ټکنالوژي

د کیبورډ اړوند څو مهم لنډلاریزونه یا شارټ‌کټس

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۲۵مه ۱۳۹۴ل): د کمپیوتر استعمال خو هسې هم نن سبا ډیر عام دی، د افغانستان په شمول د نړۍ میلیاردونه خلک یې د ورځېني کارونو ترسره کولو لپاره استعمالوي.

خو که د ډیسک ټاپ کمپیوتر یا لیپ ټاپ د ماوس ځای خراب شي، نو بیا د کمپیوتر استعمال هم ورسره ستونزمن شي. په ځانګړي ډول چې کله څوک انترنیت کاروي.

لاندې موږ یو څو لنډلاریزه یا شارټ کټس درښیو چې پر مټ يې کولای شئ انترنیت د کیبورډ له لارې استعمال کړئ.

بک مارک Bookmarkزیاتول

که غواړئ د خپلې خوښې وېبپاڼې صفحه له ځان سره ثبته کړئ او د اړتیا پر مهال يې په اسانه په یوه کلیک خلاصه کړئ نو بس په کیبورډ باندې Ctrl+D یوځای ووهئ.

دایمي حذفول

که غواړئ چې یو فایل مو دایمي له کمپیوتره حذف کړئ نو محض Shift+Delete ووهئ، فایل به مو دایمي له کمپیوتره غیب شي.

براوزر یا لټونګر بندول

عموما ډيری خلک په کمپیوتر کې فیسبوک استعمالوي، یا په کې ګیمونه کوي، که دغه حالت مدیر یا رییس وګوري، نو د خولې خوند به یې ښه وربرابر کړي، دا چې د هغه ناڅاپي راتګ سره براوزر بندوئ، نو محض Alt + F4 باندې کلیک کړئ او نور بېغمه خپل کار پیل کړئ.

ډیسک ټاپ راوستل

که مو کمپیوتر کې ډيری پاڼې خلاصې کړې وي او غواړئ چې ډیسک ټاپ ژر راوړاوئ نو windows key + D ووهئ، مستقیما به ډیسک ټاپ درته راشي.

بند شوی ټیب بېرته خلاصول

که په تېروتنه کې یو ټیب درنه بند شي او بیا یې خلاصوئ، نو محض ctrl +shift + T ووهئ، وروستی بند شوی ټیب به بېرته درته خلاص شي.

خلاص شوي پرواګرامونه معلومول او په اسانه خلاصول

کله کله سړی ډیری پروګرامونه خلاص کړي. ورډ، ګوګل کروم، کمپیوتر دننه فولډرې، ویدیو او نور. که غواړئ چې ژر تر ژر ټول ځانته معلوم او د یوه پر ځای بل خلاص کړئ نو windows key +Tab ووهئ.

سکرین شاټ

که غواړئ چې سکرین شاټ واخلئ نو یا خو په print screen ووهئ او یا هم د fn + print screen.

اسپلینګ او یا د ګرامر کتل

د انګلیسي سپېلینګ یا ګرامر کتلو لپاره F7 وکاروئ.

http://www زیاتول

داسې چل وکړئ چې په ویب براوزر باندې د وېبپاڼې تش نوم ولیکئ بیا ctrl+Enter ووهئ، http://www او com به اتومات ورزیات شي.

ايډرس بار ته تلل

که مو ماوس کار نه کوي او غواړئ چې په براوزر کې نوې لینک ورزیات کړئ نو یا خو F6 ووهئ یا Ctrl + L، هغه ځای به شین شي، زوړ ادرس لرې او نوی ورداخل کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x