ادبي لیکني

ښکار«لنډه کيسه»

ژباړه او لنډون: حمدالله حلمیار

ښکاري چي خپل ماشوم زوی یي له خپل وفادار سپي سره پري ایښی وو ، او خپله په ښکار پسي تللی وو، له څه ځنډ وروسته چي کله دخپلي کوډلې پر لور رانژدي شو، دماشوم بغارې او دسپي تیزه تیزه غپا یي تر غوږ شوه، ګامونه یي را غټ کړل، په زړه کي یي ور تیر شول چي ضرور سپي خیانت کړی او دده ماشوم زوی يي خوړلی ده.

په تلوار د کوډلې پر لور روان وو چي نژدي ور ورسیدی سپی یي مخې ته راغی، مخ او خپړې یې په وینو سرې وې، او تیزه تیزه سا یي وهله، ښکاري چي دا منظر ولید زړه یي ډیر درد وکړ خپل ماشوم زوی یي ور په یاد کړ، او په قهر یي نژدي لرګي ته لاس کړ او سپی یي څو لرګیه پر سر وواهو، سپی له یوه سوي کوړنچ سره ځای پر ځای ولوید او مړ شو، ښکاري مخ ته ور تیر شو چي د زوی پاتي بدن پیدا کړي، چي کله کوډلې ته نژدی شو زوي یي ولیدی….

زوی یي ولیدی چي په لوبو بوخت ده او مخ ته یي لوي کپچه مار مړ پروت ده چي وینې یې هرلور ته شیندل شوي دي

ښکاري چي زوی ژوندی ولید نو زړه یي تر تلو تیر شو…ده د شک او ګمان پر اساس خپل وفادار سپی وژلی وو…
ده پر سترګو باور وکړ او دزړه وفادار دوست یي قربان کړ…
څومره رشتې دسوء تفاهم له کبله پرې شوې دي …
څومره دوستان په هسي خبره د یوبل دښمنان شوي…
دا هرڅه د سمدستي پریکړي کولو تاوانونه دي، هر کار او پریکړه باید په پوره احتیاط او دعقل په مشوره تر سره کړو کنه تل به پښیمانه یو او افسوس به کوو…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x