
د رسنیو جنګ
لیکونکی: فصیح الله عزیز باسولی
په اوسني وخت کې چې مونږ له کومو رسنیو سره لاس او ګریوان یو، پیغمبر اکرم (صلی الله علیه وسلم) د دې وخت په هکله یو حدیث فرمایلي او هغه بالکل د همدې وخت مصداق دی، د حدیث مفهوم دی چې د دجال د راتګ څخه څو کاله وړاندې به د چل او فریب کلونه وي.
رسنۍ په اساسي توګه یوه دوکه، یو چل او فریب دی، یو دروغ دي کوم چې ځان داسې ښکاره کوي ګویا که مونږ ته هر څه رښتیا وایې او حقایق رابرسیره کوي.
د نړۍ د رسنیو ۹۷٪ برخه د دنیا د درې لویو کمپنیو ملکیت دی او درې واړه کمپنۍ د یهودو کمپنۍ دي، لومړی کمپنۍ چې د دنیا ۳۷٪ رسنۍ په لاس کې لري والټ ډیزني (Walt Disney) ده، کومه چې په اصل کې د یهودو کمپنې ده او ادارې بورډ یې ټول په یهودو مشتمل دی.
دوهمه بیا د روبرټ میډیک کمپنۍ(Robert Medic) ده کومه چې د نړۍ ۴۳٪ فیصده رسنۍ په لاس کې لري، نړیوالې ورځپاڼې، تلویزونونه او نور ټول یې پدې فیصدۍ کې شاملې دي، ټایم ورځپاڼه(Time Newspaper) سي این این تلویزیون (CNN Television)، فاکس تلویزیون Fox Television)) یې څو مثالونه دي.
روبرټ میډیک کمپنۍ په رسنیو کې څلور مهم اهداف لري او تر رسیدو یې ځانګړي پالیسۍ لري، هر یو یې په مختصر شکل لاندې رانقلوو.
۱. په ټوله نړۍ کې موسیقي باید برقي شي، تیزه جوړه شي، ترڅو څوک پرې پوه نشي ځکه که چیرته په آرام سره وي نو خلک به یې په قراره اوري او په اوریدو سره به یې په خلکو کې غصه او قهر نه پیدا کیږي، په سړه سینه به په هغې کې فکر کوي او دا به معلومه وي چې په دي کې څه ویل کیږي او د موسیقۍ د حقیقت څخه به خبریږي چې هیڅ هم پکې نشته او تش چټېیات او لهولعب پکې ویل کیږي، او که چیرته تیزه او د شور سره وي نو اوریدونکو ته به د آرامیدو وخت په لاس نه ورځي او همیش به د ښوځیدا،نڅا او ناراحتۍ په حال کي وي، او دا وخت به په لاس نه ورځي چې په دې موسیقي فکر وکړي ترڅو پوه شي چې څه پکې ویل کیږي.
۲.د روبرټ میډیک دوهم هدف ډیر عجیبه دی هغه دا چې غواړي په خلکو کې د (Conspiracy) نظریه عامه کړې یعنې مطلب دا چې خلکو ته دا ذهنیت ورکړي چې هیڅوک هیڅ هم نشې کولی؛ هر څه چې کوي په دنیا کې هغه لوی طاقتونه لکه امریکا، اسرائیل، غرب او داسي نور یی کوي او بس، کوم چې د الله پاک (ج) ددې آیت سره بلکل په ټکر کې ده چې )تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ( ترجمه: “ته یې چې باد شاهې ورکوي او ته یې چې باد شاهې اخلي او عزت ورکوي چاته چې دې خوښه شي او ذلت ورکوي چاته چې دې خوښه شي او ته یې مُصرف په خپله باد شاهۍ کې او په هر څه قادر یې”.
