شعـــــرونه

غزل: سيف الله خالد

سيف الله خالد

داسې ښکاريږي چې د ارګ بلا له زوره وځي
دا سپيره لاس يې نور له غاړې د خپل وروره وځي

نور د مظلوم سوو آهونو پسې واخيستله
ازار وهلې، خړې سترګې او سرتوره وځي

د سپين سبا کرشمه بيا په ګران وطن خوريږي
د تروږمۍ شغال ښکاريږي نور له شوره وځي

دا ده آمو، د مست هلمند او اباسين ولوله
نه را تم کيږي د پامير له هسکه نوره وځي

زلمي روان د ازادۍ ناوې ته هار جوړوي
ورځي سنګر ته نور د خلکو له پيغوره وځي

له ګورګين خان او له پيرنګ سره حساب ته روان
يو ميرويس خان او اکبرخان له دغه له کوره وځي

(خالده) ته هم لاروى ددې کاروان شه راشه
سپيڅلى يون دى د اقصى په لوري ګوره وځي

(‍۱۳۹۴/حوت/۲۴) ميدان وردګ افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x