د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ یوځل بیا طالب ځواکونو ونیول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولایت خانشین سرحدي ولسوالي یوځل بیا د طالب ځواکونو لاس ته لویدلي او هلته اوس هم درنه جګړه روانه ده.

امنیتي باوري سرچینو رسنیو ته وویل چې تېره شپه طالب ځواکونو په خانشین ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل او خانشین ولسوالي یې سقوط کړه، سرچینې زیاتوي چې جګړه اوس هم روانه ده.

په جګړه کې امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي خو کره شمېره تراوسه نه ده څرګنده سوي.

خانشین ولسوالۍ څه موده وړاندي طالب ځواکونو ونیول او هلته یې خپل سپین بیرغونه پورته کړل خو وروسته حکومتي ځواکونو ادعا وکړه چې خانشین یې د طالبانو څخه بیرته نیولی دی او هلته یې امنیتي پوستې جوړي کړي دي.

ځایې خلکو نن ټکی اسیا ته وویل چې ولسوالي حکومتي ځواکونو نه ده نیولي او نه هم هلته جګړه سوي، جګړه اوس په هغه دښته کې روانه ده چې د ولسوالۍ د مرکز سره په لنډ واټن کې پرته ده او هلته حکومت پوستې جوړي کړي وې.

دوی وایې چې طالب ځواکونه غواړي امنیتي سرتیري د دښتو څخه هم پر شا کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د