دوی تر ډیره حده په دي هدف کې کامیاب هم دي، الله تعالی وایې هر څه چې زه وغواړم هغه کوم، عزت او ذلت ورکول هر څه زما په لاس کې دي خو اوس خلک هر څه امریکا، غرب او اسرائیلو ته منسوبوي او وایې چې نه دا هر څه چې کیږي امریکا،غرب او اسرائیل یې کوي، هغه ټول اختیارات چې الله تعالی د ځان لپاره ځانګړي کړي دي خلکو هغه نړیوالو قوتونو ته منسوب کړي دي، مسلمان باید ووایې چې د الله تعالی د خوښې پرته یوه پاڼه هم نشي ښوځیدلی خو متأسفانه چې دا هم د رسنیو اثر دی چې وایې، د امریکا د خوښې خلاف یوه پاڼه نشې ښوځیدلی، لنډه دا چې دوی داسې یو کیفیت پیدا کوي چې اول خو د خلکو په الله تعالی باور ختم شي او بیا یې په خپل ځان هم باور پاتې نشې.
۳. دریم هدف د روبرټ میډیک کمپنۍ دا دی چې د مسلمانانو قدرمن او معزز خلک داسې معرفي کړي چې عام مسلمانان ترې زړه توري شي، د هغوی د شخصیت خلاف داسې پروپاګند وکړي چې احترام یې له مینځه ولاړ شي؛ هدف یې د علماوو او دین پوهانو څخه دی لکه چې وایې چې دا ملایان ډیر عجیب وغریب خلک دي، دا وګورئ د دوی په مدرسو کې څه کیږي، د ماشومانو سره بده رویه او سلوک کوي، یا داسې خبرونه خپاره کړي چې د ږیرې والا د ښځې سره ونیول شو، هدف یې لدې ټولو خبرو دا دی چې دا ډول خلک ټولنې ته مجرمان او ظالمان معرفې کړي تر څو د هغوی اثر او رسوخ په ټولنه او د خلکو تر مینځ کم او بالکل ختم کړي، که مونږ او تاسې خپلې ټولنې ته فکر وکړو د دجالې رسنیو د راتګ څخه وړاندې عسکرو، پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو به د داسې خلکو تالاشې اخیستله او د شک په سترګه به یې ورته کتل چې مغروره مزل به یې کولو، په لاس کې به یې چې بنګړی او په غاړه کې لاکټ پروت وو، لویې څڼې او لوی لوی بریتونه به یې چې پریښودي وو، خو ولې له کله راهیسې چې دجالې رسنیو رشد وکړ او تبلیغات یې شروع کړل نو اوس تالاشې له هغه چا اخستل کیږي چې په سنتو برابره ږیره یې پریښودې وي، پیڅې یې له خنګرو پورته وي، لنډه دا چې په محمدي سنتو برابر وي هماغه خلک تالاشې کیږي، همدا د دجالې رسنیو هدف وو او دی چې خلکو ته یې داسې یو تصور ورکړ چې ګویا هغه اوله ډله خلک چې د سنتو مخالف دي هغه د ټولنې لپاره مضر نه بلکه دا دوهمه ډله چې په محمدي سنتو برابر دي د ټولنې لپاره مضر دي.
۴. د روبرټ میډیک څلورم هدف دا دی چې په ټولنه او د خلکو په مینځ کې فحشاء دومره عامه کړي چې هیڅ فحش کار چا ته فحش ښکاره نه شي او هره فحاشې خلک د ژوند برخه وګڼي، او په دې هدف کې هم تر ډیره حده کامیاب دي، تاسې فکر وکړئ چې آیا په یو عیاش ترین کور کې به یوه انجلۍ په داسې حال کې له حمام څخه راووځې چې د کور ټول اعضاء یې ناست وي او دې ځان ښکاره کړی وي او هغوئیته وښایي چې په فلانکي کریمو یې ځان غوړ کړو او د وجود ویښته یې ټول لرې شول، نه هیڅکله هم نه! خو ولې د تلویزیون د پردې په مخ په اعلاناتو کې دا کار په داسې وخت کې راښکاره کوي چې د کور ټول اعضاء یې په شریکه ګوري، او همداسې نورې په سلګونه او زرګونه طریقې په کار اچوي تر څو خلکو ته دا تصور ورکړي چې دا هیڅ فحش او ناسم کارونه نه دي.
