نظــر

د ګوډاګیو لنډغرو وحشت او بربریت

{youtube}Louz-I9Xzok{/youtube}

په دې ويډیو کې د کابل ادارې وحشي لنډغر تر ټولو د بدترین بربریت او له تصور نه لوړ وحشت انځور وړاندې کوي، دغه وحشیان چې کوم ملګری یې مجاهدینو وژلی، توانېدلي دي چې درې طالبان په شهادت ورسوي، او په جګړه کې له یو او بل لوري نه وژل کېدل معمول دي، مګر دا چې له وژلو وروسته د شهیدانو دجسدونو سپکاوی کېږي او هغه هم په داسې وحشي توګه چې انسان یې د لیدو توان نه لري، په هېڅ قانون او اخلاقو کې نشته، یقینا چې ما لومړی ځل په ډېر تکلیف وکتل، مګر ددوهم ځل د لیدو توان مې په ځان کې ونه لید؛ ځکه خو مې دوهم ځل یوازې ددوی غورمبېدا ته غوږ ونیولو چې په خپل منځ کې په پښتو او دري سره لګیا دي شهیدانو ته کنځلې کوي!

د معلوماتو له مخې دغه پېښه د کندهار کابل پر لویه لار د وردګو په ولایت کې را منځ ته شوې ده، دا چې دغه لنډغر ولې دومره سورېدلي دي ټولو ته معلومه ده چې دکابل کندهار پر لویه لار دنیواکګرو او ګوډاګیانو تګ راتګ له خورا ستونزو سره مخ دی، دوی نشي کولی چې پرته له مرګ ژوبلې ګاللو په دې لاره تېر شي، هر ځل چې تېرېږي خامخا یې غاښونه ماتېږي له همدې کبله د سالارو سیمه چې د همدې کابل کندهار پر لویه لار پرته ده ددوی تر منځ په پل صراط مشهوره ده، یعني په دوی کې نر هغه دی چې سم پرې تېر شي.

په ویډیو کې ښکاري چې وحشي لنډغر ځيني په شخصي جامو کې دي او ځینې یې په نظامي جامو کې، د شهیدانو پر جسدونو خېژي، په ځانګړي ډول په سر او مخ باندې، او په خورا وحشت سره یې په سر په لغتو وهي، او بیا يې په خنجر باندې وهي، په دې شک نشته چې هغوی خو د درد احساس نه کوي، خو دغه ظالمان دومره وحشیان او ځناور دي چې دا ارزښت نه ورته لري چې هغوی د درد احساس کوي او که نه، خو چې دوی خپل زړونه یخ کړي.

په هر صورت، اصلي مطلب دا و چې دغه لنډغر هغه کسان دي چې غربیانو روزلي دي، په دې لنډغرو د ولس او هېواد په نامه راټولې شوې پیسې لګېدلي دي، او حال دا چې دوی اصلا انسانیت نه پېژني.

غربیانو او ګوډاګیانو! تاسو څه فکر کوئ چې په دې توګه به د ولس په زړونو کې خصوصا د وردګ ویاړلي قوم په زړه کې ډار ور واچوئ او یا به مجاهدین له جهاد څخه ایسار کړئ؟ خیال است ومحال است وجنون! که ددې لپاره دا کار کوئ نو یقین وکوئ چې لویه اشتباه مو کړې، ستاسو ددغه رنګه وحشت له وجې د ولس او مجاهدینو په زړونو کې نوې ولولې او حماسې را ټوکېږي، نوي نوي کسان د حق او جهاد سنګر ته را دانګي، شخصا زه د خپل ځان خبره کوم، کله مې چې دا ویډیو ولیده په زړه کې مې ټینګ هوډ وکړ چې تر خپله وسه به هڅه کوم چې له مجاهدینو سره سنګر ته لاړ شم، تر څو ددغه رنګه غرب پاللیو لنډغرو د وحشت او بربریت مخه ونیول شي.

او پوره باور لرم چې هر سالم انسان چې دا ویډیو وګوري خامخا به یې په زړه کې رحم راځي، او دا احساس به ور سره پیدا کېږي چې آخر دا دومره وحشت او بربریت د څه لپاره؟ دښمن دې دی و دې وژلو، له دې اخوا نور د کوم قانون له مخې دا رنګه چلن ور سره کوې؟ له دې نه جوتېږي چې په حقیقت کې د غربیانو ګوډاګیان هېڅ انساني ارزښت نه پېژني، د خپلو بادارانو په څېر نه یوازې دا چې جنګي اخلاق نه پيژني بلکې بالکل انساني اخلاق نه پېژني.

 دظلم پای را رسېدلی، ځکه چې نور ظلم خپل تر ټولو لوړ پړاو ته رسېدلی، او هر شی چې د تکامل درجې ته ورسېږي د تنزل دور یې شروع کېږي، د غربیانو او ګوډاګیانو کمبله به نوره ور ټولېږي، ډېره لیرې نه ده چې دا رنګه وحشیان زر تر زره د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي، وما ذلک علی الله بعزیز.

ډاکټر محمد خالد وردګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x