
د ناټو سرمنشي کابل ته رارسېدلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د ناټو له مرکزي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې د دې سازمان سر منشي په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی.
جینز سټولټنبرګ د یوه پلاوي په مشرۍ دغه سفر ترسره کړی چې پکې به د ګډ حکومت له مشرانو سره وګوري.
ویل کېږي نوموړی به له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او د خپلو روزل شویو افغان عسکرو له ځینو مشرانو سره هم لیدنه وکړي.
د ناټو سر منشي به په افغانستان کې د ناټو پر ماموریت هم خبرې وکړي، چې د دوی په خبره د افغان عسکرو روزنیزې چارې پر مخ وړي.
جینز سټولنټبرګ په داسې حال کې کابل ته ناڅاپي رارسېږي، چې د اجراییه ریاست د مدغم کېدو او د جنرال دوستم د مارشالۍ خبرونه تازه خپاره شوي دي.