نظــر

په وردګو کې پاکستانیان!

هر کله چې انسان دحیا او شرم پرده وڅېري بیا نو نه په خپل شرم پوهېږي او نه د بل، دا څه وخت چې په هېواد کې د نیواکګرو او ملګرو په وړاندې یې د ولسي مقاومت د بریدونو څپې توپاني شوې دي، ور سره یو ځای د کابل له لاس پوڅې ادارې نه لاره ورکه شوې، کرزی خو هسې له وخته لیونی دی، سهار یو څه او بیګاه بل څه، نه په خپل شرم پوهېږي او نه دې بل، ډېر ځله غواړي نور ملامت کړي هغه یې په لا شعوري ډول خپل ځان ته ګوتې نیولې وي.

  په دغه ناروغۍ اوس د کابل ادارې ډېری چارواکي اخته شوي، چې تر ټولو څرګنده بېلګه یې د کابل ادارې په اصطلاح د دفاع وزارت د لوی درستیز شیر محمد کریمي بې مسولیته څرګندونې او هوايي اوتې بوتې دي،

نوموړي داسې څرګندونې وکړې چې روغ کس یې په هېڅ توګه نه کوي، زما په نظر نوموړي دغه څرګندونې په نورمال حالت کې نه دي کړې ځکه چې په همدې ورځو کې د څارنوالۍ له خوا د نوموړي د یو زوی د نیولو امر وشو، او هغه په دې چې کوم پولیس یې له دې وجې څېرلی را څېرلی وو چې دده موټر يې تلاشي کولو، لیرې نه ده چې دغه پېښې به په شیر محمد کریمي خامخا بده اغېزه کړې وي، هسې خو هم اوس د ګور له غاړې دی، خو له دې پېښې سره به یې بیخې عصبي توازن له لاسه ور کړي وي.

  کریمي وایي چې د وردګو ولایت ته ۲۰۰ پاکستاني پوځيان ددې لپاره راغلي تر څو دده او دده دوستانو په ضد جګړه وکړي، که یو څوک کم تر کمه لس سلنه جوړ وي هم داسې اوتې بوتې به ونه وايي، ناولي پاکستان خو د طالبانو په ځورولو او کړولو کې له امریکې سره له بل هر چا نه زیاته مرسته وکړه، او لا یې کوي، یوازې دا د اکمالاتو لار د هېواد داشغال لپاره د ملا د تېر حیثیت لري، پاکستان د امریکې لاشعوري غلام دی، زه وایم پاکستان به په خوب کې هم ددې تصور ونه شی کولی چې د امریکې پر ضد وجنګېږي.

   که فرض کړو چې پاکستانیان په رښتیا وردګو ته راغلي، نو شیر محمد خان دې مهرباني وکړي و دې وايي چې دغه ۲۰۰ پاکستانیان څه رنګه اوپه کومه لار له پاکستان څخه وردګو ته راغلي؟

د جلال آباد له خوا، که دکندهار او که د خوست له خوا؟ دا درې هغه لارې دي چې په عام ډول له پاکستان څخه افغانستان او له افغانستان څخه پاکستان ته خلک تګ را تګ پرې کوي، که یو پاکستانی کولی شي چې له تورخم، یا چمن او یا خوست څخه تر وردګو پورې په ډاډمنه توګه ځان را ورسوي، او هلته بیا د نیواکګرو او حکومت په وړاندې وجنګېږي نو مطلب یې دا کېږي چې دا ملک ټول د پاکستان دی، دلته اصلا نه حکومت شته، نه دولت، او نه هم په دې ملک کې خلک شته، دا څه رنګه معقوله ده چې په یو ملک کې یو حکومت وي، استخباراتي ارګانونه لري، دفاعي ارګانونه لري، پولیس لري، اردو لري، ځان د ولس ريښتینی استازی بولي، او دعوه کوي چې د هېواد واک یې په لاس کې دی، مګر بیا هم بهرنیان کولی شي چې آن زړه ته یې ځان ور ورسوي، او هغه هم بیا یو نه، دوه نه، درې نه، لس نه، شل نه پنځوس نه بلکې دوه سوه کسان!

