روسي پوځيان ولې له سوريې ووتل؟ ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د روسيې ولسمشر ويلاديميرپوتين ولې خپل پوځيان له سوريې وويستل، ايا د پوځيانو ويستلو پرېکړه د سوريې کړکېچ په اړه د جينوا راتلونکې غونډې سره څه اړيکه لري که نه، ځينې راپورونه وايي، چې د سوريې په اړه ستر قوتونه يوې پرېکړه ته رسېدلي دي.

د الجزيرې تلويزون د سياسي پروګرام «الاتجاه المعاکس» چلوونکی دوکتور فيصل قاسم د پوتين له اعلان وروسته په خپل لومړني غبرګون کې وويل: «سپی له خپلې لکۍ بې زاره شو» او د تمسخر په شکل يې ليکلي، چې روسيه سوريې کې خپلو موخو!! ته ورسېده.

ورپسې يې ليکلي، چې د سوريې ازادي غوښتونکو د بشارالاسد جنګي الوتکه رانسکوره کړې او روسي ولسمشر وډار شو، چې وسله وال مخالفين به د ده جنګي الوتکې هم رانسکورې کړي.

مسکو کې د الجزيرې د دفتر مشر زاور شوج د ويلاديميرپوتين بېړنۍ پرېکړه هيښوونکې بللې او زياته کړې يې ده، چې سوريې ته د پوځيانو لېږلو په اړه له يو کال زيات تدريجي وخت ونيو، مګر د راويستو پرېکړه يې ناببره يو دم وکړه.

تېره شپه ويلاديمير پوتين کريملين ماڼۍ کې د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو سره په ګډه غونډه کې پرېکړه وکړه، چې سر له «نن» سه شنبه بايد ټول روسي پوځيان له سوريې راووځي او له دې وروسته به له ډيپلوماتيکو لارو دغه هېواد کې خپلو موخو ته د رسېدو هلې ځلې کوي.

د کريملين وياند ديميتري بوسکوف رسنيو ته ويلي، چې روسي ولسمشر د سوريې جمهور رييس بشارالاسد سره د تيليفوني اړيکې پر مهال يې نوموړی له خپلې پرېکړې خبر کړی دی.

زاور شوج وايي، چې د کريملين د يادې اعلاميې په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي او يوازې دومره ويل شوي، چې سر له نن سه شنبې به روسي پوځيان له سوريې وځي او يوازې يو شمېر پوځيان به حميميم نظامي اډې او د طرطوس سمندري نظامي اډه کې پاتې وي.

مسکو کې د الجزيرې تلويزون مدير زاور شوج

مسکو کې د الجزيرې تلويزون مدير زاور شوج

مسکو کې د الجزيرې تلويزون د دفتر مشر د روسيې اوسنۍ پرېکړې په اړه په خپلو څرګندونو کې يو شمېر سوالونه راپورته کړي او د روسيې هغو هدفونو ته يې ګوته نيولې، چې پوتين د نظامي عملياتو د پيل پر مهال ويلي و، چې سوريې کې به ترهګرې ډلې له منځه وړي.

زاور شوج له سوريې د روسي پوځيانو ويستلو پرېکړه له ختيځ اوکراين څخه د روسي پوځيانو له وتلو سره تړي او همدا رنګه منځنۍ اسيا کې د اسلامي دولت ډلې د راپورته کېدو ګواښ په نظر کې لري.

«پوتين د خپل هېواد اقتصادي حالت ته په کتو هڅه کوي، چې له دغو لوبو په ډېر لږ زيان ځان وباسي.»

