ورزش

پر فیسبوک د افغانستان د کرکیټ لوبډلې ملاتړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۲۵مه ۱۳۹۴ل): نن د نړیوال جام د غوره لسو لوبډلو سیالۍ پیلیږي چې د دوهمې درجې لوبډلو څخه په کې خوشبختانه افغانستان هم لوبیږي.

په الف ګروپ کې د افغانستان سره، سري لنکا، جنوبي افریقا، انګلستان او غرب الهند (ویسټ انډيز) دي.

افغانستان د مارچ په ۱۷مه له سري لنکا، ۲۰مه له جنوبي افریقا، ۲۳مه له انګلستان او ۲۷مه له ویسټ انډيز سره سیالۍ لري.
که غواړئ چې په نړیوال جام کې د فیسبوک له لارې د افغانستان کرکيټ ملي لوبډلې ملاتړ وکړئ نو فیسبوک درسره په دې اړه مرسته کوي.

فیسبوک دا ځل د ټولو لسو لوبډلو مینه والو ته د خپل پروفایل انځور باندې د هغې لوبډلې ملي بیرغ او کرکیټ بورډ رسمي نښان لګولو سره د لوبډلې د ملاتړ کولو چانس ورکړی دی.

فیسبوک وايي چې دا انځورونه به موقتي وي او استعمالوونکي کولای شي چې وخت یې تعین کړي څو وروسته اتومات ډول لرې شي او پخوانی انځور بېرته ولګول شي.

فیسبوک باندې د افغانستان د ملاتړ سره ستاسو د پروفایل انځور به دا ډول شي.cricket support 2

که غواړئ چې پروفایل انځور مو بدل کړئ، نو په دې لینک کلیک کړئ، ستاسو د پروفایل انځور سره به ښي لوري ته د مختلفو لوبو اختیارات راشي، هلته نړیوال شل اوریز جام باندې کلیک کړئ نو لاندې انځور به درته راښکاره شي.

cricket support

تاسو کولای شئ چې موجود پروفایل انځور باندې د افغانستان ملي بیرغ ولګوئ او هم کولای شئ چې کوم بل عکس پورته کړئ.

د افغانستان د کرکیټ لوبډلې انتخاب وروسته په Use as Profile Picture باندې کلیک کړئ، پروفایل انځور به مو خپله بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x