darul uloom haqqania

په دارالعلوم حقانيه کې ددستاربندۍ مراسم ترسره شول

پنجشنبه :۲۰۱۳/۶/۶ : داسلامي علومو په  لوی مرکز دارالعلوم  حقانيه کې ددستار فضيلت په کلنۍ جلسه کې شاوخوا ۱۵ سوه عالمان ،حافظان،او مفتيانو ته دفضيلت ددستار وياړ ورپه برخه شو دغه پرتمينه غونډه  دپنجشنبې په ورځ دماسپښين پيل شوه

چې پکې دنورو فاضلانو ترڅنګ دهيواد نامتو حماسي شاعر مولوي عباسي خدرخيل ته هم  دبخاري شريف دختم په مناسبت دفضيلت دستار ورپه سر شو دغه کلنۍ غونډه چې هر کال په ځانګړيو مراسمو ترسره کيږي خو دتيرو دوه کلونو دناامنيو او يو لړ نورو مشکلاتو له امله يې ددستاربندۍ  مراسم د دارالحديث په داخل کي  ساده ترسره کيدل

خو سږ کال يو ځل بيا په نوموړي دارالعلوم  کې ددستاربندۍ مراسم په ډير شاندار ډول ترسر ه شول  چې پکې په زرګونو تنو ګډون درلود.په دغه غونډه کې  د دارالعلوم حقانيه دشيخ الحديثانو ترڅنګ ګڼ شمير علماء کراموويناوې وکړې او  دبخاري شريف ختم شيخ الحديث مولانا سميع الحق وکړ په پای کې   ډاکټر شيرعلي شاه مدني صيب په خپله وينا کې دوخت حاکمانو ته په خپل بيان کې وويل چې ستاسو مسوليت ده چې داسلام دسرلوړۍ لپاره هلې ځلې وکړئ او هم په اخرکې ددغه پرتمينه غونډه دنوموړي شيخ الحديث  صيب  په دعا پای ته ورسيده.

مشفق حريتمل

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د