پاکستاني چارواکو پر طالبانو خپل نفوذ رد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې پاکستاني چارواکو روانه «مارچ» میاشت د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو میاشت بلله، پاکستاني چاراکو ويلي چې دوی پر طالبانو هیڅ نفوذ نه لري.

ایکسپريس پاکستانۍ ورځپاڼي د پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي چې دوی پر طالبانو واک نه لري او نه يې هم له وسه پوره دي چې له افغان حکومت سره يې د سولې خبرو ته کېنوي.

سرچينه وړاندې زیاتوي چې پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې د طالبانو پټنځايونه د دوی د دفشار وسیلې بللې، خو په دې وروستیو کې طالبانو خپل مرکزونه له دې هېواده ویستلي دي، ځکه خو يې د نفوذ دعوه هم نشي کولی.

ورځپانه د چارواکو له خولې لیکي چې طالبان د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لري او پاکستان پرې د فشار وسیلې په لاس کې نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې له تېر کال راهیسې پاکستان په څلور اړخیزو ناستو کې ټټر وهلی و، چې طالبانو به په اسلام اباد کې مخامخ له افغان دولت سره د مذاکراتو مېز ته کېنوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت موده وړاندې د روانې مارچ میاشتې لسمه د مخامخ خبرو ورځ بلله، خو طالبانو د رسمي اعلاميې له لارې له دې ناستو ناخبري وښوده او ويې ويل چې د دوی د سیاسي اړیکو لپاره د قطر دفتر فعاله دی.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي هم افغان دولت په دې برخه کې ناکام بولي او پر پاکستان باور د ځان غولول ګڼي،هغه وویل چې ګډ حکومت د سولې په اړه په ناسمه لاره روان دی، نو ځکه يې د پايلو په اړه يې هم خوشبيني نه شي کولای.

ډاکټر احدي پر ولسمشر غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله نيوکه وکړه، چې د سولې په اړه يې ډېر باور د هېوادوالو پر ځای پر پاکستان کړی او د ده په ګومان پاکستان يا د سولې په اړه رښتينی نه دی او يا هم پر طالبانو اغېز نه لري.

د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزی هم پر حکومت غږ کړی و، چې د پاکستان له لارې د سولې خبرې ترکستان ته غځېدلې لار ده، چې دوی هم پرې تللي دي.

داودزی وايي کله چې يې د خپلې دندې په پای کې مخه ښه کوله پر حکومت يې غږ وکړ: پر دې لار چې تاسې ځئ، موږ تللي يو، دا لار ترکستان ته ځي.

ياده دې وي طالبانو پرلپسې ويلي چې د سیاسي اړیکو لپاره دوی په قطر کې دفتر لري، چې باید اړیکي ورسره ټينګې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د