د دې هر څه سربېره د روسي ولسمشر اوسنۍ پرېکړې په اړه د الجزيرې دفتر مدير وايي، چې د بشارالاسد راتلونکی به څنګه وي؟ ايا پوتين خپل دغه ملګری يوازې پرېږدي او دی ترې ځي، په داسې حال کې، چې پوتين د بشارالاسد دومره مرسته وکړه، چې سيمه کې د قوت انډول کې یې بدلون راوست او د پوتين اوسنۍ پرېکړې په اړه به د جينوا راتلونکي مذاکراتو پايلې څنګه شي؟

ليکوال او د سياسي چارو شنونکی زاهد ګل د روسي ولسمشر دا پرېکړه «زړورتيا» بولي او زياتوي، چې کېدای شي دې سره د روسيې او ترکيې ترينګلې اړيکې هم سمې شي او د سوريې په اړه راتلونکي مذاکرات په سوله‌ييزه توګه بريا ته ورسيږي.

د ترکيې هېواد د سياسي چارو شنونکی او ليکوال زاهد ګل

د ترکيې هېواد د سياسي چارو شنونکی او ليکوال زاهد ګل

زاهد ګل د روسي ولسمشر د اوسنۍ پرېکړې د لامل په اړه وايي، چې سوريه کې د پوتين نظامي مداخله ناکامه شوه او خپلو موخو ته په کې ونه رسېده؛ ځکه دوی ژمنه کړې وه، چې خپل مخالفين به له منځه وړي، مګر عملا ښکاري، چې دوی خپلو دغو موخو ته ونه رسېدل او د بشارالاسد مخالفين اوس هم په خپل قوي زور جګړه کوي.

د ليکوال په وينا داسې ښکاري، چې روسيه سوريه کې خپل نظامي شتون د خپل هېواد په ګټه نه بولي او کېدای شي، چې امريکا او روسيه د سوريې په اړه يوې پرېکړې ته رسېدلي وي. همدا رنګه ايرانيان هم د بشارالاسد له ژغورلو، د مخالفينو له ځپلو او خپلو برياوو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.

د نړيوالو اړيکو کارپوه  او منځني ختيځ لپاره د امريکا د بهرنيو چارو سلاکار جوشو واکر دا لرې ګڼي، چې روسيه او امريکا دې د سوريې په اړه کومې پرېکړې ته رسېدلي وي او د دغې پرېکړې له مخې دې روسيې خپل پوځيان له دغه هېواده ويستلي وي. د واکر په وينا  د روسي ولسمشر دا پرېکړه په ډېر مهم وخت کې رامنځته شوې او تر ټولو مهم اړخونه يې اوکراين او د روسيې اقتصادي حالت کېدای شي.

جوشو واکر د نړيوالو اړيکو کارپوه او منځني ختيځ لپاره د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی سلاکار

جوشو واکر د نړيوالو اړيکو کارپوه او منځني ختيځ لپاره د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی سلاکار

د جينوا راتلونکو مذاکراتو په اړه جوشو واکر زياتوي، چې مسکو به په ډېرې شيانو خپله رضا او همکاري وښيي او خلکو ته به څرګنده کړي، چې دوی په سوريه کې خپلو موخو ته رسېدلي او بشارالاسد هم بريالی شو، په داسې حال کې، چې دوی ټول په دې پوهيږي، چې بشارالاسد نور له صحنې وتلی دی.

جوشو واکر پوښتنه کوي، چې ايا د روسيې له وتلو وروسته به ايران د اسد په ژغورلو وتوانيږي که نه؟

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

هی هی سور کفر تاسو ته دمسلمانانو اوبیا داسلام زور معلوم نده چی ددجال په خر نازیږی او برحقو خلکو باندی داورونو بلاوی خوشی کوی زی اورازی دجنګ دګر ته مشکل نشته دمحمد ص دامتیانو رختونی رجال او زوانان اوبوداګان پر تاسو به دتوری ګذارونه وکړی چی یو کفر بل کفر ته میدانونه خوشی کوی انتظار وکړی او مونږ هم دوعده کړل شوی وخته پوری خه په حوصله ستاسو دړوند ک ف ر مشر لخکریانو سره دمقابلی دوام ورکوو که تاسو خپل دمشر راتګ ته خوشحاله یی نو الله تعالی مونږ ته هم ستاسو دړوند (ک ف ر) مشر مقابل… نور لوستل »