شعـــــرونه

ډالۍ! فيض ځلاند

ډاکټر فیض محمد ځلاند

دومره یې یاد کړمه چې اوس مې هیرولی نه شي
غږ یمه شور یمه په ځان کې مې ساتلی نه شي

چیرته چې وګوري بس زه ورته ښکاریږمه ډیر
زه لا یواځي یم خو بیا مې هم شمیرلی نه شي

زه ګرمه غیږه په سړه شپه کې له مینې ډکه
را نژدي کیږي خو په ځان کې مې نغاړلی نه شي

موږه یو بل ته مخامخ یو لکه سیوری رڼا
یو چې روان شي بل له لاسه را نیولی نه شي

ځلانده زه لکه پښتون داسې په خوب کې یمه
زه چې ویده شمه بیا څوک ما ویښولی نه شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x