دریمه کمپنۍ د ټیرې ټرنر(Terry turner) ده کومه چې د نړیوالو رسنیو نوره ټوله پاتې برخه په واک کې لري، دا کمپنۍ بیا له داسې پالیسۍ کار اخلې چې د هر مکتب فکر او نظریات تر یو وخته خپروې او ځان داسې ښکاره کوي چې ګویا که بالکل مستقل او آزاد دي ترڅو خلک پرې د ځان طرف ته مایله کړي، خپل کتونکې ډیر کړي او په پوره اعتماد کې یې واخلي، کله چې داسې وکړي نو بیا د خپلو نظریاتو نشرولو ته پښه ورکوي او ټول نشریات بیا د اسلامي فکر او عقیدي سره په ټکر کې خپروي، دا هغه څه دي چې مخکې مو وویل چې د دجال له راتګ څخه څو کلونو دمخه د چل او فریب کلونه دي، او همدا ښکاره چل او دوکه ده چې اول سړی د هغه په خپل نطر راجلب کړي او بیا وروسته ورته نور نور څه وړاندې کوي او په شهدو کې زهر ورکوي.
رسنۍ هغه وسیله ده کوم چې ګټلې جنګونه بایلې،هغه وسیله ده کوم چې ښه خلک بد ثابتولی شي،هغه وسیله ده کوم چې د اوچته خلکو لوړ صلاحیتونه ټيټوي او له غورځیدلو خلکو اوچت خلک جوړوي او ټیټ صلاحیتونه یې ډیر لوړ ښکاره کوي،مسلمانان باید ډير محتاط او د دي ټولو فریبونو او چلونو څخه باخبره واوسي،او خپلو رسنیو فعالولو ته پوره توجه وکړي، داسې نشې کیدای چې د دجال په اسلحه دجال وولې او نه هغه دېته څوک پریږدي، هغه مو صرف همدومره پریږدي ترکومه چې درڅخه د خطر د ورسولو ویره ونلري.
د یو موټې او سرلوړې اسلامي امت په هیله!
لیکوال صاحب السلام وعلیکم ستا دلیکنی پر امتداد به زه نن یو سو خبری وکړم چی دننی دور بنی ادم او بیا مسلمانان ورته متوجه ندی مونږ پوهیږو چی بنی ادم زرهاوو کلونه پدغه زمکه کی اوسیدلی او رنګارنګ قومونه تیر شوی او خه په صحی طور بدون دننی دور داسبابو خپل دژوند تولی چاری په طبعی طور اودخه صحت په درلودلو پر مخ وړلی اما اوس دی دننی ترقی شیانو په نوم لکه برق او نور داسی انسانان ګیر کړی چی بی له دیشیانو منت هم ددنیا کار مخته نه زی حالانکه مونږ باید لږ شاته وګورو چی داشیان… نور لوستل »
بنی ادم بغیر ددغو تکنالوژی په نوم دوکه ورکونکی شی څخه زرګونو کلونه خه په صحی طور دننی دور انسانانو څخه په دیرو شیانو کی برتره ژوند درلود چی په هغه کی دانسان صحت تر ننی انسانانو خه او پیاوړی وو او خوراکونه یی خه وو او قوت کی هم خه ول اما اوس دغه دتکنالوژی په نوم باندی شیان بنی ادمانو څخه لکه فارمی چرګان جوړ کړو او ددوی اولنی ضرورت چی هغه هوا یعنی دتنفس ضرورت چی هر ساه کښ ته تر تولو اولنی ضرورت دهوا وی چی بغیر ددی هوا څخه یوه دقیقه ژوند هم ګران وی… نور لوستل »
دمادیاتو پخاطر پام چی د اسلام یو امر څخه هم په شا نشو او او داسلام دساتلو پخاطر تول مادیات اودخپلو زانونو په شمول قربانی ته تیار وساتو ځکه چی کفار او دکفارو چاپلوسان روشنفکران اوددنیایی ژوند دهوسونو اوخواهشاتو لیونیان او ګمراهان دپرمختګ (شاتګ)پر نوم دعامو بنی ادمانو غولونکی او دبنی ادمانو دخمنان (شیطان او شیطان پرستان او دیوی سترګو وال دجال او دجال پرستان ) دنوع انسانیت سره په دیره مکاری دجفاء اولوی ظلم چی دبابا ادم دوخته بیا تر دا سل دو سله کاله مخکی دداسی خطرناکو رنګارنګو فتنو نذیر یی نه وو لیدل شوی په دغه نږدی… نور لوستل »
