنوبي اوستیا او آبخازیا لانجه راپورته کړه ، او په ۲۰۰۸ م کال کې یې په آبخازیا چې لا هم دروسانو تراشغال لاندي ده ، پوځي یرغل وکړ ، خو روسانو ګرجستان ته خورا توند ځواب ورکړ  ، ګرجستان هیله درلوده چې په دې شخړه کې به یې امریکا یا ناټو مرسته وکړي ، مګر لویدیځوالو ګرجستان په دې سخته ورځ یوازې پریښود ، تردې چې ګرجي واکمن مجبور شول دلویې بې عزتۍ په زغملو خپل پوځونه بیرته پرشا کړي ، له خپلې دعوا تیرشي او خپل شکست ومني .

ویل کیږي چې دغربیانو لخوا له ګرجستان سره دې چلبازۍ  دغربیانو په اړه دګرجستان دعامو خلکو فکر په بل مخ واړاوو ، تردې چې تردې پيښې وړاندې  ۷۰  فیصده ګرجستانیان له غرب سره دپیوستون او ملګرتیا  پلویان وو ، مګر  وروسته  احصایو وښوده چې یوازې  ۱۱  فیصده ګرجستانیان له امریکا اونورو غربیانو سره ستراتیژیکي ملګرتیا غواړي  ، ځکه عام خلک پوه شول ، چې غربیان له ګرجستان سره رښتیني متقابله ملګرتیا نه غواړي ، بلکې یوازې غواړي دغه هیواد دخپلو منافعو او نړیوالو سیالیو لپاره  استعمال کړي .

که څه هم دګرجستان عام وګړي دامریکا او ناټو په منافقت پوه شول ، خو ددې هیواد غرب زده واکمن لا هم په دې هیله دي ، چې غرب ته په لکۍ وهلو  به شاید دناټو یا اروپایي ټولنې رښتینی غړیتوب ترلاسه کړی شي .

دهمدې امتیاز  د پیش شرط  په توګه ناټو له ګرجستان څخه وغوښتل چې افغانستان ته خپل سرتیري ولیږي  ، ګرجستان هم په پوره بیباکۍ څوکاله وړاندې خپل عسکر دافغانستان هلمند ولایت ته راولیږل ، په دې لړ کې دحیرانۍ ځای داوو چې ګرجستان تیرکال داسې مهال خپل ۷۵۰  نور سرتیري افغانستان ته راواستول ، چې غربي پوځونه عملا له دې هیواد څخه په تیښته وو ، دګرجستان عسکر دهلمند په شمال کې  د موسی کلا ، سنګین او نوزاد ولسوالیو ته ولیږل شول ، او دهغو قرراګاوو واک یې په لاس کې واخیست چې برتانوي عسکرو تخلیه کولې  دا هغه سیمې دي چې په تیرو کلونو کې امریکایي او برتانوي عسکرو خورا سخت تلفات په کې لیدلي دي ، او په وروستیو کې دهرکله په نسبت دمحاصرې کړۍ ورباندې تنګه شوې او بریدونه هم ورباندې توند شوي ، په دې وخت کې انګریزان پوهیدل چې که په دې سیمو کې پاته شي ښایي تلفات یې نور هم زیات شي ، نوځکه یې له دې سیمو وتل پیل کړل ، او په ځای یې دقربانۍ  پسونه  ګرجستانیان پريښودل .

 څو ورځې وړاندې دهلمند دموسی کلا یوه  مجاهد راته وویل چې  اوس په دې ولسوالۍ کې یو برتانوی عسکر هم نشته بلکې زیاتره ګرجستانیان او لږ شمیر امریکایان په دې ولسوالۍ کې پاته دي .

ده ویل چې امریکایان او برتانویان  له ګرجي عسکرو نه داسې کار اخلي ، لکه له کرایي اربکیانو نه ، همیشه خطرناک ځای دوی ته سپاري ، په داسې حال کې چې ګرجیان له سیمې سره نابلده دي ، او دجګړې روحیه او انګیزه  نلري امریکایان یې مجبوروي چې په خطرناکو سیمو کې عملیات وکړي ، مګر داچې امکانات او تجربه یې ډیره کمه ده نوځکه سخت تلفات ورته رسیږي .

