ټوله شپه مبایل چارج ته اېښودل تاواني دي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۱۵مه ۱۳۹۴ل): شاید زموږ په شمول تاسو هم اوریدلي وي چې ټوله شپه ځيرک یا سمارټ فون مبایل چارج ته کېښودل تاواني وي خو وروستیو څېړنو ښودلې چې دا سوچ و فکر ناسم دی.

د ټيکنالوژۍ پوهان وايي چې موږ و تاسو باید په دې ځان پوهه کړو چې سمارټ فون کې څه ډول بیترۍ کارول کیږي. دوی زیاتوي چې ټوله شپه سمارټ فون مبایل چارجول بیترۍ ته هېڅ تاوان نه رسوي.

د ټیکنالوژۍ اړوند کیورا وېبپاڼې له مخې آی فون یا نور سمارټ فونونه کې لیتهیم ایون یا لیتهیم پولیمر بیترۍ استعمالیږي او دا که ټوله شپه چارچ ته کېښودل هم شي، تاوان نه ور رسیږي.

دوی د دې لامل دا په ګوته کوي چې دا ډول بیترۍ د ۱۰۰ سلنه چارج پوره کېدو سره په اتومات ډول چارج بندوي او مبایل ته هېڅ برېښنا نوره نه ورځي.

د دوی په وینا چې مبایل ته برېښنا ورتګ بند شول، نو مبایل ته هم هېڅ ډول ضرر نه رسوي او داسې ښکاري لکه مبایل چې هېڅ چارج ته نه وي اېښودل شوی.