نظــر

د ترکيي کړکیچ

   د تیرو یوولسو ورځو راهیسې په ترکیه کې د ترکيي د منتخب حکومت په ضد لاریونونه کیږي، په لاریونونو کې د ترکيي سیکولر او نشنلستې ډلې ګډون کوي، د ترکيي د کورنیو چاور وزیر وویل، چې په دې لاریونونو کې تر اوسه د یو امریکايی، فرانسوي، جرمني، ایراني او نورو بهرنیو په شمول اووه تنه نیول شوي دي، چې غوښتل یې لاریونونه په تاوتریخوالي بدل کړي.

   لاریونونه د مۍ په ۲۸ هغه وخت پیل شول، چې د ترکيي حکومت غوښتل د عثماني خلافت یو پخوانی ودانۍ بیا ورغوي، تر څو د عثماني اسلامي خلافت یادګار راتازه کړي؛ خو د اتاترک پیروانو یې مخالفت وکړ او لاریونونه د ترکيی ګڼو ښارونو ته پراخه شول.

    د ترکيي د عدالت او پرمختګ ګوند چې د تیرو دولسو کالو راهیسې یې واک په لاس کې دی، د ترکيي په اقتصادي پرمختګ کې یې ستر رول ولوباوه، ترکیه یې د نړۍ د اتو لویو اقتصادي هیوادونو په کتار کې ودروله، د ايي ایم ایف ټول پورونه چې مخکینیو حکومتونو اخیستي وه، هغه یې ورخلاص کړل او تر دې پورې چې حکومت وویل، کولای شي دوی د پیسو نړیوال صندوق (ایی ایم ایف) ته پور ورکړي.

    دا ګوند چې اساس یې د مرحوم نجم الدین اربکان لخوا ایښودل شوی وه، پخوا یې په مختلفو نومونو باندې حکومت کړی دی؛ خو د لږ وخت حکومت کولو نه وروسته به یې حکومت د ترکيي د سیکولرې اردو لخوا ړنګ شو، اوسنی حکومت د ترکيي په تیر شپیته کلن تاریخ کې لومړنی حکومت دی، چې دومره زیاته موده په واک کې پاتې شوی دی، د اردوګان دریم ځل دی، چې د لومړي وزیر په توګه دنده اجراء کوي، حکومت د ترکيي د اسلامي کولو لپاره ځینې اصلاحات وکړل، د نورو اصلاحاتو تر څنګ یې د سیکولر فوځ واک راکم کړ او هغه سیکولر او د اتاترک د لادینې مفکورې فوځي افسران یې د واک نه ګوښه کړل، حکومت په ټولنیز اړخ کې هم زیات تغیرات راوستل، څه موده وړاندې یې په عام محضر کې په شرابو څښلو باندې بندیز ولګاوه او د ترکيي د ملي هوايي شرکت د ښځینه کارکوونکو څخه وغوښتل شول، چې باید د ځان په مصنوعي ډول ښایسته کولو او سینګار نه ځان وساتي.

    د ترکيي سیکولر خلک د عدالت او پرمختګ ګوند ددې پالیسۍ څخه ناراضه دي، هغوی ددې اصلاحاتو مخالفت ددې لپاره کوي، چې ترکیه د اسلامي بنسټ پالنې په لور روانه ده او ترکیه کې د اتاترک د لادینیت سره مخالفت کیږي، د اتاترک لادینو کوښښونو ته په سپکه کتل کیږي او اوسنی حکومت یې احترام نه کوي.

    لاریونونه ددې لپاره نه کیږي، چې ګوندې ودانۍ ولې بیا په پخواني شکل سره جوړیږي، بلکه ددې لپاره دي، چې ولې ترکیه کې اسلامي ایډیالوژي راژوندی کیږي، ولې په ترکیه کې د اتاترک د اصولو سره مخالفت کیږي، ولې په ترکیه کې د عثماني خلافت نوم اخیستل کیږي؟ که په لنډ ډول ووایو، لاریونونه اسلام ضد اړخ لري.

    په اسلامي ایډیالوژۍ ضد لاریونونو کې لویدیځو هیوادو او میډیا هم ستر رول لوبولی دی، دوی په ترکیه کې د عربي پسرلي خبرې کوي او کوښښ کوي، چې خلک د منتخب او د خلکو په خوښه د ټاکل شوي حکومت پر ضد راپاڅوي؛ ځکه لویدیځ هم د دوی د ځینو کارونو څخه خوښ نه دی، لویدیځې رسنۍ په خپلو راپورونو کې حکومت د بنسټ پال او اسلامپال په نومونو یادوي، د کومو نومونو نه چې لویدیځ ویره احساسوي؛ ځکه، خو یې د حکومت د چپه کولو لپاره د لاریون کوونکو منځته ورانکاري استولي، تر څو لاریون په تاوتریخوالي بدل کړي او عام ترکان نور هم خپل حکومت ته په قهر شي، پاڅون وکړي او حکومت له منځه یوسي؛ خو انشاء الله خپل شوم هدف ته به ونه رسیږي.

زاهد خلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x