
پکتیکا: افغاني عسکر درې بهرني فوځیان وژلي دي
نن ټکی اسیا: د پکتیکا په ولایت کي د ملي اردو یوه سرتیري د ایساف درې تنه عسکر وژلي دي.
پيښه نن سهار د دیاد ولایت د خیرکوټ په ولسوالۍ کې را منځته شوې ده، کله چي د ملي اردو یوه سرتیري د ایساف پر ځواکونو باندي چي یو ځای سره را ټول وه، ډزي پر وکړي.
د ایساف مطبوعاتي دفتر د پژواک خبري اژانس ته منلي چي په یاده سیمه کي د افغاني عسکر په جامه کي یوه تن ددوی پر عسکرو ډزي کړی چي له کبله یې درې تنه عسکر وژل شوي دي.
نومړي د پيښي په اړه نور معلومات نه دي ورکړی، او نه یې د ټپيانو شمېر په ډاګه کړی دی، خو زیاته کړې چي دوی تحقیقات پيل کړی دی، او وروسته به یې پایلي اعلان کړي.
باید وویل شي چي د پکتیکا په ولایت کي اکثریت د امریکايي فوځیانو دی.