Noristan1212

نورستان: طالبانو د دواب امنیه قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د نورستان امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت د دواب ولسوالۍ امنیه قومندان طالبانو په لغمان کې وژلی دی.

د نورستان د امنيې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد فاروق وايي چې قومندان څارمن عنایت الله همت نن سهار وختي د لغمان په الینګار کې د طالبانو له کمین سره مخ شو.

د ده په خبره پېښه د الینګار په بدیع اباد کې رامنځته شوه، چې امنیه قومندان پکې ځای پر ځای ووژل شو.

د لغمان امنیتي مسوولین هم مني چې په دې ولایت کې د نورستان د دواب امنیه قومندان وژل شوی دی.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي چې قومندان کابل ته خپل کورته په شخصي موټر کې په لاره و، چې طالبانو يې معلومات کړی او په بدیع اباد کې يې وواژه.

تر اوسه پخپله طالبانو د د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د