یقینا چې د خندا خبره ده، زه خپله وردګ یم، وردګو ته په ور داخلېدونکو لارو د کابل ادارې ګڼې پوستې جوړې کړې دي، څه وخت وړاندې زه د چک ولسوالۍ ته تلم، سره له دې چې زه د چک ولسوالۍ اوسېدونکی یم، هر وخت به تلم راتلم، مګر بیا یې هم زه و درولم، تذکره یې را نه وغوښته، ګڼې پوښتنې ګرویږنې یې پیل کړې، دا خو لا څه کوې چې له څرخې پله نه تېرېدل او همدا رنګه له غزني څخه را تېرېدل څه آسانه خبره نه ده، خپله دسیمې خلک په خورا تکلیف سره ځي او راځي، نو په داسې حال کې څه رنګه ممکنه ده چې ۲۰۰ پاکستاني دې وردګو ته ننوزې؟!

 شیر محمد د خپلو پوچو خبرو د غیر منطقي توجېه لپاره داسې بهانه یاد کړه چې تر دعوې یې بهانه خندوونکې ده، پاکستاني پوځيان د طالبانو په جامه کې راغلي!؟

  لنډ په دا خپل هېواد کې د هرې سیمې خلک له څېرو څخه پېژندل کېږي، زمونږ په وردګو کې خلک د هر ولایت خلک د هغوی له بڼې او رنګ نه پېژني، د کندهار، هلمند، روزګان، غزني، پکتیا، خوست، ننګرهار او کنړ خلک جلا جلا پېژني، او په هر ولایت او سیمه کې همداسې ده، او پاکستانی خو د افغانستان په هره سیمه کې له ورایه پېژندل کېږي، که ځان د طالب په جامه کې ونغاړي او که د عسکر په جامه کې ټول یې پېژني.

دا چې پاکستانیان له څو ولایاتو څخه په ګڼو تالاشیو را تېرېږي، مګر بیا یې هم نه پولیس پېژني او نه خلک یقینا چې د خندا ځای دی!

ځه کریمي خانه! دا به هم ومنو چې ستاسو سترګې ډالرو سرچپه کړې دي، تور او سپین نه پېژنۍ نو له خبرو او لهجې نه خو به یې خامخا پېژنئ، او که دا درک هم الله جل جلاله درنه اخیستی وي، بیا خو نو هسې جامې اغوندئ!

 بله یې دا چې که تاسو ټول له یوې مخې ړانده او کاڼه یئ، درک او شعور مو هم کوڼ او ړوند دی نو دا ولس خو هر څه ویني، بیا نو ولس څه رنګه د ۲۰۰ پاکستانیانو په وړاندې پټه خوله پاتې کېږي؟ او یا دا چې ولس هم ستاسو په ګومان ستاسو په څېر ړوند او کوڼ دی، او یا دا چې ولس هم له پاکستان سره ولاړ دی، ستاسو دښمن دی، پاکستانیانو ته ځای ور کوي، ستا او ستا د یارانو په ضد په جګړه کې مرسته ور سره کوي!

او که داسې وي چې تاسو هر هغه چا ته پاکستانی وایئ چې د نیواکګرو پر ضد یې وسله پورته کړې ده، بیا نو لږ را ویښ شئ ځانونه پوه کړئ، تاسو بیا په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې یاست، بیا داسې مه وايئ چې دا د افغانستان دولت دی، بلکې داسې ووایئ چې دا د پاکستان دولت دی!

که دا هم در سره ومنو چې وردګو ته پاکستانیان راغلي، نو په دې کې څه وايې میدان وردګ د نورو ولایتونو په څېر دا لس یوولس کاله د نیواکګرو په وړاندې د جهاد ګرم او پیاوړی سنګر دی، اوس که پاکستانیان جنګېږي نو دا یوولس کاله څوک جنګېدل؟ د وردګو د سالارو سیمه چې ستاسو تر منځ په پل صراط مشهوره ده ځکه چې په سمه نه شئ ترېنه ترېدای، او دا څه نوې خبره نه ده، دا څو کاله په پل صراط ( سالارو ) کې تاسو ډېرو سرونه خوړلي، کېدای شي په عام ډول د وردګو ولس او په ځانګړي ډول د سالارو اوسېدونکي به پاکستانیان وي!؟

