
د شاهد افریدي مینهوالو ته بد خبر
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د نړیوال شل اوریز جام کې د بنګلادیش سره تر لوبې وړاندې د پاکستان کرکیټ لوبډلې کپتان او مشهور لوبغاړی شاهدافریدی ناروغ شوی دی.
ډان نیوز پاکستانۍ ورځپاڼه د یو شمېر سرچېنو له قوله لیکلي چې شاهدافریدی تبې نیولی چې له کبله یې د بنګلادش خلاف سیالۍ کې د هغه ګډون شکمن شوی دی.
د پاکستان کرکټ بورډ د رسنیو مدیر اغااکبر هم د افریدي ناروغي تایید کړې خو ویلي چې تبه یې عادي ده.
هغه هیله ښودلې چې د بنګلادیش خلاف سیالۍ څخه وړاندې به افریدی روغ شي.
شاهدافریدي د تبې له کبله په تمرین کې هم ګډون نه دی کړی خو روزونکی وقار یونس هیلهمن دی چې افریدی به له بنګلادیش سره د لوبې وړاندې بېرته روغ شي.
نړیوال جام لومړنۍ سیالۍ نن د هند او نیوزیلینډ تر منځ ده او پاکستان سبا له بنګلادیش سره په کولکته کې سیالي لري.