په تیره میاشت کې دموسی کلا په لنډي ناوې او همدا اوس دنوزاد په انګرک کاریز کې  دګرجي عسکرو په قرارګاوو سترو بریدونو او درنو تلفاتو وښوده ، چې د ګرجستان غرب زده واکمن  د امریکا او ناټو مینې په سخت ازمویښت کې اچولي دي ، او کیدای شي  داانډیوالي په ډیره درنه بیه ورته پریوزي .

دا دلویدیځوالو عادت دی ، چې له خپلو باندینیو متحدینو سره له منافقت نه ډک چلند کوي ، هغوی یوازې استخداموي او په مقابل کې هیڅ هم نه ورکوي ، دپخواني استعمار په مهال هم انګریزانو په افغانستان کې په سختو کې  دبنګال  ، هند او نورو هغو هیوادونو عسکر جنګول چې دوی خپل متحدین یا مستعمرات بلل ، اوس هم چې غربیان تښتي ، نو دخپلې جګړې پیټی دګرجستان غوندې دهغو هیوادونو  په اوږو وغورځوي ، چې دغرب په دروغجنه ملګرتیا خطا شوي او فکر کوي چې په دې قربانۍ سره به دغرب په درګاه قبول شي .

مګر تاریخ ښودلې چې دختیځو ملتونو دا ډول تجربې همیشه ناکامه ختلې ، دترکیې پخوانیو واکمنو هڅه کوله چې له خپل ماضي او منطقې سره خپل تړون وشلوي ، او دغرب په رنګ له ځان رنګولو سره له اروپا سره پیوستون وکړي  ، مګر له هرډول  یواړخیزو هڅو او تنزلاتو سره سره په دې ونه توانیدل چې داروپایي ټولنې غړیتوب یا دناټو رښتیني ملګرتیاترلاسه کړي ، له همدې امله خو وروسته ددې هیواد په اړه وویل شول ، چې په ختیځ کې یې خپل مقام بایلود ، او په لویدیځ کې هم  څه په لاس ورنغلل ، له همدې امله خو وروسته دترکیې واکمن بیرته دې ته متوجه شول ، چې دسیمې له هیوادونو سره خپل تړاو له سره راژوندی کړي .

په دې وروستیو کې دحامدکرزي په مشرۍ داوسني حکومت واکمنو هم هڅې پیل کړي ، چې ځان داوږدې مودې لپاره له غرب سره وتړي ، خو دوی باید دګرجستان غوندې د ناټو دناسکه متحدینو انجام ته فکر کوي ، چې په دې ملګرتیا کې به له  ذلت ، تلفاتو او منطقوي پردیتوب پرته بل هیڅ هم په لاس ورنشي .

د نوزاد پيښې په ټوله کې دناټو او امریکا متحدینو ته وښوده ، چې دې هیواد ته راتګ به ورته خورا په درنه بیه پریوزي او په مقابل کې به  هیڅ هم ترلاسه نه کړي ، دګرجستان واکمنو باید له دې پیښو عبرت اخیستی وي او په خپل هغه پریکړه له سره غور وکړي چې وایي له  ۲۰۱۴ م کال وروسته  به هم په افغانستا ن کې عسکر پریږدي ، دوی باید پوه شي ، چې په دې هیواد کې میشتیدل یې یوازې تلفات او سرګرداني زیاتولی شي ، دغه راز دې ته یې هم باید پام وي ، چې دیوه هیواد ( امریکا ) درضایت حاصلولو لپاره  دبل هیواد ( افغانستان ) له اولس سره دښمني او دخاورې اشغالول تاریخي غلطي او له اخلاقي نګاه دشرم وړ کار دی ، چې ګرجستان او دناټو نور  ګوډاګیان باید دغه تاریخي عار په غاړه وانخلي .  

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x