اودتولو برحالو حکومتونو څخه زانونه دیر لری وساتی داتول حکومتونه دیوی اداری لاندی دمختلفو شعبو په شکل دهر مملکت لپاره یی خپل خدمات تاکل شوی او هیس حکومت داسلام وفاداری نشی کوی او که متوجه شو نو صرف دخپل یو مشر حکمونه تول په یو شکل منی او هماغه کوی چی دوی ته امر ورکول کیږی اودوی دیو ممثل په شکل صرف هماغه وایی او کوی چی ورته امر ورکول کیږی او دالله څخه دوی نه داریږی بلکی تول دار او ویره او دکامیابی تول یقین یی پر شیطانانو او(ک ف ر)ته باورمند دی نو اولنی دنجات لاره همدا ده… نور لوستل »
دجال چی دهغه باره کی دنوح ع څخه وروسته تولو نبیانو او رسولانو ورکړی دی ددجال تابع به یهود وی یعنی ددجال دیر نږدی ملګری یی یهودان دی یوی بلی خبری ته هم اشاره وکړم چی تمیم داری هغه صحابی وو چی یو واری په سمندر کی طوفان او چپی واخیست او تر میاشتی نامعلوم سفر وروسته یوی جزیری ته ورسیدو او هلته ځنی نا اشنا مخلوقات سره مخ شو لکه الجساسه او بیا دهغه لارخونی مطابق یو زای ته ننوت چی هلته یی دجال سره ملاقات وشو او تر دی مخکی چی تمیم داری سه خبره وکړی دجال خپل… نور لوستل »
ګرانو مسلمانانو زه تاسوته دترقی په نوم ددوکی یو مثال به را واخلم او دننی بی انتها تباهیانو مسول هم چی جهان (ک ف ر) ده لږ مخ رابربند کړم چی دوی زانونوته دیر تعریفونه کوی او زان دانسانیت همدرد او زانونه دبشری حقوقو تیکداران معرفی کوی اود پر تمدنی نړی او روخانی دوری مسولین بولی او زانونه قهرمانان اوکمالیان بولی او یا روشنفکران (Illuminati)دا وایی چی مسلمانان شاته پاتی دی او کفار پر مخ تللی او همدغه کفار خه په سمه لیاره روان دی او همدوی پسی باید هر سوړی ته ننوزو بغیر له دیڅخه چی وګورو ایا دالله… نور لوستل »
خه اوس دوی دبرق اونورو شایانو داختراع کولو افتخارات زان ته منسوبوی او همدا خپله لویه لاسته راوړنه بولی لکه چی اشرفی وایی زه به دتیری یوی پیړی هومره بریخنا تولید کړم او دا افغانان به نور هم لکه خپلی بودی خزی دجال پسی ورکش کړم او بیا په انسانانو خصوصا په خالصو مسلمانانو احسان کونکی ددوی (ک ف ر) ملګری منافقین او ددوی جال کی نختی بعضی ساده دروشنفکری په شعارونو خطا ویستل شوی بنی ادم او بیا مخلصو مسلمانانو ته دوی رنګارنګ دخپل مشر کفر داحسان او شکریه مندی کولو ته مجبوروی او دوی ته وایی چی تاسو… نور لوستل »
دا ا حصایه داکسدنتونو او مرګ ژوبلی صرف دیو کال ده ۲۰۱۰ یعنی هر کال تقریبا ددوی دثبت شوی شمیری له مخی تر یوملیونو دیر وژل کیږی او د ۲۰ بیا تر پنځوسو ملیونو زخمیانیږی او معیوبیږی دهمدی موترو او دننی دور پر تمدن مرکبو په برکت او دا اکثره دهمدی امریک او اروپایی کفری دولتونو کی همدومره انسانان ددوی دجوړ کړل شوی موترونو له وجهی له منځه زی چی دی کی تقریبا د ۱۶ کلونو او ۴۰ کلونو تر منځ ځوانان دی نو اهل فکر دی فکر وکړی چی دا خو هاغه دترقی شی دی چی هیڅ خرابی یی… نور لوستل »
