putin 2288082b

پوتین روسي ځواکونو ته د سوریې څخه د وتلو امر کړی دی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ل):  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دوی په سوریه کې خپل اهداف تر لاسه کړي، او خپل ځواکونو ته یې امر کړی چې نور دي له سوریې څخه راووزي.

نوموړي د روسیې د دفاع وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره په ناسته کې ویلي چې سر له سبا څخه به د سوریې څخه د روسي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شي.
پوتین همداراز د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د سوریې لپاره دي د سولي په بهیر کې خپل فعالیت ګړندی کړي.

د کرملین ویاند دیمتري بیسکوف ویلي چې پوتین په دغه اړه د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته هم په تلیفوني تماس کې خبر ورکړی.

په سوریه کې روسي ځواکونو د تېر کال ۲۰۱۵ په سپتمبر میاشت کې خپل علني وجود اعلان کړ او ددوی په اصطلاح د تروریستانو په خلاف یې عملیات پيل کړه.
که څه هم روسیې هغه وخت ویلي وه چې دوی به په سوریه کې د اسلامي دولت ډلي او جبهة النصره په ګډون د نورو جهادي ډلو په خلاف عملیات کوي، خو د سوریې د چارو ماهرینو په وینا د روسیې الوتکو یوازي د بشار الاسد د نظام واکمني غځولو لپاره عملیات کول او کله یې هم په جدي توګه اسلامي دولت ډله نه ده په نښه کړې.

داسي ګمان کیږي چې د روسیې په خلاف د غربي هیوادونو اقتصادي بندیزونو او ورځ تر بلي ددغه هیواد خراب اقتصادي وضعیت بالاخره روسیه دې ته اړیستلې چې د امریکا فشار ته غاړه کښيږدي او بل لوري ته روسیه هم دې پایلي ته رسیدلی چې د سوریې شخړه نور د بمباریو له لاري نه هواریږي.

پوتین ویلي چې بیا به هم یو شمېر ځواکونه د حیمیم او طرطوس په نامه پوځي هوايي اډو کې خوندي ساتي، خو پاته عسکر به د دفاع وزارت د پلان سره سم له سوریې څخه ووزي.

په سوریه کې د روسي ځواکونو د عملیاتو پيل ددغه هیواد د پخواني واکمن بشار الاسد په ګټه تمام سو او د نوموړي موقف تر پخوا ټینګ سو، خو له دې وروسته به څه کیږي، د کتونکو په وینا دا په راتلونکو څو میاشتو کې واضح سي.

د بشار الاسد مخالفین چې په زیات شمېر ډلو ویشل شوي په دې وروستیو کې په ریاض کې یو مذاکراتي متحد ټیم جوړ کړی، تر څو د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د بشار الاسد د رژیم سره د سولي خبري اتري وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د