  کریمي خانه خبر یې؟! دا اوس اوس کې په میدان وردګو کې پاکستانیانو ستا ددوستانو په وړاندې لاریونونه پیل کړي، او دا ځکه چې څه وخت مخکې ستا دوستانو له همدې سیمې نه یو څو پاکستانیان ونیول او بیا یې ووژل، چې د ځینو جسدونه په همغه وخت کې پیدا شول، چې بیا وروسته ستا مشر کرزی په پاکستانیانو ډېر خوابدی شو، سمدستي یې خپلو دوستانو ته وویل چې په دوه هفتو کې باید له میدان وردګو نه ووزي؛ ځکه چې پاکستانیان مو وژلي! همغه وو چې په دې خبره سخت سره سره شول، چې په پایله کې یې یو څو دوستان ووتل نور اوس هم خپل کار کوي!!

دا دي اوس بیا د یو څو پاکستانیانو جسدونه پیدا شوي له همدې کبله د سیمې خلک د پاکستانیانو په ملاتړ او دهغوی د قاتلینو د ور سپارلو لپاره لارو ته راووتل، چې بیا ستا عسکرو ډزې پرې وکړې او درې کسه نور پاکستانیان یې ووژل!

داسې ښکاري لکه تا چې دلته له پاکستانیانو سره څه لاره جوړه کړې وي، ځکه اعلان دې ونه کړ چې په میدان وردګو کې پاکستانیانو زمونږ د دوستانو او زمونږ د سپېڅلي حکومت پرضد لاریون کړی!

دا یوازې ته نه یې، د کورنیو چارو وزیر دې هم د مستو بدلې بولي چې پاکستانیان د طالبانو په ملاتړ پر مونږ بریدونه کوي!  له هغه نه ځکه ګیله نه ده په کار چې د مستۍ په حالت کې به یې دا خبرې کړې وي، څه وخت وړاندې د همدې ګوډاګۍ ادارې ګڼو کسانو په نوموړي تور ولګولو چې شرابي دی، نو شرابي به څه وي، وزارت به یې څه وي، او څرګندونې به یې څه وي؟ او په دې کې ته هم ترې کم نه یې! څو ورځې وړاندې مو دا هم په شد اومد سره ویل چې په هلمند کې د زرو شاوخوا پاکستانیان، عرب او چیچنیایان سره راغونډ شوي او هلته زمونږ پر خلاف جګړه کوي!

که دا ستاسو حال وي چې په هر ولایت اوهره ولسوالۍ کې مو په سوونو او زرګونو پنجابیان، عرب او چيچینیایان موجود وي بیا نو خو دا ملک ستاسو نه دی، دا ملک د نورو دی، تاسو یې هسې دعوه کوئ، ډېره ليرې نه ده چې یوه ورځ دا هم ووایئ او باید چې ووايئ چې زمونږ کورونو ته پاکستانیان راغلي! کورونه مو یې ټول له ځان سره وړي، او یا دا چې ووايئ اولادونه او مېرمنې مو هم پاکستانیان دي!

  که څه هم چې تبلیغات په جګړه کې مهم رول لري، مګر دومره هم نه، لکه تاسو یې چې کوئ، هر شی یوه اندازه لري، داسې تبلیغات وکړئ چې خلک یې در سره ومني، دا چې تاسو شپه او ورځ سورڼي وغږوئ چې وردګو ته پاکستانیان راغلي، پاکستانیان راغلي، آخر ولس ستاسو په څېر نه دی، عقل لري، سترګې لري، هر څه په خپله ویني، ددې پر ځای چې تاسو په دې توګه ولس پر ځان را ټول کړئ بر عکس هغوی نور هم در نه بیزاره کېږي، نور هم ستاسو او ددوستانو په وړاندې مو له مجاهدینو سره ودرېږي.

 دا دومره پاکستانیان چېرته اوسېږي؟ شپه او ورځ چېرې تېروي؟ او تاسو له دومره ټانک او طیارو سره، له دومره استخباراتو سره، له څو څلویښت خارجي هېوادونو سره دومره کمزوري یئ چې خپل زړه ته د پاکستانیانو د راتګ مخه نشئ نیولئ!؟ ما خو یقینا چې تر اوسه فکر نه کولو چې تاسو به دومره بې حیثیته، بې ظرفیته، نا اهله، بې مسولیته، بې صلاحیته او ناتوانه وئ! اوس پوه شوم چې تاسو له تصور نه هم ډېر کمزوري او ناتوانه یئ!

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x