رازی خلکو دلته ددجال دموقیعت باره کی لږ رنا واچوو او داچی بعضی خلک داوبو منځ کی یو جزیره کی د ترینګل برمودا (triangle Bermuda)پرنوم یادوی او بل نوم یی دشیطانی مثلث یا(devil triangle)پرنوم اوغالبا دهمدی جزیری یا مثلث غوندی علامه چی دیوی دالرو نوت شاته او هغه کی هم بیا دیوی سترګی نخان هم همدی خبری ته دقیقا اشاره ده او هلته هیس سمندری بیړی او یا هم هوایی جهازونه خپل اختیار باندی نشی تیریدی او دیر سمندری بیړی او هوایی جهازونه او طیاری دلته ورک شوی او بالکل تر ننه یی بیا پته نده لګیدلی او غیب دی… نور لوستل »
اوس لپاره همدا وایم دجهان ک ف ر څخه او بر حالو بین المللی قوانینو منونکی دولتونو دهمکاری څخه زانونه چورلت وباسی او خالص اسلام باندی عمل وکړو او دقومیت وطنیت اونورو وجوهاتو پر نسبت تعصب مکړی بلکه هاغه انسان تر خپل ورور او پلار دیر ونازوی ولو که مو شخصی هر رنګی دخمنی ورسره وی یا مو دوطن او قوم سړی نه وی چی دالله تعالی درضا لپاره صرف دالله تعالی درضا لپاره دجهان کفر سره جنګیږی او پام چی دجهاد اونورو عباداتو دزان لپاره محصول دنیا کی مه غواړی او خیانت مکړی او تول کارونه مو خاص دالله… نور لوستل »
خه دلته د(new world order)یا (one world order) مطلب یو نړیوال حکومت جوړول یا دتولی دنیا یو نوی حکومت جوړول چی یونظام یوقانون یو اقتصاد یو دین او یو مشر چی دابه دجالو وی اومقربین یی یهودان او دهغه یو لوی پادشاه او دهغه پادشاه نخان دیوی سترګی علامه دمثلث یا تراینګل منځ کی مطلب لند ووایو چی یوی ستر ګو وال دجال چی دجزیری منځ کی ده دتول دننی دور بدلون او متمدنی نړی یا پرمختګ(شاتګ) مسول ده او دهمدی لپاره داتول مدنیان او روشنفکران سیاست مداریان او دروغجنان او تر غوږونو دوب په فساد کاذبان او دمنافقت څخه… نور لوستل »
اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجًا ۜ (1) قَيِّمًا لِّيُنذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِّن لَّدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا (2) مَّاكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا (3) وَيُنذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا (4) مَّا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِآبَائِهِمْ ۚ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ ۚ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا (5) فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَىٰ آثَارِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهَٰذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا (6) إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا (7) وَإِنَّا لَجَاعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيدًا جُرُزًا (8) أَمْ… نور لوستل »