italian soldiers killed

فراه: ۱۱ کلن هلک یو ایټالوي عسکر مړ او درې نور ټپيان کړل

نن ټکی آسیا: د ایټالیا د فوځ یو تن عسکر ووژل شو، او درې نور ټپيان شوي دي.

د ایټالیا وزارت دفاع نن ورځ په یوه خبرپاڼه کي وویل چي د ایټالوي فوځ یو زغروال موټر د افغانستان په غربي ولایت کي د طالبانو د برید سره مخ سو، چي په پایله کي یو تن ایټالوی عسکر مړ او درې نور ټپيان شول.

نومړی ویلي چي پيشه د فراه ولایت کي هغه وخت را منځته شول، کله چي دغو عسکرو غوښتل د ګزمې وروسته خپل فوځي مرکز ته وګرځي.

بل خوا د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د طالبانو ویب سایټ الاماره ته ویلي چي د فراه ولایت په مرکزي ښار کي یوه تن ماشوم چي عمر یی ۱۱ کاله ښودلی، پر ایټالوي عسکرو لاسي بم وغورځاوه، چي له کبله یې یو تن مړه او درې نور ټپیان شول.

باید وویل شي چي نن ورځ د افغانستان په ختیځ ولایت پکتیکا کي هم درې تنه امریکايي عسکر د یوه افغاني سرتیري په ډزو ووژل شول.

او دوه ورځي وړاندي ایساف اعلان وکړ چي د ګرجستان اوه تنه عسکر د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د یوې چاودني په ترڅ کې چي ددوی پر مرکز وشول، ووژل شول، او نهه تنه نور ټپيان شول.

باید وویل شي چي آی کجولیټیز ( icasualties ) ویب سایټ پر اساس بهرنیانو  د کال ۲۰۰۱ څخه بیا تر اوسه یوازي خپل 3330 تنه عسکر منلي چي د افغانستان په جګړه کي وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د